ذهني تازه ګي 

په ۲۰۰۸ کال کې چې کله زما ویبلاګ ډير نوی و، ما د فکري یا ذهني تازه ګۍ دکمې یا بټن په اړه یوه لیکنه کړې وه. تاسې پوهیږئ چې د ذهني تازه ګۍ دکمه څه ته وايي؟ هو دا هغه دکمه ده چې کله ته له یوه کار ډیر ستړی یې او غواړې چې ترې را ووځې نو دغه دکمه کېکاږې. کله چې ته غواړې، نیمه شپه له خوبه پاڅيږې او یو بل نوی کار وکړې، کله چې ته غواړې بیا هرڅه له سره کړې، کله چې ته غواړې یو ځل بیا ستون شې او هغه کار وکړې چې نیمګړی دې پریښی و، کله چې ته روان شې او یو ځل بیا هماغې الوتکې ته وخیژې او سفر وکړې چې درڅخه پاتې شوې وه. په دې ټولو کې د فکري تازه ګۍ د دکمې کېکاږل ضرور دي ترڅو ته خپل نورمال ژوند ته بېرته ستون شې او خپل فکر او ژوند ته له سره نوی رنګ ورکړې. 

د ذهني تازه ګۍ دکمه، ستاسې د ظرفیت هغه پټه برخه ده چې تاسې هغه مهال یوه کار ته اړ باسي چې وخت ډیر کم وي او ستاسې کارونه ډیر زیات وي. ما په دغه لیکنه کې ویلي و چې زه د خپل فکر دکمه کنټرول کولای هم شم، کله چې زه فکر وکړم چې نور د وړاندې تګ لار نه شته او زه له عاطفي، فزیکي او معنوي پلوه د مخ ته تګ توان نه لرم نو زه خپل کارونه دروم نه خو کرار یې مخ ته وړم، خپله چټکتیا کموم خو ځای پر ځای نه ودریږم. ما تر یوې مودې کار وکړ خو بیا مې خپله دغه دکمه ورکه کړه او حیرانه وم چې څه ډول مخ ته ولاړ شم، څه ډول مې خپل فعالیتونه راټول کړم او څه ډول دوام ورکړم، بیا بېرته خپلو څېړنو ته ستون شوم چې د دوام لپاره یوه لار پیدا کړم، د پرمختګ لپاره یوه وسیله وموم. ما دا وموندل؛ هغه نارینه او ښځینه چې مهربانه او صمیمانه ژوند کوي هغوی چې کله ستړي کیږي، هرڅه ورته خسته کن کیږي نو ذهن تازه کوي، فکر بدلوي. 

کله چې ما خپله دغه څېړنه کتلې نو زه اوس د بیلابیلو لارو ځان له یوه بد عادت، یو اعتیاد او یوې ستونزې راوباسم. د بیلګې په توګه په دې وروستیو کې زما ډیر وخت په انټرنیټ او فیسبوکونو کې ضایع کیده او تر ساعتونو ساعتونو به فیسبوک ته ناست وم ، ددې پر ځای چې مطالعه یا بل کوم الهام بښوونکی او ګټور کار وکړم، فیسبوک نه ماته ګټه کوله او نه یې څه را زده کول، بیا مې له ځانه پوښتنه وکړه چې آیا فیسبوک تاته ګټه کوي که ستا وخت ضایع کوي؟ ځواب منفي و نو ما خپل لپ ټاپ بند کړ، ځان ته مې دعا وکړه او د پام اړولو لپاره مې هغه فلم وکوت چې پیغام یې درلود او له تېرې یوې میاشتې راهیسې زما پر کاري مېز پروت و. 

پوهیږم دا طریقه له تېرو نورو ټولو طریقو چې ما ازمایښت کړې وې، جلا او متفاوته وه. ما دا ځل هیڅ پر ځان دومره فشار را نه وړ خو بس لږه دعا مې وکړه، ځان مې له معنوي پلوه نوي کار ته چمتو کړ او د پام اړولو لپاره مې یو فلم وکوت.