د لور او زوی په روزنه کې توپیري روزنیز ټکي شتون لري، چې په سمه توګه مراعات کول یې د دې سبب ګرځي، چې ماشوم سالمه او پیاوړې روحیه ولري.
د ماشوم روزنه له مهمو او اړینو مسایلو څخه ګڼل کېږي، ځکه چې ستاسو د ماشوم چلندیز او فکري چوکاټونه، د والدینو د روزنې د ډول پر بنسټ رامنځته کېږي.
د هلکانو او نجونو روزنه د روحي او جسمي توپیرونه له امله، توپیر لري. هلکان د نجونو په پرتله د کړنو له ډېرې آزادۍ او له کم کنټرول څخه برخمن دي.
له دې امله والدین باید د هلکانو په اړه توپیري روزنیزه تګلاره ولري. په دې برخه کې هغو خبرو ته اشاره کوو، چې والدین یې نباید خپلو زامنو ته ووایي.
د کور کار یوازې په مېرمنو پورې تړاو لري
زوی مو داسې وروزئ، چې فکر ونه کړي، د کور ټول کارونه په مېرمنو پورې تړاو لري، هغه باید د خوړو پخول، د شخصي او روغتیایي کارونو ترسره کول زده کړي، ترڅو د یوازېتوب پرمهال له ستونزو سره لاس و ګرېوان نه شي.
نارینه نه ژاړي
یوه له کلیشه یي جملو څخه، چې ډېری کسان یې کاروي، دا ده، چې نارینه نه ژاړي.
دا جمله خپلو زامنو ته مه وایئ، بلکې هغوی ته ورزده کړئ، چې خپل احساسات ښکاره کړي او هر کله یې چې د اندېښنې یا خپګان احساس درلوده، په ډېرې آسانۍ سره وژاړي او له دې کار څخه ونه شرمېږي.
ته د کور نارینه یې
هغه کسان کم نه دي، چې لا هم د نارینه اولاد لرل یو امتیاز ګڼي او د هلک او نجلۍ ترمنځ توپیر کوي، دا ډول والدین خپل زوی ته ارزښت ورکوي او هغه ته ورزده کوي، چې کولای شي د خپلې خور په شخصي چارو کې لاس وهنه وکړي او په اصطلاح د کور د نارینه رول ولوبوي.
ماشومان اړتیا لري، چې والدین یې پیاوړي ټکي وپېژني؛ له کوم تبعیض او پرتلنې پرته، د هغوی له ودې او پرمختګ سره مرسته وکړي.
لیرې شه، نور نارینه شوی یې
ځینې والدین فزیکي مینه او محبت یوازې په نجونو پورې ځانګړي کوي او هلکانو ته ډېره کمه پاملرنه کوي او که ماشومان یې وغواړي، چې هغوی په غېږ کې ونیسي، نو هغه ته وایي: "ته نور نارینه شوی یې دا نو لاپسې څه دي".
په دې باندې باید پوه شئ، چې د نارینه اولاد د روزلو یو له اصولو څخه دا دی، چې هغه ته خپله مینه په فزیکي بڼه ښکاره کړئ. له زېږون وروسته، په اندازه او په سمې تګلارې سره زوی مو په غېږ ونیسئ او ښکل یې کړئ.
د ښځو په اړه بدې خبرې مه کوئ
له ماشومتوبه خپل زوی ته دا ور زده کړئ چې د ښځو درناوی وکړي او څنګه ورسره سم چلند وکړي او د ښځې لرلو اړتیاوې درک کړي او د هغه پر وړاندې د مېرمنو په اړه بدې خبرې مه کوئ. د بېلګې په توګه: مه وایئ، چې ښځه ناقص العقله ده او ... د هغه تر ستروالي پورې له خپلې مېرمنې سره ښه چلند ولرئ.
له کلیشه یي خبرو څخه لیرې والی وکړه
هېڅ ستونزه نه لري، چې زوی مو شوخ رنګ جامې واغوندي او یا له ناوکۍ سره لوبې وکړي، هغه ماشوم دی او دا ډول لوبو ته اړتیا لري، لېوالتیاوې او رنګونه جنسیت نه لري.
نارینه باید جدي وي
زهرجن نارینه دې عمومي باور ته اشاره کوي، چې نارینتوب له واک لرلو، قار او غوسې پرته بل څه نه دی؛ دا باور چې نارینه باید غوسه ناک او جدي چلند وکړي او خپل احساسات څرګند نه کړي، کولای شي د هغه اروایي روغتیا ته زیان ورسوي او د ټولنې لپاره بدې پایلې ولري. نو خپل زوی ته د جدي اوسېدو او نر واکۍ د روزنې پرځای، هغه ته مینه لرل ورزده کړئ.
غیرتي واوسه
ماشوم ته مو غیرت په ناسمه توګه مه تعریفوئ. غیرت یانې دا چې د کورنۍ نارینه وکولای شي، خپلې کورنۍ ته آرامتیا او هوساینه راولي او ترې ملاتړ وکړي. ځینې کسان غیرت دې ته وایي، چې خپله خور او مېرمنه بېځایه کنټرول او د هغوی ژوند ګډوډ کړي.
زوی مو مه چاپړوس کوئ
ځینې والدین له خپلو ماشومانو سره په افراطي مینې سره، د هغوی راتلونکې او ژوند له ګواښ سره مخ کوي؛ ځکه چې ماشوم یې دومره په امکاناتو او د والدینو په پام کې، له آسانتیاوو څخه برخمن دی، چې په راتلونکې کې په یوازې توګه نه شي کولای، چې د ژوند ستونزې حل کړي او په ټولنیزې ناهیلۍ او بې انګېزې توب باندې اخته کېږي.
د زامنو په روزلو کې مهم ټکي
هلکان له ډېر زیات شور او شوق څخه ډک دي، هغه ته اجازه ورکړئ، چې خپله انرژي تشه کړي او له خپلې اراویي روغتیا څخه برخمن شي.
خپل زوی ته د ټولنیزو مهارتونو د زده کړې فرصت ورکړئ.
نارینه ماشوم مو په پیاوړو او ځواکمنو ښځینه وو سره چاپېر کړئ، ترڅو هغه په ناخبره توګه ښځینه و ته ارزښت ورکړي او هغه کمزوری موجود ونه ګڼي. د خپل زوی د شخصیت او مثبتو ځانګړتیاوو په ستایلو سره، هغه ته په نفس باندې اعتماد ور په برخه کړئ.
د هغه لپاره بېلګه واوسئ او د هغه په روزلو کې د پلار رول پیاوړی کړئ. هغه ته د خبرو کولو زړورتیا ورکړئ، د خپل زوی نظر ته ارزښت ورکړئ، هغه ته پاک، منظم او با اخلاقه اوسېدل ورزده کړئ.
هغه ته مسؤولیت ور وسپارئ.
وروستي