نړۍ کې ترټولو ګران - بيه درمل؛ قيمت يې نېږدې درې مېليونه ډالر دی

د لومړي ځل لپاره روغتيا او ساينس پوهانو د انسانانو د روغتيا لپاره ترټولو قيمتي درمل جوړل کړل. دغه درمل Hemgenix نوميږي، چې بيه يې نېږدې درې مېليونه امريکايي ډالرو ته رسيږي. 

د Hemgenix په نوم دغه درمل د hemophilia B په نوم ناروغۍ لپاره کارول کېږي. hemophilia B د وينې د بې نظمۍ ناروغي ده. دې ناروغۍ کې د ناروغ  له وجوده بې اختيار وينه ځي او که ډېر کوچنی ټپ هم په کې پيدا شي، ډېره وينه ورڅخه بهيږي. 

دغه ناروغۍ کې د وجود د غړو ترمنځ هم په بې اختياره بڼې وينه يوې او بلې خوا بهيږي. ډاکټرانو ويلي دي، چې Hemgenix په نوم درمل دا وړتيا لري، چې د ناروغ وينه ودروي او هيله يې ښوودلې ده، چې راتلونکي کې به يې بيه ارزانه شي.