څنګه خوشاله کورنۍ ولرو؟

که داسې احساس کوئ، چې کورنۍ مو په کافي اندازه خوشاله نه ده او په کورنۍ کې مو عاطفي اړیکه پیکه شوې ده، باید د کورنۍ ترڅنګ د خوشاله اوسېدو تګلارې زده کړئ.
 
د کورنۍ د روغتیا او خوشالۍ لپاره اوولس آسانه تګلارې
په ننني عصر کې د ژوند د اندېښنو ډېرښت د دې سبب شوی دی، چې د کورنۍ غړي د یو بل ترڅنګ  ډېر وخت تېر نه کړي. د دنده ایز موقعیت د خوندیتوب او په خپل مسلک کې د لوړتیا پیدا کولو لپاره هڅه، د دې سبب ګرځي، چې  د کورنۍ  اړتیاوې  او دغه راز د کورنۍ  له غړو سره د ژورې او صمیمي اړیکې لرل نالیدلي ونیول شي. په هغه صورت کې، چې تاسو هم یوه له کورنیو څخه یاست، نو اندېښنې کولو ته به اړتیا نه وي، ځکه موږ په دې لیکنه کې هوډ لرو، چې په هغو تګلارو باندې رڼا واچوو، چې پرمټ یې تاسو وکولای شئ، له خپلې کورنۍ سره ډېر زیات وخت تېر کړئ او د خپلې کورنۍ د لا ډېرې روغتیا او خوشالۍ سبب شئ.
 
۱ ـــ د یو بل په غېږ کې نیول
د یو بل په غېږ کې نیول او له ویده کېدلو مخکې له یو بل سره د کتاب لوستلو او یا د فکري او کمپیوټري لوبو د ترسره کولو په څېر فعالیتونه، له ماشومانو سره مرسته کوي، ترڅو د خپلو والدینو مینه احساس کړي او د لا خوندیتوب حس پیدا کړي. د ښوونځي د فعالیتونو په ترسره کولو کې مرسته کول، یوه بله له دې تګلارو څخه ده.
 
۲ ـــ د قرآن عظیم الشان تلاوت کول او یا هم د قرآن مجید تلاوت ته غوږ نیول
د قرآن عظیم الشان تلاوت ته غوږ نیول او یا هم  له یو بل سره د قرآن مجید تلاوت کول، د کورنۍ له غړو سره د صمیمي اړیکې د رامنځته کولو لپاره یوه بله غوره لاره ده. یو ځل د کورنۍ یو غړی او بل ځل دې بل غړي د قرآن عظیم الشان تلاوت وکړي او که چېرې د کورني کوم غړي د قرآن عظیم الشان په تلاوت کولو کې کومه تېروتنه کوله، نو بل غړی دې یې تېروتنه ور په ګوته کړي، په دې ډول  نه یوازې په راتلونکې کې به د قرآن عظیم الشان په تلاوت کولو ستونزه ونه لرئ، بلکې د یو بل له تلاوت کولو څخه به مو خوند هم اخیستی وي.
 
۳ ـــ د تفریحي فضا رامنځته کول
کله وخت اړینه ده، چې د خپلو ماشومانو لپاره د ښوونځي د کارونو په ترسره کولو ټینګار کول بند کړئ او له هغوی سره د قدم وهلو، پلي مزل کولو، له کور څخه بهر ډوډۍ خوړلو او یا مېلمستیاوو ته د تللو په څېر تفریحي فعالیتونه ترسره کړئ، دا ډول فعالیتونه، د کورنیو اړیکو په ښه والي سربېره، د انرژي د بېرته موندلو او د ورځنیو فعالیتونو له امله، د سټرس او خپګان له خلاصون سره هم مرسته کوي.
 
۴ ـــ له یوبل سره ورزش کول
د ورزشي فعالیتونو ترسره کول، لکه: په طبیعت کې منډې وهل، بایسکل ځغلونه او ..... له یوبل سره د کورنۍ د غړو د اوسېدو فرصت برابروي او د ماشومانو لپاره به د والدینو یوه ښه بېلګه رامنځته کړي.     د کورنۍ له غړو سره د یوګا د تمرینونو ترسره کول هم د مثبت حس د رامنځته کېدو او د ورځني سټرس او خپګان له را کمېدو سره مرسته کوي.
 
۵ ـــ د ښو عادتونو رامنځته کول
د ناسالمو خوړو خوړل ښایي د ډېری کسانو لپاره خوندور وي، خو په پای کې به فرد ته د روغتیایي زیانونو د اړولو سبب شي. له خپل خوړنیز رژیم څخه د دا ډول خوړو لیرې کول او پرځای یې د سالمو خوړو، لکه مېوې او سبزیانو ځای ناستي کول، د کورنۍ له روغتیا او سلامتیا سره مرسته کوي.
 
۶ ـــ د ډله ایزو فعالیتونو ترسره کول
یوه بله تګلاره، چې د کورنۍ د غړو ترمنځ د ژورې اړیکې په رامنځته کېدو کې مرسته کوي، د ډله ایزو فعالیتونو ترسره کول، لکه د خوړو چمتو کول او یا د کور پاک کول دي، د دې ډول فعالیتونو ترسره کول، نه یوازې د کورنۍ د غړو ترمنځ د صمیمي اړیکې د رامنځته کېدو سبب ګرځي، بلکې له ماشومانو سره هم د نویو مهارتونو په زده کړه کې مرسته کوي.
 
۷ ـــ د ماشومانو ښو چلندونو ته مکافات ورکول
د ماشومانو د ښو چلندونو پیاوړي کول هغوی ته د مکافاتو په ورکړې سره، ډېر زیات مهم دي، خو په دې حالت کې په دې اړه سخت ګیرۍ ته اړتیا نه شته. مکافات کولای شي هر څه وي، لکه: پارک او ژوبڼ ته تګ، سفر کول او یا حتا د رخصتۍ په ورځو کې یو تر دوه ساعتونو پورې ډېر ویده کېدل.
 
۸ ـــ له ماشومانو سره د متوازن وخت تېرول
هغه والدین، چې له یوه څخه ډېر ماشومان لري، نو باید هڅه وکړي، چې خپل هر یوه ماشوم ته د ورځې په اوږدو کې مشخص وخت په پام کې ونیسي؛ حتا لس دقیقې. دا مشخص وخت له ماشومانو سره مرسته کوي، ترڅو د ارزښتمن اوسېدو احساس وکړي.
 
۹ ـــ د ګډو ورځنیو فعالیتونو لرل
د ګډو ورځنیو فعالیتونو لرل، لکه: له ماشومانو سره د والدینو خواړه خوړل او دغه راز له ویده کېدو مخکې له هغوی سره خبرې کول، د ماشومانو د انګېزې د ډېرښت او دغه راز د هغوی د غوړېدا سبب ګرځي.
 
۱۰ ـــ له یو بل څخه منندوی اوسېدل
د خپلې کورنۍ د غړو د وجودي ارزښت د ښکاره کولو لپاره، د کورنۍ اړیکو د ښه کېدو په برخه کې د هغوی د هڅو منندوی واوسئ.
 
۱۱ ـــ په سمه بڼه د تېروتنې د جبرانولو، زده کړه
کله چې له اولادونو څخه مو یو یې خپلې خور یا ورور ته زیان رسوي، په یوازې توګه بښنه غوښتل بسنه نه کوي، ماشوم ته مو ورزده کړئ، چې د خپلې تېروتنې د جبرانولو  لپاره، خپلې خور یا ورور ته ډالۍ واخلي او یا د هغه زیان د اغېزو د له منځه وړلو لپاره، چې هغوی ته یې رسولی دی، د یوې غوره لارې په لټه کې شي.
 
۱۲ ـــ د خپل ژوند شریک ته پاملرنه کول
تر ټولو غوره کار، چې کولای شئ د خپلو ماشومانو لپاره یې ترسره کړئ، دا دی، چې هغوی ته ښکاره کړئ، چې د خپل ژوند په شریک باندې مئین یاست او د هغې د دننیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره به خپله ټوله هڅه وکړئ. دا چاره په ماشومانو کې د خوندیتوب او آرامتیا حس د رامنځته کېدو سبب ګرځي او د ګډ ژوند په اړیکو باندې به مو مثبته اغېزه وکړي. د خپل ژوند له شریک سره نوې خاطرې جوړې کړئ او د واده د لومړنیو کلونو په څېر هغې ته ډېره زیاته مینه ورکړئ.
 
۱۳ ـــ د ماشومانه کارونو ترسره کول
کله وخت لویان هم کولای شي، له خپلو ماشومانو سره ماشومتوب وکړي او له هغوی سره د ژوند له کوچنیو خوښیو څخه خوند واخلي. بېلابېل فعالیتونه دي، چې کولای شئ په دې برخه کې یې ترسره کړئ، له بالښتونو څخه د کور جوړول، د خټو لوبې کول او دې ته ورته نور فعالیتونه.
 
۱۴ ـــ د دنده ایزو او کورنیو فعالیتونو ترمنځ د توازن رامنځته کول
که هم تاسو او هم د ژوند شریک مو دنده ایز فعالیتونه لرئ، ډېره زیاته مهمه ده، چې د خپلو دنده ایزو او کورنیو فعالیتونو ترمنځ توازن رامنځته کړئ. تر ډېره لیدل کېږي، چې ډېری کورنۍ د کاري اندېښنو په سبب د وخت د کمښت له امله، نه شي کولای، چې د کورنیو له غړو سره وخت تېر کړي، له دې امله د کورنۍ له غړو سره د اوسېدو لپاره ځانګړی وخت په پام کې ونیسئ.
 
۱۵ ـــ د مشخصو چلندیزو پولو ټاکل
والدین تر ډېره د احتمالي ګواښونو پر وړاندې له خپلو ماشومانو څخه د ساتنې لپاره، پولې ټاکي، ډېره زیاته مهمه ده، چې له دې پولو ټاکلو څخه هغوی ته خپل دلیل وړاندې کړئ او له دې قوانینو او مقرراتو څخه د پیروۍ لپاره هغوی وهڅوئ. والدین باید خپلو ماشومانو ته دا روښانه کړي، چې کوم چلندونه سم او کوم ناسم دي، ترڅو ماشومان په راتلونکې کې په ګټورو ښاریانو باندې بدل شي.
 
۱۶ ـــ د نویو مهارتونو او معلوماتو زده کړه  
په منظمه توګه زده کړې نه یوازې د ماشومانو لپاره ګټورې دي، بلکې له بېلابېلو اړخونو څخه ستاسو  په ښه اوسېدو باندې به هم اغېز وښندي. د تفکر وړتیا پیاوړې کړئ او له کورنۍ سره مرسته وکړئ، ترڅو تل د نویو معلوماتو په لټه کې واوسي او په پای کې دا چاره به د موخو په تګلوري کې د کورنۍ له بریا سره مرسته وکړي او د کورنۍ د غړو اعتماد په نفس به لوړ کړي. د بېلګې په توګه: د نویو ژبو په زده کړه کې د کورنیو له غړو سره ګډون وکړئ.
 
۱۷ ـــ مثبت فکری اوسېدل
منفي فکر لرونکي والدین د کورنیو د غړو لپاره د زهرجن چاپېریال د رامنځته کېدو سبب ګرځي. ماشومانو ته له تاوتریخوالي ډکو چلندونو په وسیله سزا ورکول، نه یوازې د ماشومانو په کړنو کې به ښه والی رامنځته نه کړي، بلکې په کور او ټولنه کې د هغوی د کړنو د کمزوري کېدو سبب هم ګرځي، له دې امله خپلو ماشومانو ته په ډېرې مینې او مهربانۍ سره لارښوونه وکړئ، په غېږ کې یې ونیسئ او له هغوی سره درنښتیز چلند وکړئ. که ماشوم مو یو ښه کار ترسره کړ، نو وې ستایئ.