د عربي نړۍ سره د چین نږدې او خوږې اړيکې کولی شي په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو اقتصادي نفوذ کمزوری کړي، او همدارنګه د پیټرو ډالر انحصار را کم کړي. دا ډول شتونتياووې وروسته له هغه لا ښکاره شوې چې سعودي عربستان ته د چین ولسمشر شي جین پینګ دری ورځنی سفر وکړ او د سعوديانو لخوا له خورا دروند هرکلي سره مخ شو. ریاض ته د چین د ولسمشر تګ نه یوازې په سیمه کې بلکې په نړیواله کچه د پام وړ پیښه او د نړيوالو رسنيو د سرټکی ګرځېدلی دی. د چين ولسمشر د دسمبر له اوومې څخه تر نهمې پورې، دوه سرمشریزې په یو وخت کې د سعودي په پلازمینه رياض کې د عربي نړۍ له مشرانو او د خليجي هېوادونو د همکاري شورا له غړو هېوادونو سره ترسره کړې.
چين او سعودي د څه باندې ۲۹ ميليارده ډالرو په ارزښت ۳۵ تړونونه لاسليک کړل او په يو ډول سعودي وښودله چې د چين سره اړيکې دوی ته د امریکا د اړيکو سره مشابه او په يو ډول ارزښت لري او د چين له ولسمشرڅخه یې په بې ساري ډول هرکلی وکړ چې پکې عربي اسونو د چين د ولسمشر د موټرو کاروان بدرګه کاوه او په اس سپرو پکې د چين او سعودي بيرغونه برچپک روان کړي وو. دا د تېر اوړي د هغه پېښې برعکس وه چې پکې د سعودي ځوان وليعهد محمد بن سلمان د امريکا له ولسمشر جو بايډن څخه ډېر سوړ استقبال وکړ او د ډېرې ټيټې کچې ښه راغلاست یې ورته ووايه او يوازې د سوکانو په جنګولو یې له يو بل سره ستړې مشې وکړه ، سعودي سلطنت په دې سره واشنګټن ته مستقيم پېغام ورکړ چې که تاسې اړيکې نه رغوئ چين هم شته او له چين سره اقتصادي راکړه وکړه هم کولای د دوی اقتصادي بسياينه تامين کړي او هم له نورو هېوادونو سره خپلواکې اړيکې رامنځته کولای شي.
د چين د ولسمشر د سفر انځورونه تر اوسه پورې د عربي ورځپاڼو د لومړیو مخونو سرخي ګرځېدلي ، او ولسمشر شي په شخصي توګه د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان لخوا له دروند هرکلی سره مخ شوی و. په عربي نړۍ کې هر هېواد ته دومره اهميت او ارزښت نه ورکول کېږي د درېيمې نړۍ او اسيايي هېوادونو د ډېری مشرانو په لیدلو خو يې ان څوک خبرېږي هم نه او نه هم هرڅوک په دې ډول دبدبې سره استقبال کېږي.
سعودي غواړي چې له چين سره اوږدمهاله او ښې اړيکې رامنځته کړي؛ چين د معلوماتي ټيکنالوجي، ساختماني، انرژي، ټرانسپورټ،چاپېريال ساتنې او سيمه ييز امنيت په برخه کې د پراخې همکاري ژمنې وکړې او سربېره پر دې په دې کتنو کې تر ټولو جالب ټکي دا و چې چين له سعودي وغوښتل چې له دې وروسته به د نفتو سوداګري د چين په پولي واحد ( ين) کوي او دا چې چين د نړۍ تر ټولو د نفتو زيات مصرف کوونکی هېواد دی او سعودي یې د نورو هېوادونو په پرتله د نفتو په برخه کې تشه زياته ډکوي او د چين د نفتي وارداتو ۱۷ سلنه له سعودي څخه تامين کېږي يو ستر اقدام ګڼل کېږي او دا به د ډالر موقف په جدي توګه د وخت په تېرېدلو سره کمزوری کړي.
د منځني ختيځ نور هېوادونه هم په ورته ډول له چين سره خپلې اړيکې پياوړې کول غواړي په ځانګړي ډول دا هېوادونه په اقتصادي برخه کې له چين سره د بېلابېلو قراردادونو په تيارولو بوخت دي د بېلګې په توګه، قطر په دې وروستیو کې له بیجینګ سره د ۲۷ کلونو لپاره د طبیعي ګازو د رسولو په برخه کې یوه موافقه اعلان کړه.
د اوکرایین کړکیچ درازولو او پراخولو ته د متحده ایالاتو لیوالتیا وښودله چې اقتصادي دیکتاتورۍ یې پيل کړې ده. د هغو هېوادونو پر وړاندې چې د دوی پر پله پل نه ږدي بندیزونو ته دوام ورکوي او د روسیې او نورو اعتراض کونکو هیوادونو په وړاندې د تیلو نرخونه لوړوي او يا یې نفتو ته نرخونه ټاکي او په دې کار سره د ازادې سوداګرۍ اصول تر پښو لاندې کوي. دا ډول محدودیتونه پر هر هېواد او هر ملت اغېز کولای شي. په ورته وخت کې، په ملي اسعارو سره راکړه ورکړه د بهرنیو عواملو څخه اقتصادي خپلواکي او د انرژۍ امنیت تضمینوي. د اقتصادي راکړې ورکړې په برخه کې د هېوادونو لخوا د امریکايي ډالرو رده ول د امريکا د خپلسرۍ په وړاندې يو ډول دفاع ده.
سعوديانو د شي جين پينګ له دې وړانديز سره تقريبا هوکړه کړې ده او ژمنه يې کړې کړه چې د چينايي همکارانو وړانديزونو ته به پام وکړي. سعودي عربستان لخوا د (چينايي ين) کارول به په يو ډول د شانګهای همکاريو سازمان غړو هېوادونو ته زېری وي او کېدلای شي چې په اوږدمهال کې ددې هېوادونو لخوا هم په خپلمنځي راکړو ورکړو کې چينايي ين او يا هم هغه کرنسي چې د شانګهای د همکاريو سازمان یې په اړه اعلاميه خپره کړې د اقتصادي پېرو پلور په برخه کې رواج شي.
د شي جین پینګ او محمد بن سلمان ترمنځ خبرو ته په اقتصادي برخو کې د خورا پرمختګ په سترګه کتل کیږي. د بیجینګ او ریاض ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو ګڼ هوکړه ليکونه د پلي کېدلو په درشل کې دي.
وروستي