د اداراتو په مؤثریت د سرپرست (Caretaker) اغیزې

د حکومت دستګاوې د بېلابېلو لاملونو په نظر کې نیولو سره دوامداره د چارو مسؤول نشي ټاکلی نو د خلکو د  غوښتنو  پوره کولو لپاره سرپرستان ګماري تر څو له ازمایښتي دورې څخه تېر او تل لپاره د ادارې مشر شي. پوښتنه دا ده آیا د دوی مؤثریت په ادراتو له دایمي مشر سره  توپیر  کوي؟ که یې کوي په کومو دلایلو سره! 

۱ـ صلاحیت او مسؤولیت: 
په عامه ادارو کې د صلاحیت او مسؤولیت تر منځ موازنه ساتل کیږي ، د کړنو په ترسره کولو کې شفافیت او له کړنو څارنه، د تام او بشپړ صلاحیت او مسؤولیت غوښتنه کوي. نو په دې اساس رسمي مشر دواړه لري  او سرپرست مشر مسؤولیت لري اما صلاحیت نه لري، چې دا اوتومات په ادارو کې مؤثریت اغیزمنه وي.

۲ـ اړتیا
دولتي ادارو کې د ځینو ضرورتونو له امله سرپرستان ګمارل کیږي لکه  په جمهوري نظامونو کې چې  په ټیم کې وړ کس   پیدا نشي نو له ټیم بهر ګمارنې کوي د وخت په تېریدو سره ګوري چې آیا د ټولنې غوښتنو ته ځواب  ویلی شي، لکه د یو چا چې سیاسي شالید ښکاره نه وي سرپرست ګمارل کیږي، نو اړتیا نه بغېر د سرپرست په توګه د اداراتو سرپرستي غیر قانوني ده خاصتأ چې له شپږو میاشتو  واوړي. غیر قانوني مشري د اداراتو راتلونکي تیاره معرفي کوي.

۳ـ تخصص: 
په عامه اداراتو کې متخصص او په مدیریت پوه کسان د ګمارلو اولویت حق لري د پورته ادعا په اساس سر پرست په نظام کې خلا د ډکولو لپاره ګمارل کیږي نه د هغه د وړتیا له مخې، نو غیرمتخصص اشخاصو د ادراتو د منابعو په استعمال کې ضایعات او ادارې محصول له کمښت سره مخ کوي.
 
۴ـ  د پلانونو عدم تطبیق: 
هر مشر او رهبر د یو جامع منلي پلان سره کاري دنده پیل کوي د پلان نشتون او متواره تغیر  اداري ستونزې زیږه وي سرپرستان د اوږده مهاله پلان سره ځان نشي عیارولی، یا  د تطابق په صورت کې اړ دي لنډمهاله برنامې جوړې کړي، دوامداره لنډمهاله پلانونه په عدم لرلید دلالت کوي، اداري موخې صدمه ویني، چې دا پخپله بې کیفایتي ده.  

۵ـ حساب ورکونه:
حساب ورکونه د سالمې ادارې غوښتنه او د شفافیت منځ ته راتلو لپاره د نښي مینځ ده،  سرپرست دنده ترسره کوي چې د حساب او کتاب وخت راشي بل کس مقرر کیږي. 

نهایتأ باید کوښښ په مسلکي، متخصص، متعهدو اشخاصو باندې وي د اړتیا نه پرته سرپرستانو ګمارل کاملأ د یو سیستم په زیان ده.