پر اروپا د اوکراين د جګړې اغېز!

د اوکراين او روسيې شخړه يو کال ته نږدې کېدونکې ده، تر اوسه پورې یې د ژر حل و فصل او سولې ته د نږدې کېدلو څرک نه ليدل کېږي او داسې کوم څه هم نه ترسترګو کېږی چې روان ۲۰۲۳ کال کې به پای ته ورسېږي ،له امله یې نړۍ په بې ساري ډول له بېلابېلو اقتصادي مشکلاتو او ستونزو سره لاس وګريوان ده او غريب او بې وزله هېوادونو اقتصادي حالات او انساني مشکلات یې بې شمېره زيات کړي دي او اقتصادي حالات یې تر سرې کرښې د همدې جګړې له امله اوښتی دی ، سربېره پر دې د بې کاري، لوږې، د شرکتونو سقوط، د خام موادون نشتون، د انرژي د سرچينو نه موجوديت له امله پرمختللي هېوادونه هم له سخت فشار او کړکېچن حالت سره مخامخ دي چې ژوندی مثال یې اروپا ده چې ددې جګړې له امله د ژورې اقتصادي او سياسي بې ثباتۍ لوري ته روانه ده.  د اقتصاد په برخه کې مشهوره نړيواله مجله ايکانوميسټ د يوې شننې په ترڅ کې  اروپايانو ته د خبرداري په ډول ليکي چې د خپلو ولسمشرانو په خبرو مه تېر وځئ، تاسو سم او روښانه اقتصادي راتلونکی نه لرئ، د خپلو ولسمشرانو د انرژي د تامين او په دې برخه کې د ځانبسياينې په وعدو مه غولېږئ ! اقتصادي ستونزې او مشکلات ورځ تر بلې د ډېرېدلو په حال کې دي او د کارپوهانو د وړاندوينو له مخې ددې جګړې په غځېدلو سره ورځ تر بلې اقتصادي او سياسي مشکلات په نړۍ کې پسې ډېرېږې او په غريبو هېوادونو سربېره به یې پرمختللي او اروپايي هېوادونه هم  درنه بيه پرې کوي.

بلومبرګ نړيواله مجله اروپا ته تر دې مهاله د اوکراين د جنګ له امله د اوښتي اقتصادي زيان په اړه کاږي چې  د اروپايي اتحاديې غړو هېوادونو تر اوسه پورې د انرژي د بحران له امله يو ټريليون (۱۰۰۰) ميليارده تاوان ليدل دی او دوی ليکي چې دا د کيسې پيل دی کېدای شي وروسته نور هم پسې ډېر شي او اغېز یې تر کلونو کلونو پورې محسوس شي.

که په لنډ او خلاصه ډول یې ووايو اروپا د (روسيې – اوکراين ) د کړکېچ تر ټولو اصلي بايلونکې ده، امريکا وکړای شوای د روسيې ارزانه بيه انرژي، معدني ، غذايي او کيمياوي سرې څخه د اروپا لاسونه پرې کړي او په دې سره د اروپا اقتصاد ضعيف کړي ، په پايله کې یې په اروپا کې په زرګونو لويې او کوچنۍ کارخانې او فابريکې وتړل شوې او ځينې یې امريکا ته وکوچېدې، د يورو ارزښت ريکارډ کچې ته راوغورځېد، د کار روزګار د نه شتون له امله په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې لاريونونه او مظاهرې وشوې او لا روانې دي، امريکا له اروپا څخه د اوسپنيز نظامي او اقتصادي دېوال تاوولو په لټه کې دی اوکله چې د بالټيک هېوادونو او ان فنلنډ تر سرحدونو پورې د هغوی د نظامي ملاتړ په پلمه پوځي لاس چاپېر کړي ، نو په سياسي ، نظامي او اقتصادي لحاظ به اروپا بشپړه ځانته ته محتاجه کړي بيا به له روسيې سره د اتومي وسلو د کمولو په هدف هڅې پيل کوي او په ځان بسيا اروپا به په هره برخه کې د ځان محتاجه او اړمنه کړي. او لکه څنګه یې چې د نورډ سټريم نل ليکو ته یې د برتانيا په مرسته چاودنې ورکړې دا يو روښانه ثبوت دی چې امريکا غواړي اروپا د ځان لاسپوڅې او د ځان اړمنه کړي او هڅه کوي له هرې لارې یې له روسيې سره له مرستې راوګرځوي. اوس امريکا اروپايانو ته روسيې ته د بيرته ورګرځېدلو هيڅ پوزه نه ده ور پرېيښې او دا چې اروپايي مشران پوهېږي چې بله لاره د بيرته تګ نشته نو یې د ملامتيا او چادونو پړه بيرته پر روسيې ور واچوله. 

روسیې د نل ليکو د چوشتو په بندولو سره ګاز بند کړی دی او هيڅ اړتيا یې نه لرله چې خپلې نل ليکې چې د خپل هېواد لپاره یې د وینې د رګونو په شان اهميت لري منفجرې کړي، اوس اروپا په بشپړ ډول د امريکا غېږې ته ورغورځېدلې او دا چې څومره نوره به یې امريکا د ځان محتاجه کړي وروسته به معلومه شي.

ځينې کارپوهان لا دا هم اټکل کوي چې د سوړ او يخ ژمي په رانږدې کېدلو سره په اروپا کې د خلکو ژوند لا پسې سختېږي او د روسيې د ګازو او نفتو د صادراتو په قطع کېدلو سره به په هغه خوشبينانه ترين وضعيت کې کم ازکم ۷۹ زره کسان په اروپا کې مړه شي.

له اوونيو راهيسې د اروپايي هېوادونو دمشرانو لخوا د (سخت ژمي) خبرې زمزمې کېږي خو تر اوسه پورې يې د لامل په اړه (چې د اوکراین او روسيې) شخړه ده د اروپايي هېوادنو مشرانو د سولې او پخلاينې او هم د جنګ د کرارولو لپاره کوم عملي ګام ندی اخيستی او نه یې هم د سولې د لټې لپاره کوم محسوسې هڅې ترسترګو کېږي.