تورې دې لالا وهي، مړۍ دې عبدالله وهي

 چین کابو يوه مياشت مخکې له کرونا سره د مبارزې درې کلنه سخته پالیسي نرمه کړې خو امریکا ويلي چې دوی له کرونا ویروسه ويره لري او باید چین په دې اړه خپله پخوانۍ سخته پالیسي نرمه نه کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د امریکا او ملګرو هېوادونو يې په وار وار ویل چې چین دې د کرونا وبا ضد تګلاره نرمه کړي او ويل يې چې په دې سختې تګلارې سره د خلکو آزادي سلب شوې.
 
حقیقت دا دی چې امریکا په خپله مشرۍ د يو شمېر هېوادونو مضره ټلواله جوړه کړې او له دې لارې غواړي د نړۍ هېوادونه د ځان غوښتنو ته قايل کړي او هر څوک چې د دوی د غوښتنو خلاف عمل کوي، دوی يې نه پرېږدي او په بېلابېلو پلمو يې مخه نيسي.
 
مخکې له دې چې په دې تبصره وکړو چې د امریکا تر مشرۍ لاندې ټلواله څه غواړي؟ لږ تم کېږو د کرونا موضوع په اړه.
 
په دې څوک سترګې نشي پټولای چې کووید ۱۹ د لومړي ځل لپاره چیني پوهانو تشخيص کړ، د وقايې او درملنې لارې او واکسینونه يې هم جوړ کړل او د دې تر څنګ يې دا شاوخوا درې کاله له کرونا سره سخته مبارزه وکړه چې طبيعي ده دې مبارزې به چين ته ډېر اقتصادي زیانونه هم اړولي وي.
 
چین په عین وخت کې د روغتيا نړیوال سازمان په شمول معتبرو نړیوالو نهادونو او له ټولو هېوادونو سره خپلې تجربې په وړیا توګه شریکې کړې، په ځانګړې توګه وروسته پاتې او مخ پر وده هېوادونو ته يې طبي ټيمونه، درمل، وقایوي وسایل، د کرونا ویروس د تشخیص سامانونه او ماشینونه او دغه راز واکسینونه ولېږل چې زموږ هېواد افغانستان هم په دې هېوادونو کې و.
 
خو امریکا څه وکړل؟ لومړی يې د روغتيا نړیوال سازمان سپارښتنې رد کړې او د دې ترڅنګ يې کرونا ویروس موضوع څخه د سیاسي او تبلیغاتي اوزار په توګه استفاده پيل کړه.
 
په نړۍ کې د کرونا ویروس تولید شوي واکسینونه يې په خپل انحصار کې واخیستل، په داسې حال کې چې د نړۍ ميليونونو کسانو واکسين ته اړتيا درلوده.
 
خو چین د نړۍ مختلفو هيوادونو ته واکسين صادر کړ او مرسته يې وکړه.
امریکا ته تل خپلې ګټې مهمې دي او آن د خپل ولس له ژونده هم خپلو ګټو ته ترجح ورکوي.
امريکايان آن فکر کوي چې د نړۍ خلک د دوی په دوه مخو سياستونو نه پوهېږي، په داسې حال کې چې داسې نه ده، بلکې د امريکا هره مغرضه کړنه نړيوالو ته د دغه هېواد اصلي څېره لا روښانه کوي.
 
د تعجب او خندا وړ دا ده چې هغه امريکا چې دا تېر درې کاله يې د کرونا ويروس پرضد د چين تګلاره د خلکو د آزادۍ حقونو سلبونکې بلله، خو نن چې چين دا تګلاره نرمه کړې، نو سملاسي يې خپلې پخوانۍ غوښتنې هېر کړې او وايي چين بايد هماغه سختې تګلارې ته دوام ورکړي.
 
داسې څوک نشته چې له امریکا پوښتنه وکړي چې د کرونا ویروس پرضد چې د روغتيا نړیوال سازمان کومه پالیسي اعلان کړه هغه خو تاسو رد کړه، د چین له خوا چې دا درې کاله د کرونا ویروس ضد پالیسي وه هغه هم تاسو نه منله او دا ستاسو سرغړونې وې چې په لنډ وخت کې کرونا له کنټروله بهر شوه او د نړۍ ګوټ ګوټ کې خپره شوه، دا د امریکا سرتمبګي او خپل سري وه چې نه يې د خپلو خلکو ژوند ته پام کاوه او نه يې د نړۍ د خلکو ژوند ته، بلکې د خپلو شخصي مالي او سیاسي ګټو ترلاسه کولو په موخه يې ټول اصول تر پښو لاندې کړل.
 
دا هېواد د یوه وحشي حیوان په شان عمل کوي او هېڅ ډول نړیوال قوانین نه مني، آخر تر کومه به نړۍ د امریکا په مشرۍ یاغي ټلوالې غیر مشروع او غیر معقولې غوښتنې مني؟
 
داسې څوک نشته چې امریکا ته ووايي چې دا سخته پالیسي به تر کومه دوام کوي؟ د دې سختې پالیسۍ د دوام لپاره به دا لګښتونه او مالي زیانونه څوک او تر څه وخته ورکوي؟ دا سخته پالیسي په یوجانبه توګه څنګه بریالۍ شي چې امریکا يې په خپل ځان او خپلو ملګرو هېوادونو کې نه تطبیقوي؟ آيا دا معقوله ده چې یو لوری دې خپل اقتصاد فلج کړي او بل لوری دې د خیر په غونډۍ ناست وي؟
 
نو هغه پښتو متل دی او که مقوله ده چې وايي (تورې دې لالا وهي، مړۍ دې عبدالله وهي).
امريکا او ملګري هېوادونه يې د همدې متل مطابق کار کوي، دا هېواد غواړي چې زيانونه دې نور کوي، خو ګټه دې امريکا وکړي.
 
په دې هر څوک پوهېږي چې له کرونا سره چې چين دا درې کاله له کرونا ويروس سره سخته مبارزه وکړه دې ډېر لګښت ته اړتیا درلوده او چين او د چین خلکو له دې درکه ډېر تاوانونه وګالل، خو په مقابل کې يې امریکا او د دې هېواد په مشرۍ مخربې ټلوالې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتيا نړیوال سازمان سپارښتنې نه منلې، د خپلو خلکو ژوند ته يې هېڅ ارزښت نه ورکاوه، خو اقتصادي او مالي ګټو لپاره يې له نړۍ سره د راکړو ورکو او کارخانو تولیدي کارونه په نور مال ډول پرانیستي و او هېڅ ډول کروناضد تدابیر يې نه عملي کول.
 
او په مقابل کې يې چین چې د خپلو خلکو ژوند او روغتیا ته يې لومړيتوب ورکړی و په خپلو ټولو برخو چې په هغو کې اقتصادي او سوداګریزې راکړې ورکړې، د کارخانو تولیدي چارې او نورې برخې شاملېږي، د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه يې سخت وقایوي تدابیر عملي کړي و او طبیعي ده چې دې کار يې پر اقتصاد منفي اغېزه کوله، خو د خلکو ژوند ژرغولو په برخه کې يې ډېره ګټه هم کړې ده.
 
چین ولې د کرونا ویروس سره د مبارزې پالیسي نرمه کړه؟
حقیقت دا دی چې د روغتيا نړیوال سازمان په شمول د نړۍ معتبرو طبي سرچینو دا ثابته کړې چې اوس د کرونا ویروس بڼه کمزورې شوې او د دې ارزښت نه لري چې د مخنيوي لپاره يې د چین په شان د یوه لوی هېواد اقتصاد فلج یا کمزوری شي.
 
بله مهمه خبره دا ده چې نن سبا چین د نړۍ تر ټولو ستر صادرونکی او د خامو موادو واردونکی هېواد دی او دغه راز د شاوخوا ۱۴ سوه میليون نفوس په درلودلو سره د نړۍ د ټول نفوس يو په پنځمه برخه جوړوي نو ویلای شوو چې د ټولې نړۍ تجارت د چین له تجارت سره تړلی او د چین اقتصاد د ټولې نړۍ پر اقتصاد مستقیمه اغیزه لري، نو دې ټولو ته په پام سره د چین دا ډېر معقول او پرځای اقدام دی چې د کرونا ویروس ضد پالیسي يې نرمه کړې ده.
 
بل دا چې چین حکومت دا اقدام ساده او په خپل سر نه دی کړی، بلکې د خپلو علمي او طبي پوهانو په مشوره او دقیقې ارزیابۍ په پایله کې نیول شوی دی.
 
چیني پوهانو خپل حکومت ته دا مشوره ورکړې چې نور د کرونا ویروس کمزوری شوی او نه ښايي چې پروړاندې يې پالیسي سخته وساتل شی، بلکې اړتیا ده چې نور دا پالیسي نرمه شي.
 
په دې برخه کې بله مهمه خبره دا ده چې نړیوالې ټولنې د چین د دې کار هرکلی کړی او دا کار يې د نړۍ د اقتصاد د بېرته احیا کېدو لپاره مهم بللی دی.