د اداري ستونزو پیژندل او حل

عامه ادارو او سازمانونو کې د موخو ترلاسه کولو په وړاندې خنډونه طبیعي خبره ده، کاري  چاپیریال تل ننګونو  سره مل وی. د سوکاله او خوندي  کاري محیط رامنځ ته کولو اړتیا ته په کتو اکثرو ادارو کې د اړیکو ساتلو او په هغو د څار څانګې (Departments) خپلواک فعاليت کوي. په اصل کې اصول او قواعد د دي لپاره جوړ شوي دي چې د ستونزو راټوکیدو احتمال تخمین، او صفر ته نږدې حد کې وساتل شې. اداري کې د موجوده او راتلونکو احتمالې  ستونزو پیژندل دومره مهم دي لکه طبیب چې د ناروغ مرض تشخیص او درملنه یې وکړي . موږ دلته د ستونزو په نطفه کې خنثیَ کولو لارې چارې وړاندې کوو. لومړۍ  ستونزه پیژندل اړین دي لکه چیرته ستونزه ده؟ ولې رامنځ ته شوې ده؟ حل لاره يې کومه ده؟ خو دلته موږ  ستونزه پیژندل شوې فرض کړي ده او یوازې دریمې پوښتنې ځواب لټوو.

۱ـ د قوانینو او مقراراتو پیروي:  ادارې پلان کې ټاکل شوو  موخو ته رسیدل او د  کړنو ترسره کولو لپاره یو لړ اصولو او مقرراتو  شتون اړین دي  تر څو د فعالیتونو محدوده وټاکل شې، اداره چې کومې تمې له کارمندانو لرې ترلاسه کیدو یا نه ترلاسه کیدو حالتونو کې یې  عکس العمل چې مجازات او مکافاتو  یې بولو روښانه دي. نو د مقرراتو په وسیله ستونزې او شخړې حل او د راپیدا کیدو مخنیوی يې  کولی شو.
   
۲ـ څیړنه: د با استعداده بشري قوي پیدا کول او ګومارنه د لټونګرو هڅو تابع ده په دې برخه کې حتیَ لوړ لګښتونه هم مجاز دي،  په کار پوه بشري قوې پیدا کول له څېړنو پرته ناممکن دی، کله چې اداره کې ماهره، مسلکې کارمندانو شتون ولرې ستونزې تر ډیره بریده  حل یا د راټوکیدو احتمال يې کمښت مومې.
  
۳ـ کاري وجدان: د اداري قوانینو تابع دارې، مسؤلیتونو احساس، دندې ترسره کولو کې  نهايي کوښښ، د حاضرۍ پابندي، اداري اخلاق، داسې سل نور کاري وجدان کې راځي. د کاري وجدان ویښتیا اداري چاپیریال باندې ژور تاثيرات لرې. د منازعاتو حل او په اداره کې د غوره محیط رامنځ ته کول، کاري وجدان سره بشپړه تړلي سکالو (موضوع) ده. 
دین، مذهب، کلتور، عادات، او د اخلاقیاتو تعلیم په کاري وجدان اغیزمن عناصر دي.

۴ـ تجربه : با تجربه کارکوونکو ګمارل د رهبري له لومړیتوبونو څخه ده. بی تجربه کارمندان د ستونزو پر مهال لارې ورکوي او دهغوی  سره په تعامل کې پاتې راځې. همدا راز ده چې ادارو کې تغیر او تبدیل اصل منل شوی تر څو د مراجعینو بیلابیلو غوښتنو سره مخ شي او تجربه حاصله کړي. مجربو کارکوونکو  لرل،  ادارې محصول اندازه  ټاکلو کې مستقیم مثبت رول لرې. نو د با تجربه کارمندانو استخدام د ستونزو او تصدماتو په مخنیوی کې د توجه وړ ده.

۵_ زده کړې: لوړي زده کړې د کارمندانو د توانايې په اوچتولو کې غوښینه برخه لري. اکثره ادارې د ژوند په اوږدو کې علمي لاسته راو.