د بریالیو میندو او پلرونو ځانګړتیاوې

ټولې میندې او پلرونه غواړي، چې له خپلو اولادونو سره مرسته وکړي، چې په ښه توګه وده وکړي؛ خوشاله واوسي او ترې با استعداده او پوه انسانان جوړ شي، خو له بده مرغه داسې اصول، چې په بشپړه توګه د دې پایلو ضمانت وکړي نه دي ترتیب شوي.
 
په ډېری مواردو کې والدین باید زده کړي، په هغه تګلوري کې، چې په مخکې یې لري، کومې تګلارې غوره دي، خو تر ډېره په دې لوړې او ژورې لرونکي تګلوري کې، تېروتنې هم شتون لري، چې د میندو او پلرونو د ستړیا سبب ګرځي.
 
ډېر داسې څیزونه شتون لري، چې کولای شئ د بریالیو اولادونو د روزنې د احتمال د ډېرښت لپاره یې ترسره کړئ، د دې لیکنې په دوام تاسو ته وایو، چې د مور او پلار په توګه په خپلو عادتونو کې کوم ساده بدلونونه رامنځته کړئ، چې د اولادونو مهارتونو ته وده ورکړي او د هغوی لپاره ښه ژوند جوړ کړئ، هغه عادتونه، چې کابو د ټولو بریالیو والدینو ګډې ځانګړتیاوې دي.
 
ماشومانو ته مسؤولیت ورکوي
تر ډېره وسوسه درته پیدا کېږي، چې د کور ټول کارونه باید په خپله ترسره کړئ، تاسو ډېره زیاته چټکتیا لرئ او کارونه په غوره توګه ترسره کوئ او اړ نه یاست، چې بل هیچا ته ور زده کړئ، چې دا کارونه څنګه ترسره کړي، خو د هغه مشهور متل په څېر، چې وایي: که غواړې د کوم چا خېټه د یوې ورځې لپاره مړه کړئ، نو هغه ته کب ورکړئ، خو که غواړئ، چې د ټول عمر لپاره یې خېټه مړه کړئ، نو کب نیول ورزده کړئ، هغه وخت، چې دا اوس یې د خپلو ماشومانو لپاره مصرفوئ، ترڅو د کارونو د ترسره کولو په بڼه باندې پوه شي، نو اوږد مهالې پایله او مکافات به ولري.
 
د خپل ماشوم له ټیټ عمر څخه یې پیل کړئ او په هغو کارونو کې، چې کولای شي له تاسو سره ګډون ولري، له هغه څخه مرسته وغواړئ، کولای شئ له خپل درې کلن ماشوم څخه کورنیو حیواناتو ته د خوړو ورکولو لپاره مرسته وغواړئ. اته کلن اولاد مو کولای شي، ځمکه پاکه کړي، جارو را بهر کړي او وینځل شوې جامې را ښکته کړي. د خپلو ماشومانو د عمر په لوړېدو سره، کولای شئ خپل ماشوم ته پېچلي کارونه ور وسپارئ.
 
د ماشومانو لپاره کتاب ولولئ
د ماشومانو لپاره کتاب لوستنه هغه کار دی، چې حتا دنده لرونکي والدین هم کولای شي، چې ترسره یې کړي. د خپل اولاد لپاره د کتاب لوستل، هم تاسو او هم ستاسو ماشوم لپاره تل پاتې اغېزې لري، په دې کار سره کولای شئ له یوبل سره د اوسېدو د وخت کیفیت لوړ کړئ، ځکه ماشوم پوهېږي، چې په دې وخت کې د مور یا پلار ټول تمرکز او حواس یې، یوازې د هغه په لور دي، د خپل ماشوم لپاره کتاب لوستنه، له هغه سره مرسته کوي، ترڅو په ښوونځي کې یې د کتاب لوستنې مهارتونه لوړ شي.
 
څېړنې څرګندوي، څلور تر پنځه کلن ماشومان، چې په اوونۍ کې له درې تر پنځه ځله ورته کتاب لوستل کېږي، د خپلو نورو همزولو په پرتله، ډېر هوښیار او په یوه موضوع باندې ژر پوهېدونکي دي.
 
کله چې ماشومان د یوه کار لپاره دواطلب کېږي، زده کوي، چې ډېر لږ ځان غوښتونکی فکر وکړي. ماشومان په طبیعي توګه نه پوهېږي، چې څنګه له خپلې کورنۍ څخه بهر افرادو ته پام وکړي، مګر دا چې تاسو د هغوی لپاره د همفکرۍ او همکارۍ فرصتونه چمتو کړئ.
 
که کوم کمزوری فرد په سړک کې د کوم کار د ترسره کولو لپاره اړتیا لري او اولاد مو دا کار ترسره کولای شي، وې هڅوئ ترڅو یې ترسره کړي. په روغتونونو کې ځینې ډلې او ټولنې شته، چې له ناروغو ماشومانو سره د مرستې لپاره، د یوه مشخص پروګرام پر بنسټ، له همزولو څخه یې مرسته غواړي، زوی مو له دې فرصتونو سره آشنا کړئ او هغوی ته د دواطلب کېدو لپاره د مرستې فرصت ورکړئ.
 
هغوی ته سپما کول ورزده کوي
ماشومانو ته د سپما کولو عادت د هغوی له ټیټ عمر څخه پیل کړئ، والدین باید خپلو ماشومانو ته ورزده کړي، چې د خپل جیب ۲۵ سلنه پیسې سپما کړي، کله چې ستر شول او په منظمه توګه یې پیسې ترلاسه کولې، نو بانک ته یې یوسي، ترڅو د خپل سپما حساب په پرانیستلو سره، سپما کول تجربه کړي او دا د هغوی لپاره په یوه همېشني عادت باندې بدل شي. کله چې خوښېږي یې یو ستر څیز واخلي، د دې پرځای، چې ټولې پیسې  په واک کې ورکړئ، په خپلې مرستې سره یې یو پروګرام جوړ کړئ، ترڅو د پیسو په ډېرې سپما سره، له یوې مشخصې مودې وروسته، په خپله د هغه څیز د اخیستلو وړتیا کوم چې غواړي یې ترلاسه کړي، هغوی باید د هغو پیسو، چې ترلاسه کوي یې  او د هغه وخت چې د سپما لپاره یې لګوي، د دې ټولو ارزښت درک کړي.
 
هڅوي یې، چې هره ورځ ورزش وکړي 
په دې باندې پوهېدل، چې څنګه کولای شو له ورزش کولو څخه خوند واخلو، د سبزیانو له خوړلو څخه د خوند اخیستلو په څېر، په آسانۍ سره شونی نه دی، خو که تاسو له ماشومانو سره مرسته وکړئ، چې له هماغه کوچنیوالي څخه، له ورزش کولو څخه خوند واخلي، دا عادت به له خپل ځان سره تنکۍ ځوانۍ، ځوانۍ او ستروالي ته یوسي، هغوی ته په ورزشي صنفونه کې نوم لیکنه وکړئ او اجازه ورکړئ، چې د ورزشي کلبونو غړي شي، هره شپه د ماښامانۍ له خوړلو مخکې، څو دقیقې وخت په پام کې ونیسئ او په ګډه په انګړ او یا کور ته نږدې په یوه پارک کې، ورزشي فعالیتونه ترسره کړئ.
 
ورسره مرسته کوي، چې لنډ مهالې او اوږدمهالې موخې وټاکي
موخې هم د مسؤولیتونو په څېر، د ماشومانو د ودې او د هغوی د عمر له لوړېدو سره پېچلې او سترېږي، کله چې اولادونه کوچني دي، له هغوی سره مرسته وکړئ، ترڅو بایسکل ځغلونه زده کړي یا د خپلې خوښې وړ د لوبو د یوې وسیلې د اخیستلو لپاره د پیسو سپما کول، خپله موخه وټاکي.
 
ستر اولاونه کولای شي، چې د موټر د اخیستلو، پوهنتون ته د لاره موندلو یا یوه تفریحي سفر لپاره پیسې سپما کړي، دا موخه به له هغوی سره مرسته وکړي، راتلونکې ته هم فکر وکړي، نه د هغه څه په اړه، چې همدا اوس تېرېږي. موخه ټاکل او هغې ته د رسېدو لپاره هڅه کول، هغوی ته ورزده کوي، چې غوښتنو ته د رسېدو لپاره د زغم لرلو په ارزښت باندې پوه شي. د بېلګې په توګه: که ماشوم مو وټاکي، چې هره ورځ چاکلېټ وانخلي، داسې یو څه ته به ورسېږي، چې د چاکلېټ له خوند څخه ډېر خوږ او خوندور دی.
 
ورزده کوي، چې له خپلې کورنۍ سره همېشنۍ اړیکه خوندي وساتي
ماشومان په سترېدو سره د لا ډېرې خپلواکۍ غوښتنې احساس پیدا کوي او خوښېږي یې، چې له کورنۍ سره تړاو را کم کړي، دا یو طبیعي او مثبت بدلون دی، خو باید په دې باندې پوه شي، چې له خپلواک کېدلو سره سره، دغه راز د خپلو والدینو لارښوونې او څارنې ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه کله چې د انټرنېټ، ټولنیزو رسنیو او خطرناکو وسایلو موضوع رامنځته کېږي.