د درس لوستنې او مطالعې لپاره د وخت مدیریت

ټول محصلین او هغه کسان، چې په ژوند کې بېلابېلو بریاوو ته رسېږي، په بشپړه توګه څلیریشت ساعتونه لري، له دې امله که چېرې بریالي نه شوئ، نو نیمګړتیا مو خپله ده، موږ هم ژمنه کوو، چې په دې لیکنه کې د درس لوستنې او مطالعې لپاره د وخت د مدیریت پروګرام زده کړئ. د محصلینو په بریاوو باندې د وخت د مدیریت اغېز دا څرګندوي، هغه کسان، چې له خپل وخت څخه ښه ګټه اخلي، کولای شي ګټوره مطالعه ولري او له هغو نمرو څخه، چې ترلاسه کوي یې، خوند واخلي.
 
د دې لیکنې په دوام، لاندې پوښتنو ته ځواب ورکول کېږي:
ـــ د وخت مدیریت څه دی؟
ـــ د درس لوستنې لپاره، څنګه وخت بندي ولرو؟
ـــ د ګټورې او اغېزناکې مطالعې لپاره، څنګه د وخت مدیریت ولرو؟
ـــ د درس لوستنې او مطالعې لپاره، د وخت مدیریت څنګه وي؟
 
د وخت د مدیریت تګلارې
د وخت د مدیریت او پروګرام جوړونې په بحث کې، ډېر زیات کتابونه شتون لري، خو دا چې  په افغانستان کې د درس لوستنې لپاره، څه پروګرام ولرو، په کوم ځای کې نه دي لیکل شوي، له دې امله زموږ د هېواد له شرایطو سره برابر، د درس لوستنې او مطالعې لپاره، د وخت د مدیریت تر ټولو غوره تګلارې باندې په لاندې توګه رڼا اچول کېږي.
 
څو درسونه باید په خپل پلان کې شامل کړئ؟
که غواړئ د دې لیکنې له مطالعه کولو څخه تر ټولو غوره پایله ترلاسه کړئ، راځئ، چې ګام پرګام پرمخ لاړ شو، ټول هغه کتابونه، چې باید مطالعه یې کړئ، په خپل مخکې کېږدئ، اوس تصمیم ونیسئ، چې کوم درس له بل څخه مهم دی، باید لومړیتوب بندي کړئ، چې کوم یې سخت او ستونزمن دی؟ کوم یو یې له تاسو څخه ډېر زیات وخت اخلي؟ په راتلونکې کې کوم یو یې له تاسو سره ډېره زیاته مرسته کوي؟
 
د کتابونو ټول نومونه په کاغذ باندې ولیکئ او پوښتل شویو پوښتنو ته په پام، ارزښت ته یې له صفر څخه تر لسو پورې نمرې ورکړئ.
 
د درس لوستنې او مطالعې لپاره د وخت د مدیریت ازمویل
غواړو د واقعیتونو په لیدو سره پرمخ لاړ شو، ډېری افراد په خپله پروګرام جوړونه او د خپل درسي وخت په مدیریت کې ماتې خوري، په لږ فکر کولو سره مو دې ته پام کېږي، هغه کسان، چې ماتې خوري، ستاسو په شاوخوا کې هم ډېر زیات دي، له دې امله موږ نه غواړو هغه اصول تاسو ته ووایو، چې نورو ترې پایله اخیستې ده، تر ټولو غوره شخص، چې تاسو ته پلان جوړ کړي، په خپله یاست.
 
هغو عادتونو ته په پام سره، چې لرئ یې، لکه سهار وخته را پاڅېدل، د ټلویزیون ننداره کول او ... په پام کې ونیسئ، چې څومره وخت کولای شئ، د درس لوستنې لپاره یې تش کړئ. اوس یې وخت را رسېدلی دی، چې په خپله خپل درسي پروګرام، هغه وخت ته په پام سره، چې لرئ یې لومړیتوب بندي کړئ، یوه اوونۍ یې وازمویئ او په طبیعي توګه په خپله پروګرام جوړونه کې یو لړ ستونزو ته متوجه کېږئ. ستونزه نه لري، تر سر مو ځار، ازمو یو یې.
 
وخت یې را رسېدلی دی، چې خپل هر درسي پلان ته د خپل وخت مدیریت ته په پام سره بدلون ورکړئ.
 
د پلان لیکل باید په کاغذ باندې وي
په خپل ذهن باندې باور وکړئ، همدا اوس هغو شرایطو او پوهې ته په پام سره، چې لرئ یې، د خپلې مطالعې د وخت مدیریت ترسره او لومړیتوب بندي کړئ.
دا چې په کومه ورځ، کوم ساعت کې، کوم کتاب غواړئ مطالعه کړئ.
 
د درس لوستنې وخت بندي
د ورځې په اوږدو کې باید څو کتابونه مطالعه کړو؟ درسي تنوع تر کومه بریده ښه ده او باید کوم ټکي مراعات کړو؟
زموږ مغز له تنوع سره مینه لري او دا چې تاسو د نوي درس مطالعه پیلوئ، په مغز کې مو ډوپامین ترشح کېږي، خو درسي تنوع یوه ستره نیمګړتیا لري.
 
زموږ مغز کله چې ویده یو یا استراحت کوو یا دغه راز ورځني کارونه ترسره کوو، معلومات طبقه بندي کوي، په حقیقت کې دا کار زموږ د مغز هیپوکامپ ترسره کوي. که درسي تنوع زیاته وي، هیپوکامپ نه شي کولای، په ښه توګه معلومات طبقه بندي کړي. د بېلګې په توګه: د کېمیا درسي فورمولونه، په مغز کې د فزیک ځای ته لېږي، دا د دې سبب ګرځي، چې د بېلابېلو درسونو منځپانګه ګډوډه کړو.
 
له دې امله غوره ده، چې د ورځې په اوږدو  کې، یوازې څلور درسونه مطالعه کړو او د هر یوه درس په بدلون کې یوه کوچنۍ دمه ترسره کړو او مغز ته د بیارغاونې فرصت ورکړو، په دې توګه کولای شئ د درس لوستنې او مطالعې لپاره د وخت غوره مدیریت ولرئ.
 
ښوونه او روزنه
له خپلو دوستانو سره مطالعه وکړئ، هغه درسونه، چې کولای شئ په ښه توګه یې ترسره کړئ، په خپله یې مطالعه کړئ او له دې وروسته دوستانو ته مو زده کړه ورکړئ، په هر درس کې، چې کمزوری یاست، له دوستانو څخه مو وغواړئ، چې در زده یې کړي، تاسو هم په کوم درس باندې، چې ډېر زیات واک او تسلط لرئ، هغوی ته یې ورزده کړئ، په دې حالت کې د خپل د زده کولو په وخت کې سپما کوئ او د ګټورې مطالعې لپاره، د وخت یو غوره مدیریت په واک کې لرئ.
 
اجایل (چټک) تخنیک
ښایي تر دې دمه مو د اجایل تخنیک په اړه څه نه وي اورېدلي، د هر درس له مطالعه کولو څخه مخکې، موخه وټاکئ او خپل ځان ته ووایئ، چې تر فلانکي مخه پورې مطالعه وکړه، له عمومي لوستلو څخه، درې تر پنځو دقیقو پورې، خپله موخه ترلاسه کړئ، هڅه وکړئ، چې په دې کم وخت کې، له کتاب څخه داسې معلومات را بهر کړئ، چې وکولای شئ یو کس ته د هغه کتاب په اړه توضیحات ورکړئ، په حقیقت کې تاسو مخکې لوستنه لرلې او مغز مو د کتاب د معلوماتو جذبولو ته چمتو دی. له دې وروسته دا کار ترسره کړئ او په خپله پایله ووینئ.
 
تر سر مو ځار
د زده کوونکو د درس لوستنې او مطالعې لپاره د وخت د مدیریت اغېز ډېر زیات مهم دی، خو موږ انسانان یو او له خپل ځان څخه د ربوټ اوسېدو تمه نه لرو. کېدای شي ناروغ شئ، ښایي یو اړین کار درته پیدا شي، کېدای شي له یوې موضوع څخه خواشینی شئ او ..... په هر ډول شرایطو کې پوه شئ، چې داسې ورځې شته، چې تاسو نه شئ کولای، خپل درسي پروګرام ته ورسېږئ او د خپل وخت په مدیریت کې ماتې خورئ. تر سر مو ځار. هره ورځ یوه نوې ورځ ده، چې تاسو وکولای شئ له سره خپل ژوند ښه کړئ.
 
په خپل وخت پورې ونښله، کنه نو درنه غلا کېږي
وخت له سرو زرو څخه غوره دی، ځکه کولای شو طلا په پیسو واخلو، خو وخت نه شو اخیستلی، ډېری خلک، چې د مرګ په حال کې دي، چمتو دي، چې خپله ټوله شتمني ورکړي، ترڅو یو ساعت ډېر ژوند وکړي، له دې امله، د وخت غلو ته ډېر پام کوئ، هغه حوسونه، چې موږ له خپلې موخې څخه لیرې کوي، کم نه دي، ستاسو په تګلوري کې شک رامنځته کوونکي وړاندیزونه ډېر زیات دي، که موخې مو په سمه توګه ټاکلې وي، یوازې او یوازې خپله موخه وینئ او ټولو نا مهمو کارونو ته نه وایئ، له نه ویلو څخه وېره مه لرئ او د خپل ژوند لپاره پروګرام ولرئ.
 
ستاسو غیر درسي کارونه
خپل ځان د وخت په مدیریت سره مه خپکۍ کوئ، کله وخت اړتیا ده، چې استراحت وکړئ، هره ورځ بدن مو ورزش ته اړتیا لري، هره ورځ ذهن مو کولای شي، د څو شېبو لپاره په اوس کې په مېشتېدلو سره، ډېره زیاته آرامتیا تجربه کړي. که وغواړئ لوړ او ډېر درسي ساعتونه ولرئ، نو له شک پرته ماتې به وخورئ.
 
د درس لوستنې او مطالعې لپاره د وخت د مدیریت وروستۍ خبره
د درس لوستنې او مطالعې لپاره د وخت د مدیریت اغېز، په ځانګړې توګه د هغو زده کوونکو لپاره، چې د زده کړنیزې بریا هوډ لري، ډېر زیات ارزښتمن دی. په دې لیکنه کې مو د مطالعې لپاره د وخت د مدیریت غوره تګلارې زده کړلې. په یاد مو وي، په ډاډ سره ویلی شم، چې ستاسو په تګلوري کې ماتې شتون لري. په ډېر ځواک سره دوام ورکړئ او هر ځل خپل تېر پروګرام باندې په مرور کولو سره، هغه وخت ته په کتو، چې لرئ یې، د خپل ځان لپاره لږ څه نوی پروګرام جوړ کړئ. روغ، خوشاله او شتمن واوسئ.