يوه نوې څېړنه ښيي، چې که تاسې د نړۍ په هر ګوټ او برخه کې ياست نو په مستقيم ډول د باران اوبو څښل او واورې خوړل اوس وخت کې مضر او روغتيا لپاره تاواني دي.
دغه ځېړنې ښيي چې د نړۍ په سترو او صنعتي هېوادونو کې د توليد پر مهال د (پر او پلي فلوروآلکیل يا per- and poly-fluoroalkyl) ماده کارول کېږي او اوس وخت کې دغه مادې اتموسفير ته لار پيدا کړې ده. پر او پلي فلوروآلکیل داسې ماده ده چې هېڅکله له منځه نه ځي او ورته (د تل لپاره کیمیاوي توکي/forever chemicals) وايي.
دغه مادې د نړۍ په صنعتي هېوادونو کې اتموسفير ککړ کړی او له امله يې د باران او واورې اوبه زهري شوې دي. که چېرې يو څوګ د نړۍ په يوې ډېره لېرې او وروسته پاتې سيمه کې هم اوسي، خو دا چې دغه ماده اتموسفير ته رسېدلې ده، نو د باران اوبه او واوره هلته او د نړۍ په بل هر ځای کې ترې اغېزمنې شوې دي.
دغه څېړنه کې ويل شوي دي، چې په مستقيم ډول د باران اوبو څښل او واوري خوړل، شونې ده چې سرطانونه، د ځيګر خرابېدل، په ښځو کې شنډوالی، ساه لنډي او تايروئيد ناروغي رامنځته کړي. کله چې د باران اوبه او واوره د ځمکې په وسيله جذب او بيا ترې ګټه واخېستل شي، نو دغه کيمياوي ماده په کې له منځه ځي او ترې بهر پاتې کېږي.
وروستي