انګېزه د کار له ترسره کولو سره د لېوالتیا په مانا ده، ښایي موږ خپله دنده ایزه، احساسي یا د مینې لرلو انګېزه له لاسه ورکړو او نور له دوام ورکولو سره کومه لېوالتیا ونه لرو.
څنګه باید د بې انګېزې کېدلو مخه ونیسو؟ په لومړي ګام کې د دې لپاره، چې د بې انګېزې کېدلو مخه ونیسو، باید په دې باندې پوه شو، چې کوم څیزونه د انګېزې د رامنځته کېدو سبب ګرځي؟ په دې لیکنه کې هوډ لرو، چې دې پوښتنو ته ځواب ورکړو، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه ولولئ.
د انګېزې د رامنځته کېدو لاملونه
په هره برخه کې د انګېزې د ساتلو لپاره، باید پوه شو، چې څه څیزونه د دې سبب ګرځي، چې تل انګېزه ولرو او کوم څیزونه دې دننني حس ته د زیان رسولو سبب ګرځي؟ له همدې امله د انګېزې د رامنځته کېدو د لاملونو پېژندل مهم دي.
ځواک ته اړتیا د انګېزې د رامنځته کېدو له لاملونو څخه لومړنی لامل دی
ارواه پوهنه د دوه ډوله ځواکونو ترمنځ توپیر مني، یو یې ځان غوښتونکی او ځان محوره او بل یې ګټور او ټولنیز ځواک دی. ځان محوره هغه ځواک دی، چې فرد د خپلو کارونو د اغېزو په اړه فکر نه کوي او دغه راز له اغېزو څخه یې خبر نه دی. د بېلګې په توګه: هغه ځواک، چې ځان غوښتونکي او خود غرضه یا ډیکټاټور افراد یې له خپل ځانه ښکاره کوي. له ګټور ځواک څخه موخه هغه ځواک دی، چې فرد له هغه څخه د ښه کېدو او د ګډو ګټو لپاره، په خلکو باندې د اغېز ښندلو لپاره ترې کار او خوند اخلي، ځکه مثبتې اغېزې لري.
همدا ساده تعریفونه د خلکو په منځ کې د انګېزې د رامنځته کېدو یو له لاملونو څخه دی. ځواک زموږ ترمنځ یوه خوږه اړتیا ده، نو کولای شي، د انګېزې یو لامل هم وي، تاسو په خپلو چلندونو کې کوم ډول ځواک ټاکئ؟
اړیکې ته اړتیا
له افرادو سره اړیکې او ټولنیزو اړیکو ته اړتیا یوه له بنسټیزو بشري اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، موږ په ذاتي توګه له نورو سره، له اړیکې څخه خوند اخلو. د بېلګې په توګه: هغه کسان، چې ډېره اړیکیزه اړتیا لري، کارونه له هغو کسانو سره، چې ورسره مینه لري، ترسره کوي او له ترسره کولو څخه یې خوند اخلي.
کله چې موږ یوې ګډې موخې ته د رسېدو لپاره هڅې کوو، هغه کسان چې یوازې نه دي اړیکه یې د هغوی لپاره د انګېزې د رامنځته کېدو لپاره په یوه لامل باندې بدلېږي، په پای کې، هغې موخې ته چې ورسېږو، نو ښه احساس به ولرو. د یوه ستر ټیم غړي له حضور او له یو بل سره، له اړیکې څخه انګېزه اخلي.
بریا ته اړتیا د انګېزې د رامنځته کېدو له لاملونو څخه دی
هغه کسان، چې بریا ته ډېره زیاته اړتیا لري، خوښېږي یې، چې خپل امتیازات وساتي، د خپلو کړنو له ډول څخه فیډبک واخلي، څه دا یوې درې میاشتینۍ موخې ته د رسېدو په مانا وي یا یوې خیریه موسسې ته د میلیون هاو کسانو را ټولول وي. هغه کسان، چې د بریا په تګلوري کې دي، په دوامداره توګه د بریا لپاره هڅې کوي، هغوی نا خوندي زده کوونکي دي، هرڅومره چې نن ښه وي، له شته وضعیت څخه راضي نه دي، هغوی تل هڅه کوي، چې غوره کړنې ترسره کړي.
وروستي