د ۸۰زره ټنه وزن وړتيا لري؛ جاپان جوړه - کړې کښتي چې د باد په وسيله حرکت کوي 

د Mitsui O.S.K. Lines په نوم د جاپان کښتۍ - جوړونې شرکت داسې بېړۍ جوړه کړې ده، چې ۵۰ سلنه د باد او ۵۰ سلنه د تيلو په وسيله حرکت کوي. دغه کښتي Wind Challenger نوميږي. 

د کښتۍ مسير د جاپان او اسټراليا ترمنځ بحري لاره ده چې په يو وخت کې د اتيا زره ټنه وزن د لېږد او رالېږد وړتيا سره جوړ شوې ده. Wind Challenger کولی شي د تيلو پر ځای له طبيعي باد ګټه واخلي او تګ وکړي. 

داسې يوه کښتۍ چې د سون توکو (تيلو) پر ځای پنځوس سلنه د باد په وسيله مزل وکړي يو نوښت دی او ويل کېږي، چې په راتلونکې کې به دغه ډول کښتيو جوړول د اقليم د نه ککړتيا برخه کې غوره پايلې ولري.