شننه: ولې امريکا او اروپا له اوکراين ملاتړ کوي؟ 

د روسيې پر وړاندې له اوکراينه د امريکا او اروپايي هېوادونو د ملاتړ د لسګونه لاملونو له منځه يو هم دا دی، چې لوېدېځ هېوادونه غواړي، اوکراين کې خپلې نوې او پرمختللې وسلې امتحان او تجربه کړي. 

د شنونکو په اند، لسګونه نور لاملونه هم شته دي، خو اوکراين سره د امريکا او نورو اروپايي هېوادونو پوځي مرستې په دې پار دي، ترڅو خپلې نوې وسلې اوکراين کې وازمايي. 

له يوې خوا لوېديځ بلاک غواړي چې اوکراين کې روسيه ماته کړي او له بلې خوا دا ورته يو ښه فرصت دی، چې د راتلونکې لپاره پر خپلو وسلو باوري شي او پايلې يې تر لاسه کړي.