رب متعال په دې نړۍ کې ډول ډول مخلوقات پیدا کړي دي، دا مخلوقات یې د آدم د بچیانو (انسانان) لپاره تابع او تسخیر کړي دي، څرنګه چې رب تعالی انسانان په مختلفو قبیلو، رنګونو، ژبو، جسامتونو ویشلي دي، همداسې یې مختلف خصوصیات او ځانګړتیاوې په لږ او زیاته کچه ورکړي دي، چاته یې یو نعمت ورکړی، چاته یې بل نعمت ورکړی دی، په چا یې د جسماني ښکلا پیرزوینه کړې ده او څوک يې په معنوي ښکلا ښکلی کړی دی، مختلف نعمتونه یې چاته په زیاته او چاته یې په کمه کچه ورکړي دي.
که غواړئ چې ژوند مو په سکون کې تیر شي نو د نورو خلکو سره ځان مه پرتله کوئ! خپل ځان ته وګوره او خپل نعمتونه وشمیره ... او شکر وباسه که مونږ هرچا سره ځان پرتله کړو، نو د شک پرته به بې سکونه یو، بې ځایه اندیښنې به مو خوب ته نه پریږدي، وختونه او فرصتونه به رانه مرور وي، او رب کاینات به رانه ناراضه وي.
راځئ دې بدې کړنې ته د پای ټکی کیږدو، ځان د نورو سره پرتله کول پریږدو، خالق راکړي نعمتونو او فرصتونو څخه په سمه توګه استفاده وکړو، پرمخ ولاړ شو، او د ټولنې په هوساینه کې خپله رغنده ونډه واخلو، په دې سره هم ځان د ستونزو وژغورو هم ټولنه او هم به مو رب العالمین رضا کړی وي.
وروستي