په نفس باندې د اعتماد اووه خطرناک قاتلین وپېژنئ او ترې لیرې شئ

هر عمر کې چې یاست او د ورانونکو افکارو ژوروالی مو چې هرڅومره زیات وي، په هر حالت کې کولای شئ، په هغو باندې غلبه وکړئ. تر ټولو مهم ټکی دا دی، چې له خپل ځان سره ښه چلند وکړئ او له هغو څیزونو څخه، چې په نفس باندې اعتماد مو له منځه وړي او تاسو را ټیټوي، لیرې والی اختیار کړئ.
په دې لیکنه کې اووه لاملونه وینئ، چې د هغو نه پرېښودل، په نفس باندې اعتماد مو له منځه وړي.
 
۱ ـــ په یوه منفي فضا کې حضور پیدا کول  
تل د منفي انسانانو ترمنځ او دغه راز په منفي فضا کې اوسېدل، دې ورته کېږي، چې په داسې یوه خونه کې مېشت شئ، چې په هغه کې د اکسیجن کچه ټیټه ده. ښایي د یوې مودې لپاره عادي واوسئ، خو ډېر ژر مو ساه بندېږي. منفي فکر کول ساري دي او کولای شي، تر ټولو غښتلی فرد تر اغېزې لاندې راولي.
 
۲ ـــ له بریده زیات فکر کول
که غواړئ په نفس باندې ډېر زیات اعتماد ولرئ، باید له ډېر زیات فکر کولو څخه لاس واخلئ، دا په دې مانا نه دی، چې نباید د خپل ژوند د مهمو تصمیمونو لپاره فکر وکړئ. په دې حالت کې، د تصمیمونو او موقعیتونو په اړه له بریده زیات فکر کول، کولای شي تاسو تر اغېزې لاندې راولي.
 
بېلابېلې څېړنې اخطار ورکوي، چې سټرس کولای شي، د اروایي ستونزو، د وینې لوړ فشار، د شکرې ناروغۍ، مغزي سکتې، سرطان او حتا د مرګ سبب شي. زده کړئ، چې په خپلو غرایزو باندې اعتماد وکړئ او پوه شئ، چې ځینې شرایط ستاسو له کنټرول څخه بهر دي.
 
۳ ـــ له ناسمې بدني ژبې څخه ګټه اخیستنه
آیا پوهېږئ، چې بدني ژبه مو ستاسو له غږ څخه لوړې خبرې کوي؟ مثبته بدني ژبه او د بدن ښه وضعیت نه یوازې د دې سبب ګرځي، چې د خپل ځان په اړه ښه احساس ولرئ، بلکې په نورو هم مثبت اغېز لري.
 
۴ ـــ په تېر کې ژوند کول
په ډاډ سره ویلی شم، چې د هغو ښه وختونو په یاد راوړل، چې په تېرو کلونو کې مو درلودل، کولای شي بوختونکي او په زړه پورې وي، خو تېر نباید ستاسو ژوند تسخیر کړي، تېر هغه وخت کولای شي، زیان اړونکی وي، چې په پرله پسې توګه په بدو خاطراتو باندې مرور وکړئ، دا کار په نفس باندې اعتماد له منځه وړي او کولای شي، ژوند له شک، زیان، کینې او خپګان څخه ډک کړي.
 
۵ ـــ تل د تېروتنو په اړه فکر کول
آیا په دې باندې پوهېږئ، چې د سټیو کېنګ لومړنی ناول په سل هاو ځله رد شو؟ په دې حالت کې هغه دومره هڅه وکړه، ترڅو بریا ته ورسېده، تاسو د تېروتنې او نیمګړتیا په لرلو کې یوازې نه یاست، په دې حالت کې، روغ او په نفس باندې اعتماد لرونکي افراد د دې پرځای، چې اجازه ورکړي، تېروتنې یې په نفس باندې د اعتماد د له منځه وړلو لپاره یو لامل شي، له خپلو تېروتنو څخه درس اخلي.
 
۶ ـــ د مننې کولو هېرول
ښایي ځینې داسې تصور وکړي، چې دا یو کلیشه یي مورد دی، خو د نعمتونو شمېرل او مننه کول، د ژوند یو له غوره درسونو څخه دی، مننه کول په نفس باندې د اعتماد او ځلانده شخصیت سریزه ده. په دې حالت کې هره ورځ خپلو شته څیزونو ته پام کوئ، په خپل وجود کې د برکت، خوشالۍ او خوندیتوب احساس ژوندی ساتئ.
 
۷ ـــ له نورو سره د خپل ځان پرتله کول
له نورو سره د خپل ځان ناعادلانه پرتله کول، په نفس باندې د اعتماد یو له اصلي قاتلینو څخه دی، دا پرتلنه د انساني طبیعت د یوې برخې په توګه، د سیالۍ او ښه کېدو لپاره هڅه ده. په دې حالت کې کله چې ستاسو ارزښت یې له منځه یووړ، په یوې ستونزې باندې بدلېږي.