جنرال فلاين: ولې مې درې کلي هوار کړل؟

 په ارغنداب کې د امريکايي عملياتو مشر جنرال فلاين له يوې امريکايي رسنۍ (ډنجر روم) سره په مرکه د د ې خبرې ځواب ويلی دی ، چې ولې يې په ارغنداب کې درې کلي په بشپړه توګه له منځه يوړل.  

د اکتوبر پر شپږمه نېټه چې  جنرال فلاين د کندهار په ارغنداب کې عمليات پيل کړل ،طالبانو د (تاروک کلاچه)، (خوسرو سفلی) او (لوړ بابر) کليو کې کمين نيولی وو او کورني بمونه يې جوړول. جنرال فلاين پر دغو کلو د لسګونو زرو کيلو بمونو د اورولو امر ورکړ او د بلې ورځې په پای کې درې واړه کلي د ارغنداب له نقشې څخه ورک شوی وو. 

فلاين وايي، چې دی اړ و د طالبانو پر وړاندې دغه ډول سخت ګام پورته کړی. د ده په وينا طالبانو په دغو کليو کې پناه اخيستې وه او شاوخوا ټول پټي يې له بمونو ډک کړي وواو په وروستيو دريومياشتو کې له بمونو څخه د سيمې د پاکولو ټولې هڅې ناکامه شوې وې ، نو له همدې امله يې د دغو کلو د هوارولو امر ورکړ. فلاين يوازې پر تاروک کلاچه باندې ۴۹۲۰۰ پاونډه بمونه او راکټونه اورول او کلی يې په بشپړه توګه له منځه يووړ، خو په نورو دوو کليو لا هم يو څو کوره ولاړ پاتې دي.
اوس کليوالو د خپلو کورونو د بيا جوړولو چارې پيل کړي ، خو داسې نه ښکاري چې د فلاين د دندې تر پايه دې دغه کلي بيا جوړ شي.