د یوه ښه ملګري پنځه ویشت ځانګړتیاوې، چې باید پرې پوه شئ

یقینا د دې سرلیک په لوستلو سره به تاسو  ته خپل یو نږدې ملګری در په یاد شوی وي. دا ملګری یقینا  ستاسو د ورور په څیر دی. تاسو په بشپړه توګه داسې احساس کوئ، چې له دې فرد سره د وینې اړیکه لرئ.
 
۱ ـــ مهرباني
مهرباني د ښه ملګري یوه له اصلي ځانګړتیاوو څخه ده، موږ ټول د دې تجربه لرو، چې په سختو ورځو کې د یوه فرد په مهربانۍ سره توانېدلي یو، یو ځل بیا په پښو ودرېږو. د ښه ملګري مهرباني په آسانۍ سره پای ته نه رسېږي او تل تاسو تر اغېزې لاندې راولي. مهربان ملګری ستاسو له اړتیاوو څخه خبر دی او لېوالتیا لري، چې په خپله ستاسو اړتیاوې پوره کړي.  
 
۲ ـــ رښتینولي
یو ښه ملګری هېڅکله تاسو ته چاپړوسي نه کوي، هغه تاسو ته اجازه درکوي، چې په حقیقت باندې پوه شئ، حتا که ستاسو د اندېښنې او خپګان سبب هم شي. ډېری کسان دا ډول ملګري نه غواړي، خو رښتینی ملګری تاسو ته ټول واقعیتونه وایي، ځکه له تاسو سره رښتینی دی. د هغه نه خوښېږي، چې تاسو په تیاره او ابهام کې خوشې کړي او ستاسو په اړه د مسؤولیت او دندې احساس لري او په رښتینې توګه یې په تاسو باندې زړه خوږېږي.
 
۳ ـــ رښتینی ځان
رښتینی ملګری هڅه نه کوي، چې خپل ځان ستاسو په څېر کړي، ترڅو هغه مو خوښ شي، هغه لکه څنګه چې دی، تاسو ته راځي او خپل واقعي ځان تاسو ته در ښیي، په داسې حال کې چې شونې ده، خوبونه یې له تاسو سره توپیر ولري، خو هڅه نه کوي، چې په تاسو او خپل ځان کې بدلون رامنځته کړي. لکه څنګه چې یاست، تاسو او خپل ځان مني.
 
۴ ـــ پېښه غوښتونکی
ستړی اوسېدل، د بې ذوقۍ، بې لېوالتیایۍ او د ذهني، احساسي او جسمي انګېزې د نه لرلو نښه ده. ښه ملګری ستاسو له هیجاناتو او تفریحاتو څخه ډېر زیات خوشاله کېږي او له تاسو سره مل دی. خوښېږي یې، چې په هر کار کې له تاسو سره مل شي او ملګرتیا مو په یوې ستړې کوونکې ملګرتیا باندې نه بدلوي. په ​​​​شاوخوا نړۍ کې د ښکلاوو او حیرانتیاوو تجربه کولو سره د هغه لېوالتیا په دې مانا ده، چې هغه ستاسو لپاره یو ښه ملګری دی.
 
۵ ـــ ټوکې ټکالې او خوشالۍ
په بشپړه توګه یو ښه دوست ستاسو د ټوکو ټکالو او خوشالیو بنسټ دی، د هغه خوښېږي، چې په هر کار کې له تاسو سره ملتیا وکړي او هېڅکله تاسو له خپلې تفریح څخه نه منع کوي، ځکه ستاسو تر څنګ په اوسېدو سره د انرژي لرلو او خوشالۍ احساس کوي.
 
دا ښه ملګري په تاسو کې د مُسکا او خوشالۍ سبب ګرځي او خوښېږي یې، چې ستاسو ترڅنګ خپله خوشالي څو برابره کړي، له دې امله کله چې تاسو ته رسېږي، له تاسو سره ټوکې ټکالې کوي او خپله خوشالي څرګندوي. د یوه ښه ملګري ترڅنګ هېڅکله د شاوخوا نړۍ د جدي اوسېدو په اړه فکر نه کوئ.
 
۶ ـــ پام کول
ښه ملګري هغه کسان دي، چې د مشر ورور په څېر په تاسو باندې پام کوي. ستاسو  د جسمي او عاطفي روغتیا په اړه حساس دي او هېڅکله ستاسو له څنګه بې پروا نه تېرېږي، هغوی اجازه نه ورکوي، چې نور په خپل چلند سره تاسو ته زیان ورسوي، ځکه په تاسو باندې پام کول خپله دنده ګڼي.
 
۷ ـــ د اعتماد وړ
په بشپړه توګه له داسې یو حالت سره مخ شوي یاست، چې یو شخص مو لیدلی او په هماغه لومړي پړاو کې مو ورباندې باور کړی دی او نه یاست پوهېدلي، چې لامل یې څه و، خو له هغې وروسته مو لیدلي دي، چې تېروتنه مو کړې ده، خو د ښه ملګري قضیه یو څه توپیر لري.
 
ښه ملګري په خپلو چلندونو او کړنو سره، ستاسو اعتماد را جلبوي او اعتماد جوړونه د وخت په اوږدو کې ترلاسه کېږي، نه په یو مخیز ډول. تاسو یوه ښه ملګري ته د یوه ښه انسان په توګه ګورئ او د هر چا په پرتله په هغه باندې ډېر زیات اعتماد لرئ.
 
۸ ـــ پالنه
یو ښه ملګری کولای شي، د یوې مور په څېر تاسو وروزي او پالنه مو وکړي. هغه ستاسو خوړو خوړلو، ورزش کولو، وېده کېدلو او چلندونو ته پام کوي. د هغه نه خوښېږي، چې تاسو په ناسمو چلندونو سره خپل ځان ته زیان واړوئ. ښه ملګري، ستاسو لپاره ښه ملګري، له تاسو سره مینه لرونکي او دغه راز ستاسو لپاره  ښه روغتیا پالان دي او د هغوی ترڅنګ په خپل ځان باندې ډېر زیات باور لرئ.
 
۹ ـــ ښه اورېدونکی
مهرباني او زړه خوږی کولای شي، د یو بل ترڅنګ په یوه ښه اورېدونکي اوسېدو باندې بدل شي. ښه ملګری ستاسو د خواله کولو پرمهال، په بشپړه توګه غلی او هوښیار دی. ښه ملګری ستاسو د هیلو، وېرو، خوبونو، د بېځایه او احمقانه افکارو او یا د ژوند د سختیو لپاره ښه اورېدونکی دی.
 
۱۰ ـــ مرسته کوونکی
ښه ملګری ستاسو ملاتړ کوونکی دی، که ستړی واوسئ، له تاسو سره مرسته کوي او کارونه مو تر کومه بریده، چې په توان یې پوره وي، ترسره کوي. که د کورنۍ د کوم غړي په اړه مرستې ته اړتیا ولرئ، هېڅکله خپله مرسته نه سپموي، هغه خپله ټوله هڅه کوي، ترڅو تاسو ته کوم زیان ونه رسېږي او کولای شي په کم شوني وخت کې، ستونزه مو حل کړي.
 
۱۱ ـــ بصیرت لري
ښه ملګري مخکې تر دې، چې کوم څه په خوله راوړي، پوهېږي، هغوی ستاسو په پرتله، ستاسو په اړتیاوو باندې ډېر ښه پوهېږي، هغوی پوهېږي، چې څه څیز تاسو خوشاله کوي او څه څیز ستاسو د خواشینۍ سبب ګرځي.
 
هغوی ستاسو د روحیې په ښه والي کې ستر رول لوبوي، ځکه ستاسو په ټولو شخصیتي ځانګړتیاوو باندې خبر دي او بصیرت لري.
 
۱۲ ـــ خوشبین دي، خو نه یوازې په خوله
کله چې خواشینی یاست او د غم او خپګان له ډېر والي څخه حتا ژاړئ، ښه ملګری ستاسو مرستې ته را رسېږي، هغه په دې سختو شېبو کې، د پېښې مثبت اړخ ته ګوري او تاسو هغو ښو څیزونو ته، چې لرئ، متوجه کوي. البته دا خوشبیني له بریده زیاته غیر طبیعي نه ده، بلکې په بشپړه توګه واقع بینانه ده.
 
۱۳ ـــ درنښت لري
دا ملګري تاسو او ستاسو کورنۍ ته ډېر زیات درنښت لري، هغوی په هېڅ ډول شرایطو کې تاسو ته بدې خبرې نه کوي، حتا کله چې ورسره بحث کوئ، هر وخت تاسو ته درناوی کوي او له نورو څخه هم غواړي، چې تاسو ته درناوی وکړي.
 
۱۴ ـــ غېږه ورکول
هغه د ژوند په ټولو سختیو کې، د خپلې تودې غېږې په لور تاسو ته بلنه درکوي او له تاسو سره خپله مینه څرګندوي، ستاسو د رد کولو لپاره هېڅ قانون نه لري او غېږه یې تل ستاسو په لور خلاصه ده.
 
۱۵ ـــ منونکی دی
هغه خپل زړه ستاسو په لور پرانیزي، پرته له دې، چې له تاسو څخه یې د جبران هیله ولري، هغه تر کومه ځایه چې کولای شي، د ستاسو او خپل ځان ترمنځ واټن را کموي او تل په اړیکه کې د خوندیتوب کچه لوړوي.
دغه راز ستاسو ترڅنګ د ژوند اوږد سفر طی کوي.
 
۱۶ ـــ د خپل ځان د رښتیني اوسېدو وړتیا
که چېرې په داسې یوه ملګرتیا کې یاست، چې په هغې کې کولای شئ، خپل رښتینی ځان ښکاره کړئ، یانې یو رښتینی ملګری لری. رښتینی دوست تاسو، که ښکلی یا بدرنګ، ښه خلقی یا بد خلقی یاست، له هر ډول فرهنګ سره مني او هېڅکله له تاسو سره داسې چلند نه کوي، چې له خپل رښتیني اوسېدو څخه  د سپکاوي احساس وکړئ.
 
۱۷ ـــ له رټلو او فشار پرته د هغه له لوري د سکوت کولو وړتیا
ښه ملګری د بل هر چا په پرتله په ښه توګه تاسو درک کوي او په پایله کې هغه وختونه، چې خوښېږي مو یوازې واوسئ، تاسو درک کوي او یوازې توب مو له منځه نه وړي. هغه هوډ نه لري، چې ستاسو یوازېتوب ته داخل شي او هغه له منځه یوسي، ځکه ستاسو رښتینې آرامتیا غواړي، ستاسو له لیرې والي او ښه والي وروسته هم په پرانیستې ټنډه له تاسو څخه هرکلی کوي.
 
۱۸ ـــ له ښو پېښو وروسته خوشالي کول  
ښه ملګری ستاسو په خوښۍ باندې خوشاله کېږي او ستاسو په خپګان باندې خپه کېږي او په پایله کې، کله چې بریا ته رسېږئ، هغه هم ستاسو او د کورنۍ په څېر مو خوشاله کېږي او خوښېږي یې، چې په دې خوشالۍ کې ونډه ولري، توپیر نه کوي، چې دا خوشالي په یوې ښې دندې پیدا کولو، په یوه مسابقه کې بریالي کېدو، د یوې وسیلې اخیستلو یا بل هر څیز پورې تړاو ولري.
 
۱۹ ـــ لنډې خو خوندورې خبرې اترې
له یوه رښتیني ملګري سره ستاسو خبرې معمولاً لنډې خو ګټورې دي. دا ملګری هڅه نه کوي، چې په بېلابېلو مواردو کې له تاسو سره بحث وکړي، ځکه د با کیفیته اړیکې د ساتلو غوښتونکی دی او له بلې خوا کله چې له هغه سره یاست، کولای شئ د هر څه په اړه، چې خوښېږي مو، ورسره خبرې وکړئ، پرته له دې، چې له قضاوت کولو څخه وېره ولرئ.
 
۲۰ ـــ له خپلو تېروتنو سره ستاسو مخامخ کول
ښه ملګری کولای شي ستاسو له تېروتنو څخه تاسو ته یادونه وکړي، ترڅو د راتلونکو تېروتنو مخه ونیسئ. هغه تر هر چا په غوره توګه ستاسو په تېروتنو او نیمګړتیاوو باندې پوهېږي او په پایله کې د ستونزې د حل کولو لپاره، تر ټولو غوره کس دی، چې کولای شئ پرې تکیه وکړئ.
 
۲۱ ـــ هڅول
ښه ملګری په ژوند کې تاسو ته د ښو او ارزښتمنو څیزونو په لور لارښوونه کوي. هغه تاسو هڅوي، چې په ژوند کې نوي څیزونه تجربه کړئ او خوښېږي یې، چې په دې لاره کې تاسو ته وده درکړي. په ژوند کې هغه ستاسو ستر هڅوونکی دی، هغه هڅونې، چې ناسمې پایلې نه لري او ستاسو په ژوند کې ګټور اغېز لري.
 
۲۲ ـــ بښونکی
ډاډه اوسئ، چې یو ښه ملګری کولای شي، د یوه سکني ورور په څېر بښونکی واوسي، هغه تاسو د خپلو تېروتنو په خاطر درک کوي، ځکه د خپل ځان په پرتله ستاسو د ګټو په اړه ډېر زیات فکر کوي، هغه هڅه کوي، له بښنې غوښتلو وروسته په خلاصو غوږونو ستاسو د تېروتنو دلیلونو ته غوږ ونیسي او وروسته د خپلې بښنې وړتیا او ځواک تاسو ته ښکاره کړي.
 
۲۳ ـــ د هغه د لیدلو لپاره لېوالتیا
یو رښتینی ملګری کولای شي، چې ستاسو په زړه کې خپل ځان ته داسې یو ځای جوړ کړي، چې لیدلو ته یې د زړه له کومې لېواله شئ. هغه کولای شي تاسو ته د خپل ځان په ښودلو سره، په تاسو کې رښتینې خوشالي رامنځته کړي. د هغه مثبته انرژي او مهربانۍ تل تاسو خوشاله کوي او د دې سبب ګرځي، چې زړه مو وغواړي، د هغه تر څنګ ډېر زیات وخت تېر کړئ.
 
۲۴ ـــ د هغه ترڅنګ د ګناه نه کولو احساس 
دا مفهوم تاسو ته په یوه مثال سره روښانه کوو، فکر وکړئ، چې د هغه له لوري یوې مېلمستیا ته بلل شوی یاست، خو نه یاست توانېدلی، چې هغې مېلمستیا ته لاړ شئ، یو ښه دوست په دې ډول شرایطو کې تاسو درک کوي او د غوسه کېدلو په څېر چلند له ځانه نه ښکاره کوي. په حقیقت کې هغه داسې چلند نه کوي، چې د هغه له خوا د رد کېدلو او د تل لپاره د اړیکو د پرې کېدو وېره ولرئ او دغه راز تاسو هېڅکله د هغه کار ترسره کولو ته نه اړ کوي، چې ستاسو د لېوالتیاوو او شرایطو پرخلاف وي.
 
۲۵ ـــ له هغه څخه د غوښتنه کولو پرمهال هوسال اوسېدل
یو ښه ملګری له تاسو سره داسې چلند کوي، کله چې له هغه څخه د مرستې غوښتنه کوئ، یا غوښتنه لرئ، وکولای شئ له هغه سره یې شریک کړئ، هغه هېڅکله له ځانه حساسیت او غوسه نه ښکاره کوي او په پایله کې ډاډه یاست، هر ډول مرسته، چې ترې وغواړئ او ډاډه یاست، که وکولای شي، هغه مرسته درسره وکړي، بهانې نه کوي.