هغه روبوټ چې مدافع وکيل دی؛ محکمه به د انسانانو مدافع وکالت کوي 

د DoNotPay په نوم د ټېکنالوژۍ يو  شرکت په لومړي ځل داسې روبوټ جوړ کړی دی، چې مدافع وکالت دنده به تر سره کوي او وکولی شي، چې محکمه کې د يو کس له حقونو دفاع وکړي. 

دغه روبوټ انګلستان کې جوړ شوی دی او د انکلستان هېواد ټول حقوقي او د محکمو اړوند قوانين ورته انسټال شوي دي. دغه روبوټ کولی شي د قوانينو په رڼا کې د خپل موکل دفاع وکړي. 

دغه روبوټ به د مدافع وکالت پراخه غوښتنې اسانه کړي او د کمو پيسو په بدل کې به مدعي او مدعي عليه وکولی شي، چې له خپلو حقونو دفاع وکړي. روبوټ قاضيانو ته د قانون اړوند ځواب او قناعت ورکوي.