د پوستکي سرطان؛ ولې او څنګه پيدا کيږي؟ 

د پوستکي سرطان د سرطان يو ډول دی. تر ډېره دغه سرطان د پوستکي هغه برخه کې پيدا کېږي، چې لمر سره مخيږي، خو شونې ده هغه پوستکی هم سرطاني شي، چې لمر ورته نه رسيږي. د پوستکي سرطان په حقيقت کې د پوستکي د ژونکو يا حجرو بې ځايه وده او نمو ده. 

هغوی چې غواړي د پوستکي سرطان باندې اخته نه شي نو بايد له UV وړانګو پوستکی وساتي. که پوستکی يې ټپي شي نو پر وخت او سمه درملنه يې اړينه ده، ځکه همدا ټپ شوی پوستکی د پوستکي په سرطان بدليږي. 

د پوستکي سرطان تر ډېره په لاسونو، پښو، مخ، پوزې، شونډو، غوږونو، اورميږ او سر کې پيدا کېږي. له لومړيو نښو يې دغه غړو کې ټپ پيدا کېدل، وينې کېدل او پړسوب دی. د پوستکي سرطان درملنه په لومړي پړاو کې شونې ده او لومړی پړاو يې هغه دی، چې کله پوستکي کې نااشنا وضعيت او درد حس شي.