څنګه په کار ځای کې خپلې ستونزې حل کړو؟

که تاسو وکولای شئ داسې یو کاري چاپېریال پیدا کړئ، چې په هغه کې ستونزه جوړونکي افراد، لټ کارمندان، ځان غوښتونکي کارکوونکي، هغه مدیران، چې لېوالتیا نه لري، خپل پرسونل ته غوږ ونیسي او هغه افراد چې په نورو پسې خبرې کوي، شتون ونه لري، نو تاسو ته به ډالۍ درکړم.
 
که په رښتینې توګه وغواړو ووایو، په هر دفتر کې د وژلو لپاره یو اور شتون لري؛ د دې ډول ستونزو سبب کولای شي کار ځای یا له یو بل سره د کارمندانو شخړه وي.
 
اصلي ټکی دا دی، چې د سمو او مناسبو سټراټیژیانو په مرسته، هڅه وکړئ، چې دا مسایل حل کړئ؛ دا سټراټیژیانې باید د هغو لسو مهارتونو په لېست کې وي، چې هرومرو باید وې لرئ. که دا ستونزې هرڅومره د ډېرې مودې لپاره پاتې شي، نو حل کول به یې سخت کار وي او د سازمان په ګټور توب باندې به ورانونکې اغېزې ولري. ښایي داسې فکر وکړئ، چې د خپلو همکارانو پر وړاندې تل باید خپله غوسه کنټرول کړئ، خو په پای کې یوه ورځ دا اندېښنې کاري چاپېریال زهرجن کوي.
 
تاسو د یوه کارمند په توګه باید هغه څه چې ناسم دي، تشخیص یې کړئ، له هغې وروسته باید په خپل ځان کې د ستونزې د حل مهارت پیاوړی کړئ، په پای کې غوره ده، چې له دې ننګونو او سرخوږیو پرته له خپلې هوسا او آرامه کاري ورځې څخه خوند واخلئ، دا یوازې ستاسو د ټولیزو مسلکي مهارتونو یوه برخه ده.
 
اقدام وکړئ
له بده مرغه، تل داسې همکاران شتون لري، چې ذهنیت یې د ښوونځي د دوران په برید کې پاتې دی. ښایي تل داسې همکاران ولرئ، چې په غیبت کولو او آوازه خپرولو سره نور وځوروي او تاسو اصلاً له دې سره لېوالتیا ونه لرئ، چې کار ځای ته ور وګرځئ. دا ستونزې په ټولو کاري چاپېریالونو کې شتون لري او مدیران دا ستونزه ډېره زیاته جدي نه نیسي، مګر دا چې موضوع ډېره زیاته پرمختللې شي.
 
دا اندېښنې کولای شي، له تاسو سره د پېرېدونکو د چلند د ډول په اړه هم شتون ولري. ډېری مشتریان فکر کوي، چې کولای شي له مقابل لوري څخه بده ګټه واخلي. له دې ستونزې سره د مقابله کولو لپاره څو تګلارې شتون لري، چې عبارت دي له:
ـــ له مدیر او خپلو همکارانو سره د خپلو احساساتو په اړه رښتینولي ولرئ.
ـــ هغو افرادو ته، چې فکر کوي، ستاسو چلند مناسب نه دی، غوږ ونیسئ.
ـــ د دې ستونزې د حل لپاره، له انساني سرچینو سره همکاري  وکړئ.
 
د ستونزې د حل له سټراټیژیانو څخه په کار اخیستلو او د اړیکیزو مهارتونو په مرسته کولای شئ، په کار ځای کې خپلې ستونزې حل کړئ او هغه وخت، چې په خپل کار ځای کې یاست په آرامتیا سره یې تېر کړئ.
 
د موقعیت تشخیص
د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ، نږدې یو پر درېیمه برخه کارمندان خپل کار ځای ته په رسېدو کې ځنډ کوي، معمولاً د هغو ناوخته رسېدو دلیلونه، په ځنډ سره د لېږ را لېږد وسایلو راتلل، د ساعت زنګ کار نه کول او ټرافیکي ګڼه ګوڼه ده. که څه هم ژوند روان دی، خو په ځنډ سره ستاسو رسېدل، په ټوله کې کولای شي، په هغه کاروبار باندې، چې پکې بوخت یاست، اغېز ولري. په یاد ولرئ، چې وخت سره زر دی. په دې وختونو کې مدیران معمولاً د دې ځنډونو لامل درک کوي، خو که موضوع همداسې دوام پیدا کړي، نو د عمل ډګر ته ور دانګي او حتا کله وخت دا مسئله د کارمند په منفک کېدو باندې پای ته رسېږي.
 
خپل کار ځای ته له ناوخته رسېدو څخه د مخنیوي لپاره کولای شئ، لاندې کارونه ترسره کړئ:
ـــ په کور کې څو زنګ لرونکي ساعتونه کېږدئ.
ـــ تل یو ساعت مخکې ویده شئ.
ـــ خپل کار ځای ته د رسېدو لپاره، ډېر وخت په پام کې ونیسئ.
ـــ کار ځای ته د تګ په لاره کې، خرید یا د سهارنۍ خوړلو ته مه ځئ.
 
تر ټولو بدو شرایطو ته خپل ځان چمتو کړئ
تل باید هیله مو غوره څیزونو ته وي، خو د تر ټولو بدو شرایطو تمه هم ولرئ، تل له خپل ځانه وپوښتئ: په دې بدو شرایطو کې هغه پېښه، چې کولای شي رامنځته شي، څه به وي؟
 
د هر کارمند لپاره، له کاري توپان څخه د خلاصون لاره داده، چې په هر موقعیت کې د بدې پېښې لپاره چمتو والی ولري. تاسو کولای شئ له ډېرو زیاتو سټراټیژیانو څخه ګټه واخلئ، خو تر ټولو مهم تخنیک دا دی، چې پوه شئ څنګه په ستونزو باندې غلبه وکړئ.
 
د خپلو ننګونو لپاره تر ټولو غوره حل لارې وټاکئ
تاسو هره ورځ په کار ځای کې له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ یاست، چې ځینې یې نوې او ځینې یې زړې دي، خو کله چې اړ یاست، د څو کسانو کار ترسره کړئ او یا د یوه کار د ترسره کولو لپاره کافي وخت ونه لرئ، اوضاع لاپسې خرابېږي.
 
په پای کې کله چې له سترې ستونزې سره مخ کېږئ، باید د حل بېلابېلې لارې په پام کې ونیسئ او وروسته د هغې حل لارې پیاوړي او کمزوري ټکي وسنجوئ. لکه د شطرنج لوبې په څېر، باید پوه شئ، چې څو وروستي حرکتونه به مو څه وي.
 
دا مه هېروئ، باید وکولای شئ، د واقع بیانه حل لارې او د خوښې وړ موخې ترمنځ پوله مشخصه کړئ. د بېلګې په توګه: فرض کړی، چې په یوه شرکت کې مو د ۳۲ کلونو لپاره کار کړی دی، شرکت د زړښت په حال کې دی او کېدای شي ونه شئ کولای، چې ټول عمر هلته کار وکړئ په دې صورت کې ستاسو په مخکې څو ټاکنې شتون لري:
ـــ له شرکت څخه وغواړئ، چې تاسو ته لوړتیا (ترفیع) درکړي.
ـــ مخکې تر دې چې ناوخته شي، د بلې دندې په لټه کې شئ.
 
ـــ لږ له خپل ځانه خلاقیت ښکاره کړئ؛ د بېلګې په توګه: د یوه نوي کاروبار موډل او نوې آیډیاوې وړاندې کړئ او یا د بازار موندنې یو ډیجیټلي کمپاین معرفي کړئ.
ـــ کېدای شي تقاعد شئ او خپل پاتې عمر په سفر کې تېر کړئ.
خپل دنده ایز پرمختګ وارزوئ
 
آیا د ستونزې د حل کولو تخنیکونه کار کوي؟ یوازې هغه لار، چې پوه شو زموږ په اړه د ستونزې د حل سټراټیژیانې ګټورې دي، لومړی باید د خپل ځان لپاره معیارونه په پام کې ونیسو.
 
څنګه کولای شو، چې بریا اندازه کړو؟ هر شرکت د ستونزې د حل کولو او د سمو ګامونو د اخیستلو لپاره خپل ځانګړي مېټوډونه لري، د سمې اندازه ګیرۍ د معیارونو له لرلو پرته، په دې باندې نه پوهېږئ، چې کارونه په سمه توګه پرمخ ځي او یا د ستونزې د حل لپاره باید له بلې تګلارې څخه ګټه واخلئ.
 
کار رامنځته کوونکي، مدیران او هغه کارمندان، چې د پرمختګ په لټه کې دي، باید په خپل ځان کې د ستونزې د حل مهارت پیاوړی کړي، ترڅو ستونزې د هغوی د دنده ایز پرمختګ مخه ونه نیسي. له ورځنیو ستونزو سره د مخامخ کېدو پرمهال، باید د حل تر ټولو غوره او شونې لارې څخه ګټه واخلئ.