د اوږد مهاله ستړیاوو مهم لامل

د یوې نوې څېړنې پایلې څرګندوي، چې په سهار کې د ساعت په زنګ سره له خوبه را ویښېدل، کولای شي د اوږد مهاله ستړیاوو یوه مهمه ځانګړتیا وي. 

متخصصین وایي: هغه کسان، چې هر سهار د ساعت په زنګ سره له خوبه را ویښېږي، د هغو کسانو په پرتله، چې په طبیعي توګه له خوبه را ویښېږي، معمولاً ستړي دي. 

دې څېړنې څرګنده کړې ده، چې په امریکا کې ۵۷ سلنه اداري کارمندان د ساعت په زنګ سره له خوبه را ویښېږي. 

د امریکا په متحده ایالتونو کې د نوټرډام پوهنتون د متخصصینو په وینا د طبیعي ویښېدو په پرتله د ساعت زنګ کارول، د دې سبب ګرځي، چې فرد د خپګان احساس وکړي، ځکه چې دا کار د خوب طبیعي دوران ګډوډوي. 

هغه کسان، چې په طبیعي توګه او پرته د ساعت له زنګ څخه له خوبه را ویښ شوي دي، ډېر ویده کېږي او د ورځې په اوږدو کې ډېر کم کافئین کاروي. 

د متخصصینو په وینا، کله چې په طبیعي توګه له خوبه را ویښېږو، بدن مو له را ویښېدو مخکې د طبیعي سټرس غبرګون ښکاره کوي، ترڅو موږ ته هوښیاري را په برخه کړي، هغه ډول ډول هورمونونه، چې له را ویښېدو مخکې او په ژور خوب کې، په بدن کې په خوځښت راځي، هم په دې چاره باندې اغېز لري. 

خو د را ویښېدو لپاره د ساعت له زنګ څخه ګټه اخیستل، د طبیعي سټرس غبرګون، چې د فرد د هوښیارۍ سبب ګرځي، ترڅو هغه له خوبه را ویښ کړي، لیرې کوي او په پایله کې د خوب دوره ګډوډوي. 

د اینډیپنډنټ د راپورې پر بنسټ، دې متخصصینو دغه راز موندلي دي، هغه کسان، چې د شپې ناوخته ویده کېږي، تر ټولو ډېر چُرت وهي او تر ټولو ستړي دي.