جاذب او اغېزمن شخصيت (۱۵) ځانګړنې

ايا تاسو لاندې (۱۵) ځانګړنې لری!؟ هر انسان د يو جدا او ځانګړي شخصیت لرونکی وي. په دې ليکنه کې تاسو خپل ځان ليدلای او خپل شخصیت پېژندلای شئ. چې (جاذب او اغېزمن شخصيت) یاست او که نه؟ که دا ځانګړنې مو خپلې کړې حتماً جاذب او اغېزمن شخصيت اشخاصو څخه شمېرل کېږئ.

د جاذب او اغېزمن شخصيت اوږدې لارې په ډېر لږ وخت طی کوي. نو که تاسو هم غواړئ جاذب او اغېزمن شخصيت ولرئ او پرمختګ وکړئ، نو دا خصوصيات خپل کړئ

 لومړۍ ځانګړنه:
۱-: جاذب او اغېزمن شخصيت؛ خپل روحي حالت غوره کوي او له روحي آړخه ځان کمال ته ورسوي، خپل وړتياوې، احساسات، تفکر او ادراکات د خپل روح له آجزاوو څخه ګڼي. خپلې وړتياوې مشخص کوي، له هغوې څخه یې هغه انتخاب کوي چې لومړېتوب ورته لري او د هغو وړتياوو د غوره والي لپاره کار کوي.

دويمه ځانګړنه:
۲-: د جاذب او د اغېزمن شخصيت؛ منتقدین ډېر خوښېږي؛ خو چې انتقاد - نيوکه پرځای وي.

 درېيمه ځانګړنه:
۳-: جاذب او اغېزمن شخصيت؛ خپل اختيار (واک) هېڅ څوک ته نه ورکوي او ترڅو چې هدف ته رسېدلی نه وي خپل موخې چاته نه روښانه کوي.

 څلورمه ځانګړنه:
۴-: جاذب او اغېزمن شخصيت؛ تل خنده څهره وي هرچا سره په خوشحالۍ يا مينه وخت تیروي، حال دا چې ډېر ستونزې - درد سره مخ او ماتې خوړلې وي. په ورين تندی هر انسان خبرې اترې غوږ ايږدې/اوري.

 پنځمه ځانګړنه:
۵-: جاذب او اغېزمن شخصيت؛ د خلکو منفي خبرو ته هېڅ ترجيح نه ورکوي همېشه "ستر رب جَل‌جَلالهُ" رضا کولو لپاره فکر کوي. يوازې او يوازې خپل موخې (هدف) په لټه کې ګامونه اوچت کوي.

 شپږمه ځانګړنه:
۶-: جاذب او اغېزمن شخصيت؛ څومره قوی يا با صلاحيته شي له ظلم (زياتی) ځان ساتي، او څومره چې کمزوری شي, له چاپړوسی ځان ساتي.

 اوومه ځانګړنه:
۷-: جاذب او اغېزمن شخصيت؛ لږ غږېږي او عمل ډېر کوي؛ شهرت خوښوي خو داسې شهرت چې په حقيقي ډوله او زحمت لاسته راوړي وي.

 اتمه ځانګړنه:
۸-: جاذب او اغېزمن شخصيت؛ له مادي څخه معنوي ستاينې/ډالۍ ته ډېر خوشحاله کېږي او لومړېتوب هم مادي نه بلکې معنوي ته ورکوي.

 نهمه ځانګړنه:
۹-: جاذب او اغېزمن شخصيت؛ نورو انسانانو ته په زړه کې ضد (کينه) نه ساتي او د بل پرمختګ له زړه خوشحاله کېږي څه چې ځان ته خوښوې په نورو هم پېرزوينه کوي.

 لسمه ځانګړنه:
۱۰-: جاذب او اغېزمن شخصيت؛ خپل دُښمنان (مخالفین) پېژني، هېڅ ورسره نه کوي هغوي بښي اؤ ځان ترې لرې ساتي؛ خو نومونه یې هېڅ کله نه هېروي.

 یوولسمه ځانګړنه:
۱۱-: جاذب او اغېزمن شخصيت؛ تر تعليم مخکې لومړېتوب احترام، ژمنتیا، انسانيت، تربيه او ښه فکر ته ورکوي.

 دوولسمه ځانګړنه:
۱۲-: جاذب اغېزمن شخصيت؛ چې څومره وپوهيږي بيا هم بسنه نه کوي او وائې: «هېڅ نه پوهېږم» د اشخاصو او حالاتو ډېر تجربې اخلي او په' راتلونکو کې د تجربو په ګټه اخېستنې سره پرمختګ (هدف) لپاره مخته ځي.

ديارلسمه ځانګړنه:
۱۳-: جاذب او اغېزمن شخصيت؛ ډېر حَيا‌ءناک وي او د نورو پر عيبونه (تېروتنې) پرده کوي.

 څوارلسمه ځانګړنه:
۱۴-: جاذب او اغېزمن شخصيت؛ څلوروېشت ساعتونو کې حتماً يوه ساعت وخت خپل فزيکي (بدن) د غړو روغتيا لپاره ورزش ته ورکوي؛ ځکه ورزش په صحت انسان روغ په ژوند خوشحاله, کاميابه ساتي، د حافظې ښه والی، پرنفس اعتماد زياتوالی د اندېښنو او فشار کموالي سره زياته مرسته کوي.

 پنځلسمه ځانګړنه:
۱۵-: جاذب او اغېزمن شخصيت؛ پوک(ډيلاکي) نه وي، تل باطني کارونه خوښوي/کوي.