زمونږ د فابریکې سره نږدې د سهارنۍ (ناشتې) پلورنځی وو. مونږ به اکثره سهارنۍ (ناشتې) په همدې ځای کې کوله. په دې ځای به زیاته ګڼه - ګوڼه وه. ما یو کس د نظر لاندې نیولی و، چې ډېر ځله به راغی سهارنۍ به یې وکړه، غلی به و، چې کله به خلک ډېر شول نو پرته له پیسو ورکولو به پټ ووتلو. يو ځل چې هغې خواړه خوړل یعنې سهارنۍ یې کوله، زه پټ د پلورنځي څښتن ته ورغلم او ورته مې وویل چې دا مخامخ کس سهارنۍ وخوري او کله چې ګڼه - ګوڼه شي پرته د پيسو د ورکړې پټ ووځي، نن باید ونه وځي، دا باید ونیول شي، زما خبرې چې څښتن واوریدلې ويې خندل، راته یې وویل دا پریږده، دې ته څه مه وایه، وروسته خبرې کوو، د تیر په څیر هغې کس سهارنۍ وخوړله او اخوا دیخوا یې ولیدل او پټ ووتلو.
ما د سهارنۍ پلورونکي (څښتن) نه وپوښتل چې ولې دې پریښودلو...
راته وویل یواځې دا تا کتلی نه دی، ډېرو کتلی دی او ماته یې ویلي هم دي، که هغوې ویلی وی کنه ماته خپله هم پته ده، زه وینم چې کله سهارنۍ وکړي ګوري چې خلک زيات شي ووځي، ما تل پریښی دی، هیڅکله مې را ایسار کړی نه دی او نه مې د هغې د بې عزته کولو هڅه کړې ده. ځکه چې زه دا ګڼم چې زما په پلورنځي ګڼه - ګوڼه ده، دا ګڼه - ګوڼه د همدې د دعا له کبله وي، ځکه چې دی د سهارنۍ خوړلو وروسته دعا کوي چې ګڼه - ګوڼه جوړه شي او زه پټ ووځم او رښتیا هم خلک زيات شي. نو زه څنګه د دې او او الله ترمنځ قبولې شوې دعا کې راشم، او خپل رزق کې خپله په لته ووهم.
وروستي