منطق؛ له کومه راغی؟

منطق هغه وسیله یا ټوول دی چې پر بنسټ یې پر یوې موضوع فکر او بحث وکړل شي، یعنی موږ چې هر څه وايو زموږ په بحث او استدلال کې داسې یو تسلسل، دلایل او رده بندي موجوده وي چې که موږ د دغه بحث پایلو ته رسیږو نو باید پایله مو سمه راوخیژي او ښې پایلې ولرو. 

د منطق د تاریخي شالید څیړوونکي وایي؛ ارسطو له لومړنیو علماو دی چې د منطق بحث یې راپورته کړی. ویل کیږي چې بحث له ځینو ټولنیزو او حقوقي مسایلو پیلید، لکه ویل کیدل عدالت څه شی دی؟ او بیا دغه بحث اوږدیده او د (سنو باولینګ) په څېر ورسره نور بحثونه هم یو ځای کیدل. ارسطو د منطق په برخه کې ګڼ شمیر کتابونه ولیکل او ګڼ استدلالونه یې پکې وړاندې کړل.

بیا له ارسطو وروسته چې نور علما راتلل نو د منطق بحث کې یې نوي ایجادونه کول.
دغو بحثونو همداسې دوام درلود، خو د مسلمانانو ترمنځ ډیر کم و، چې بیا د مامؤن الرشید په دوران کې د علم له پراختیا سره د مسلمانانو ترمنځ د منطق بحث هم ډير تود شو او مطالعې او بحثونه پکې پیل شول. 

د مامؤن رشید حکومت په بغداد کې ډير علما پر ځان راټول کړي و او د علمي برخې پیاوړتیا ته یې ډیر کار کاوه، ځکه خپله مامؤن رشید چې د هارون رشید زوی و، د علم طرفدار شخص و.

د مامؤن رشید تر دورې وړاندې، د یوناني توراس ګڼ کتابونه چې منطق یې هم برخه وه له یوناني عربي ته وژباړل شول چې عیسایي عرب؛ یوحنا پکې ډیر لاس درلود.

ورسره بیا د مامؤن رشید په دوره کې هم د یونان ګڼ شمیر کتابونه عربي ژبې ته و ژباړل شول، یوحنا، د یوناني توراس ترڅنګ، د میتافزیک کتابونه او د عقایدو کتابونه عربي ته وژباړل چې د منطق د بحث رامنځ ته کیدو ستر لامل شو.

خو یوه تیوري دا هم ده چې د منطق کتابونه او نور ورته بحثونه د عربانو ترمنځ تر دې مخکې هم شوي و او کتابونه پرې لیکل شوي و خو چې کله په عربو کې ځینې فاجعې رامنځ ته شوې له امله یې ټول علمي بهیر له منځه ولاړ او وروسته بیا عربان دویم ځل اړ شول چې یوناني ته له عربي ژباړل شوي کتابونه بیرته عربي ته وژباړي.

خو دا هم ویل کیږي چې تر ارسطو وړاندې نه کوم عربي او نه کوم بل عالم په دې برخه کې کار کړی.

کله چې د مامؤن رشید په دور کې د مسلمانانو ترمنځ د منطق بحث پراخه شو نو لومړنی عالم چې په دې برخه کې یې ډیر زیات کار وکړ، هغه ابویوسف الکندي و. کندي په یوناني، هندي او ایراني فلسفو کې بلد و او پهلوي ژبه یې هم ښه زده وه چې له دغو ژبو یې کتابونه عربي ته وژباړل.

له ابویوسف الکندي وروسته بیا په دې برخه کې ډيرې څيړنې او کار افغان فیلسوف؛ فارابي وکړ، هغه د منطق ټول قواعد او اصول را ټول او ترتیب کړل. له هغه وروسته بیا ابن سینا هم د هغو علماو په سر کې راځي چې د منطق په علم کې یې زیات کتابونه ولیکل.

له فارابي او ابن سینا وروسته ابوحامد الغزالي هغه عالم و چې منطق یې اصلاح کړ یا په بله مانا منطق یې مسلمان کړ. په منطق کې چې کوم مسایل له اسلام سره په خلاف کې و هغه یې ترې وویستل. د فلسفې او فلسفې ته ورته موضوعات یې ټول ترې لرې کړل چې اسلامي پوهانو مبهم ګڼل یا له اسلامي اصولو سره په ټکر کې ګڼل کیدل.

ابوحامد الغزالي به ویل هر هغه څوک چې په منطق نه پوهیږي هغه عالم نه دی، ځکه تر هغې چې د علم مقدمات ترتیب نشي تاسې د مسایلو اصلي او صحیح پایلو ته نه رسیږئ او چې سمو پایلو ته و نه رسیږئ علم مو مکمل نه دی ځکه مقدمات ټول د منطق او استدلال پر مټ ترتیب کیږي. 

له غزالي وروسته نو بیا په مسلمانانو کې منطق عام شو او زرګونه کتابونه پکې ولیکل شول چې دغه بحثونه اوس هم په بیلابیلو بڼو دوام لري.