پلار یا مور اوسېدل د نړۍ یو له سختو کارونو څخه دی، دا دنده څلیریشت ساعته ده او کولای شي ډېره ستړې کوونکې وي، خو مهمه ده، له دې ټولو ستړیاوو سره سره ځینې مسایل مراعات کړئ، ترڅو د ماشوم جسم او په نفس باندې اعتماد ته زیان ونه رسېږي، باید په داسې توګه هغه وروزئ او دغه راز ورسره داسې چلند وکړئ، ترڅو په لویوالي کې سربېره پر دې، چې ستاسو ویاړ شي، خپله هم په بشپړه اروایي روغتیا کې ژوند وکړي.
له ماشومانو سره یوه اړیکیزه تګلاره، له هغه سره خبرې کول دي. که وکولای شئ له خپل ماشوم سره د سمو خبرو کولو تګلاره زده کړئ، په غیر مستقیمه توګه هغه ته سمې خبرې کول ورزده کوئ.
۱ ـــ نیوکه کول
ډېری والدین، د دې لپاره، چې ماشوم یې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي یا خپل خواړه په بشپړه توګه وخوري، تل پرې نیوکې کوي. دا چلند په هېڅ وجه سم او مناسب نه دی، د ټایم مجلې د راپور پر بنسټ، دا کار د دې سبب ګرځي، چې ماشوم مقاومت وکړي او ستاسو د هیلو پرخلاف کړنې ترسره کړي، دا مسئله همدا راز د دې سبب ګرځي، ترڅو ماشوم د خوړو خوړلو له وختونو څخه وتښتي او هڅه وکړي، چې خپل ځان په نورو کارونو باندې بوخت کړي.
۲ ـــ لنډ ځواب ورکول
هغه والدین، چې په لڼد ځواب سره ماشوم دې ته اړ کوي، چې له دوی څخه اطاعت وکړي، په هېڅ وجه یې د ماشوم د روزلو لپاره سمه تګلاره نه ده ټاکلې. د دې عبارت په ویلو سره: «د دې لپاره، چې زه وایم!» د دې سبب ګرځي، ترڅو ماشوم د مسایلو په اړه په ژوره توګه فکر ونه کړي، له هغه څخه د تحلیل او پوښتنې کولو ځواک اخلئ یا د دې عبارت ویل: «هر څه چې زه وایم، باید ترسره یې کړې» په دې مانا دی، چې خپل ماشوم ته هېڅ ډول درناوی نه لرئ او هغه به هم تاسو ته درناوی ونه کړي. د ماشومانو د سمې روزنې لپاره، د هغوی د پوښتنو د ځوابولو لپاره وخت په پام کې ونیسئ او په ډېر زغم سره ځواب ورکړئ.
۳ ـــ ماشومانه چلند کول
ماشومان له هغه څه څخه ډېر زیات ځیرک دي، کوم چې تاسو یې تصور کوئ، اړینه نه ده، چې خپل غږ ماشومانه کړئ یا په ډېرو ماشومانه کلیمو له هغه سره خبرې وکړئ، ترڅو خبرو ته مو غوږ ونیسي. ماشومان له یو بل سره د خلکو خبرې اوري او ماشومانه خبرې کول خپل ځان ته یو ډول سپکاوی ګڼي.
۴ ـــ بوخت اوسېدل
د ماشومانو خوښېږي، چې هغوی ته ارزښت ورکړئ، په همدې دلیل ډېره زیاته مهمه ده، چې واقعاً هغوی ته ارزښت ورکړئ. له خپل ماشوم سره د خبرو کولو پرمهال، خپل موبایل لیرې کړئ او په ښه غور سره یې خبرې واورئ، دا چاره د دې سبب ګرځي، ترڅو په نفس باندې اعتماد پیدا کړي او د ارزښت لرلو هغه حس، چې په لټه کې یې دي، له تاسو څخه یې واخلي.
۵ ـــ ډېرې خبرې کول
د کارپوهانو څېړنو څرګنده کړې ده، د انسان مغز کولای شي، چې هر ځل په منځنۍ کچه ۵ تر ۹ موضوع ګانو حافظې ته وسپاري، دلیل یې همدا دی، کله چې ماشومان له خپلې وړتیا ډېر څه اوري، نور نو د پاتې خبرو له اورېدو سره کومه لېوالتیا نه لري. که غواړئ خپل ماشوم ته ډېر زیات مسایل ورزده کړئ، نو هغه په څو کوچنیو برخو باندې ووېشئ، ترڅو غوره پایله ولرئ.
۶ ـــ له غندونکو او رټونکو اصطلاح ګانو څخه ګټه اخیستنه
هېڅکله له هغو اصطلاح ګانو څخه، چې په ماشوم کې د ګناه حس د رامنځته کېدو سبب ګرځي، ګټه مه اخلئ. ماشومان له هماغه پیله د همدردۍ حس نه لري او نه شي کولای، چې ډېری څیزونه درک کړي. نباید د هغو تېروتنو لپاره، چې کوي یې، وې غندئ او وې رټئ.
۷ ـــ ګواښل
د ماشوم له سترولو څخه موخه دا نه ده، چې خپل اطاعت کوونکی او فرمان وړونکی یې وروزئ، باید ماشومانو ته د فکر او تېروتنه کولو فرصت ورکړئ. د ماشوم ګواښل د دې سبب ګرځي، ترڅو د هغه په نفس باندې اعتماد له منځه لاړ شي او په ستروالي کې له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان شي.
وروستي