هغه څه چې موږ يې له نور سترګو پټ کوو؟ 

هغه ڪړنې چې موږ یې د نورو خلڪو له سترګو پټې ڪوو، هماغه زموږ اصلي شخصیت دی.

ځېنې انسانان په دې فڪر ڪې وي؛ چې مونږ په د نور سترګو پر وړاندي پټ هر ډول رزالت ترسره ڪوو خو! ظاهري بڼه ټولنه کې داسي تمثیل/اڪټېنګ ڪو چې تر ټولو ښۀ - ستر شخصيت ښڪاره ڪېږو، رسول اللّٰه ﷺ فرمايي:
"دوۀ مخې انسانان په خلڪو ڪې تر ټولو بدترین شخصیتونه دي"

هېڅ ڪله د یو انسان په ظاهري څهره د هغه د ښه والي او بدوالي پریڪړه مه ڪوئ ڪه چېرته غواړئ چې د یو انسان شخصیت معلوم ڪړئ نو د هغه دواړه ظاهري او باطني څهره تر څېړنې لاندې ونیسئ. ځیني ظاهري پاڪ وي، ځیني باطني پاڪ وي او ځیني هم ظاهري او هم باطني پاڪ وي. ظاهري او باطني دریځ عزت باید له زړه وشي په خوله نه، خوابدی باید په خوله وشي له زړه نه، رب دې موږ همدغسی ڪړي ، خو اوس ډیرئ برعڪس یو... 

زه وايــــــم:
"چې ځينې انسانان څومره لوست ڪړي وي, خو چې دوه مخې انسانان يې ونه پېژاندل نالوستي, یانې بې تعلیمي دي" دوه مخې انسان هغه انسانانو ته وویل ڪیږي چې په خوله ډېر خواږه او په زړه ڪې لڪه زهر دومره ترخه وي؛ دومخې انسانان تل په دې هڅه ڪې وي چې د خلڪو په پټو رازونو ځان پوه او نورو خلڪو ته یې بربڼډ کړی او وروسته بیا په هغه رازونو چې یې بربڼډ ڪړی دي په ظاهراً ڪې خفه خو په باطن ڪې بیا ډیر دا خوشحالی احساس ڪوي دوه مخې انسانان لڪه د ڪتاب مخونه څومره چې یې په حقیقت او اصلیت پوه شې همدومره به یې دا نورو مخونو په پیدا ڪولو ڪې تشخيص ڪوي تر څو دا ڪتاب په اصلې مفهوم باندې پوه شې چې دا ڪتاب اصلې موخه څه شې ده ځڪه چې دوه مخي انسانان هم لڪه د ڪتاب مخونه چې همیش د تغیر په حالت ڪې وي او هیڅ وخت په یوه حالت ڪې نه پاتې ڪیږي لڪه د چاپلوسې د قسم خاصیت یی ځانته غوره ڪړی وي.

۲ـ هینداره زما تر ټولو نږدې ملګرې ده، ځکه کله چې ژاړم نه را پورې خاندي؛
انسان پیژندنه سخته ده: ډېر به مو اوریدلي وي، چې انسان په سخته پیژندل ڪیږي، یا په بل عبارت تر هغو چې د یوه انسان سره ګډ ژوند و نه ڪړي یا هم په سفــر ڪې ورسره ملګـری نه شي، د هغه انـسان اصلیت، شخصیت او ڪړه وړه نه شي درڪ ڪولائ. چې دا به سـم وي یا بـد.؟

دا هم سم تحلیل دی. خو زما تجربه دا ده، سره له دي چي انسان/ملګری په سخته پیژندل ڪیږي، خو ځیني انسانان پرته له سفر او ګډ ژوند ڪولو څخه هم ژر یا په لږ ځنډ سره پيژندل ڪیږي. ځينې انسانان په ظاهر ڪې ډېر ښهء شخصیتونه ښڪاري؛ خو چې لږ ډېر يې وپېژنې، پرته له ظاهر نه، نور د شخصیت هېڅ نښه په ڪې نه وي.
ولې موږ اڪثر د اصلیتونو د مثال لپاره الماس ڪاروو؟ ځڪه چې الماس په هر حالت ڪې د خپل د الماسیت خواص ساتي او تل یو رنګ وي، زموږ او ستاسو شاوخوا په ژوند ڪې ډېر اصیل خلڪ شته حتا ویلی شو چې ټول اصیل دي، خو انسانان هغه وخت خپل اصلیت ښایي چې تمه یې درنه پرې شي، نور ورته په درد ونه خورې، نو هدف مې دلته دا دی ڪه غواړئ چې د خلڪو دوه مخې او ڪم اصلیت مو خفه نڪړي، نو هر چاته خپل معیار او انټروال وټاڪئ.

رښتيني انسانان د نورو لپاره ګټور واقع ڪېدای شي او ښه خلڪ وي، خو دوه مخي او نا رښتيني بیا هغه وخت ښه وي چې موخه ولري، ڪله چې موخه پوره شي، بېرته خپل اصلي څېره ښڪاره ڪوي.
 
د نن وخت خلڪ مو انسانيت، اخلاقو، ملګرتيا او صداقت ته احترام نڪوي; بلڪې استعداد، پيسو او هنر ته مو احترام لري. ڪه خداى مه ڪړه، دا هر څه درسره سبا نه وو، هېڅ يو درسره نشته. نــو ډېر اختياط کوئ، چې د وخت او مطلب پرستۍ زامن مو استعمال نڪړي، خپل استعداد، پيسو او هنر ته مو احترام وکړئ، وخت، مينه او ښه ډېر ارزښت ورڪړئ. "ځينې انسانان هېڅ څه به نه وي؛ هو ستا پر استعداد او هُنر ځان ښودنه ڪوي، تل همدې موقع ته په تمه وى ترڅو ستا ابتڪار، ڪړنې، هُنر او خدمت خپل نوم ڪړي ڪاذب غرور، يوازې ځان خوښونه، شهرت پسې ليونی او د نور پر وړاندې ځان د خپل اصلي حالت څخه لوړ او دانا معرفي ڪول رواني ناروغي ده خصوصاً افغان ټولنه ڪې ډير خلڪ لري. پوڪ انسان د هيچا نه خوښيږي، انسان چې څومره پوهه وي همدومره خاڪساره او عاجز وي"هر سړی غواړی چې په دې نړۍ ڪې شهرت تر لاسه ڪړي ځینې یې د یوه عزتمند شهرت په تلاش ڪې دي چې د عزتمند شهرت په ترلاسه ڪولو سره به یاد ڪسان د روح تسڪین او ارامتیا ترلاسه ڪړي او ځینې یې بیا د ڪذب او بې عزته شهرت لپاره نه ستړي ڪیدونکي هلې ځلې ڪوي چې په ڪاذب شهرت سره خپله ابرو د لاسه ورڪوي مونږ چې هر څه ڪوو باید هر اړخ یې په نظر ڪې ونیسو.