انسان او حيوان 

ځیني انسانان له حيواناتو هم ډېر کمزوري، خطرناک او وحشي کیدای شي! په همدې بنسټ د انسان او حیوان تر منځ ډېر عمده توپیرونه دي چې زه یې صرف درې توپیره  په لاندې توګه درپېژنم ترڅو پورته مطلب ترلاسه او ثابت شي!

۱- پرته له استثنایي حالت، حېوان غېر له خپل ځان، خپلو بچو د رزق  پېدا کولو ، ساتنې علاوه نور توان نه لري چې د نورو انسانانو، نباتاتو او حيواناتو د پاره د رزق د پېدا کولو ، ساتلو او پرمختګ زمینه برابره کړې. 

دبېلګې په توګه، مرغۍ یا په ټولیز ډول الوتونکي حيوانات په خپله مښوکه کې د خپلو بچوړو د خېټې د مړیدو دپاره ملخ یا خوراک راوړي ، همدا رنګه  ننګه (لنګه) سپۍ، لیوه، پړانګ، زمری  او نادړونکي  حېوانات صرف د ځان او خپلو بچو د مړولو، ساتلو هڅې او ښکار کوي او له  ددې نه زیات توان نلري.

خو انسان دا توان لري چې د خپلو بچو ترڅنګ د ډېرو انسانانو، حيواناتو ، نباتاتو د مړولو، ساتلو او پرمختګ  هڅه وکړي بریالی شي، یعنې په لنډه توګه ویلی شو چې هغه انسانان چې صرف د ځان او خپلو بچو د پاره کار او هڅې کوي زما په أن دغه انسان د حېواناتو سره په د خصوصیاتو کې ورته (مشبه) او لا هم ځکه ډېر کمزوری دی چې د انسانیت یوه اړینه ځانګړنه یې سلب او له لاسه ورکړي ده.

۲- انسان هېڅ وخت په هېڅ صورت شاید د بل انسان غوښه ونه خوري خو سره د پوهې یې حقونه خوري. امأ حېوانات دي چې د خپلې خېټې د مړولو له پاره د بل حېوان غوښه خوري؛ ځکه چې حقونه یې نه پېژني! بنأ هغه انسانان چې دخپلو بچو، خپلې خيټې د مړولو، موقف ساتلو په موخه د نورو انسانانو حقونه خوري او په هر لحاظ یې وژني (خوري یې)  او یاهم ظلم ورباندې کوي، ویلای شو چې دغه انسان ستره حيواني ایګو او مشابهت لري، مضر او ناوړه دی، دغه انسان په انساني ټولنه کې له داړونکي حيواناتو ځکه ډېر مضر تمامیږي چې د انساني وړتیاوو سره سره یې د انسانیت یوه ستره اړینه ځانګړنه له لاسه ورکړي ده په داسې حال کې چې د انسان په جامه او قوت کې قرار لري.
 
۳- درېیم:  شعور، عقل او وجدان دی: دغه دريګونې ځانګړنه او یاهم  بده به نوي چې زه ورته (انساني دروني مثلث) یا یو ځایي درېګونی قوت کلمه وکاروم چې  په انسان باندې د الله ج له لوري هغه ځانګړي لورینه ده چې په اساس یې انسان تر نورو مخلوقاتو پیاوړی، خودمختار او د مجازاتو وړ بلل کیږي او پر مخ د ځمکه یې دغه درې واړه ځانګړنې یوځای هېڅ مخلوق ته نه دي ورکړی، په همدې بنسټ د انسان او حيوان ترمنځ دغه درېګوني یوځایي ځانګړنه  یو بل ستر او بنسټیز توپیر بلل کیږي، لکه څه ډول چې پوهیږو حيوانات خپلې اړتیاوې د یوګوني یا دوه ګوني ( شعور، عقل)  پر مټ پوره کوي، خو انسانان بیا خپلې او ټولنیزې اړتیاوې د درېګوني قووت  یا انساني دروني مثلث ځانګړنې (شعور، عقل، ضمیر)  پر بنسټ پوره کوي، امأ هغه انسانان چې خپلې اړتیاوې او پرېکړې دانساني دروني مثلث یا درېګوني ځانګړنې خلاف په احساساتو، شعور او غېر عقلاني توګه کوي دغه انسان تر حېوان کمزوری او حتی ډېر وخت له داړونکي حيواناتو مضر بلل کیدای شي؛ ځکه چې د انسانیت یوه بله ستره اړینه او بنسټیزه ځانګړنه یې تر پښو لاندې کړې ده. 

★ ویکتورهوګو په د باور دی چې ځیني حيوانات  عقل او شعور دواړه لري خو وجدان یا ضمیر نه لري.