کرونا په نړۍ کې څه بدلونونه راوستل؟

د پيل خبرې
کرونا په ۲۱مه پېړۍ کې په نړۍ کې د یوه مهم بدلون پيلامه ده چې د سیاست پوهانو د وړاندوینو پر بنسټ دې ښکارندې په نړیوالو روابطو کې هم ډېر بدلونونه راوستلي او دې ویروس د نړۍ داسې هېوادونه هم وار خطا کړل چې پر نړۍ د واکمنۍ ادعا يې کوله.
 
د کرونا موضوع یو ځل بیا نړیوالو ته ور یاد کړه چې په ملي او نړیواله سطح د امنیت تامین یوازې د یوه هېواد د پوځي تجهیزاتو په برخه کې په سترو پانګونو نه کېږي، بلکې په نننۍ نړۍ کې د امنیت مفهوم او تعریف يې بدل کړ او نړۍ يې په دې پوه کړه چې اقتصاد، روغتیا، ټولنه او خواړه هم د امنیت په تامین کې اړين دي.
 
مقدمه
د کرونا ویروس د نړیوالو اړیکو نظریات له نویو ننګونو سره مخ کړل، له یوې خوا د بشر د عمومي سلامتۍ او طب حوزې زده کړو، انساني علومو حوزې او په مشخص ډول نړیوالو روابطو ته لار پيده کړه او له بلې خوا دا کره شوه چې د انسان حال او راتلونکی ګډ برخلیک لري او د نړیوال کېدو مفهموم يې لا برچسته کړ.
 
د کرونا ویروس خپرېدو موږ ته وښوده چې انسان باید نړیوال نظم ته له خپلو شخصي او هېوادنۍ ګټو په پرتله ډېره ترجیح ورکړي ځکه چې په حقیقت کې د انسان درد او ښادي مشترک دي او باید پوه شي چې د انسان ځينې کړنې د ټول بشر د ګډ دښمن را پيدا کېدو لامل کېدای شي.
 
ښايي د ډېرو به یاد وي چې کله کرونا ويروس تشخیص شو نو آن د روغتیا نړیوال سازمان په شمول د نړۍ ډېر پرمختللي هېوادونه حیران و او نه پوهېدل چې له دې ویروس سره څنګه مقابله وشي چې بلاخره چیني طبیبان وتوانېدل دغه نا پېژندل شوی ویروس تشخیص او د وقايې لایحه وړاندې کړي.
 
خلاصه:
د کرونا ویروس د اوسنۍ نړۍ تر ټولو ستره، پېچلې، خطرناکه او زیان اړونکې پېښه ګڼل کېږي او دې ویروس د ټولنې بېلا بېلې برخې لکه علمي، پوځي، ډيپلوماټيکي، تجارتي او اقتصادي او نورې برخې متاثرې کړې دي.
 
دا ویروس د دې لامل شو چې بشر او په تېره بیا علمي قشر د خپلو تجربو او پوهو په اړه له سره غور وکړي او په درې بعدي فضاوو کې د زده کړې په شمول د تعلیم او تدریس نوې لارې پيدا او و ازمويي.
 
دا موضوع  په تعلیمي بهیر کې د نړۍ د یو موټي توب په لور د حرکت پيل کېدای شي او موږ ولیدل چې د کرونا ویروس له پيله تر اوسه ډېر کنفرانسونه په مجازي توګه او په انلاین ډول ترسره شول چې ښه نتیجه يې هم ورکړې ده.
 
د نړۍ سیاستوالو د علم برخې ته پاملرنه زیاته کړې ده، په داسې حال کې چې پخوا يې پوځي برخې ته پام زیات و.
 
د نړۍ د مختلفو برخو محققانو او عالمانو هم خپل پام دې ته اړولی چې څنګه وکړای شي د دغه ویروس مخه ونيسي او پر یاد ویروس د اخته کسانو درملنه وکړي.
 
پښتو یوه ټپۍ ده وايي «چې زما له سر شي تېره، خدایه دنیا مه کړې نوره ډېره»
 
د دې هدف دا دی چې انسان باید هر اقدام په ډېر دقت وکړي او داسې څه ونه کړي چې له امله يې خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدي.
 
هماغه ډول چې نړۍ د انسانانو ګډ کور شعار پورته کوو، په حقیقت کې هم باید په دې یقین ولرو چې نړۍ رښتيا د ټولو ګډ کور دی او انسانان ګډ برخلیک لري نو باید د ټولنې د سالم پاتې کېدو لپاره هېڅ شخص یا هېواد داسې کړنه ونه کړي چې هم يې ځان او هم نورو ته د ژوند په بیه تمام شي.
 
له کرونا سره مبارزه په یو اړخیزه توګه نا ممکنه ده
له بده مرغه موږ وینو چې نړۍ د کرونا وبا پيدا کېدو له هماغه پيله دوه ګونی سیاست خپل کړ او هر هېواد له کرونا سره مبارزې تګلاره د خپلو ګټو په پام کې نیولو سره برابروي چې دا کار نه یوازې ګټه نه لري، بلکې د هغو هېوادونو سالمې تګلارې هم بې نتیجې کوي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره يې خپلې کړې.
 
موږ مخکې هم وویل چې کرونا ویروس د انسان ګډ دښمن دی او نه پوله پېژني او نه قوم، رنګ او توکم.
 
خو متاسفانه انسان بیا ځان په هېوادونو، رنګ، قوم او توکم وېشلی او همدې کار کرونا ویروس ته فرصت برابر کړی چې پروړاندې يې مبارزه کم رنګه او بې نتیجې شي او خپرېدل يې چټک کړي چې دا دي اوس د نړۍ هر ګوټ ته رسېدلې او وخت په وخت خپله بڼه بدلوي او د دې کار اصلي لامل د ځينو هېوادونو ناسمې پالیسۍ دي.
 
کله چې چين په خپل هېواد کې د کرونا ویروس تشخيص کړ نو سملاسي يې ټولې نړۍ په ځانګړې توګه روغتيا نړیوال سازمان ته خبر ورکړ او ورسره یې په خپل هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره معقولې تګلارې جوړې او عملي کړې.
 
هماغه وخت چې د لومړي ځل لپاره چیني پوهانو د دغه هېواد په ووهان ښار کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه تشخیص کړه نو ياد کابو ۹ میلیوني ښار يې په بشپړ ډول کلابند او قرنطین کړ، دې ښار ته يې تګ راتګ بند کړ او ورپسې يې ډېر ژر په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ.
 
که څه هم چین د نړۍ په کچه یو ستر اقتصادي قدرت دی او قرنطین په ډېره زیاته اندازه مالي زیان ورته وارد کړ، خو چون د دغه هېواد حکومت د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکاوه نو له همدې امله يې اقتصادي زیان قبول کړ خو د خلکو ژوند او سلامت ژغورلو لپاره يې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي تګلاره په ښه توګه عملي کړه، ور پسې يې په لنډ وخت کې د کرونا څو واکسینونه جوړ او تولید کړل.
 
دې هېواد د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي علمي تګلارې یوازې د ځان لپاره منحصرې نه کړې، بلکې د روغتیا نړیوال سازمان په شمول يې ټولې نړۍ ته په وړیا توګه خپرې کړې.
 
خو په مقابل کې يې لوېديځو هېوادونو، په ځانګړې توګه امریکا حکومت خپل اقتصاد ته لومړیتوب ورکړ او د خلکو ژوند ته يې جدي پاملرنه ونه کړه، قرنطین او د ویروس د خپرېدو د مخنیوي او وقايې لپاره هېڅ معقوله تګلاره عملي نه کړه  او هماغه و چې په لنډ وخت کې کرونا ویروس د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېد او نن وینو چې د نړۍ د اقتصاد په شمول يې ټولې برخې اغېزمنې کړې دي.
 
 هدف
له دې لیکنې زما موخه دا ده چې انسان باید د ځمکې پرمخ خپلو کړنو ته متوجه وي او هېڅکله د ځان ګټه د نورو په زیان کې ونه ويني.
 
دې کې شک نشته چې نړۍ د یوه کور حیثیت لري او انسانان ټول ګډ برخلیک لري، داسې چې که وبا یا کومه ناروغي رامنځته کېږي نو هغه د ټولو انسانانو ژوند ته خطر دی نو دې ټولو ته په پام سره باید انسانان که د هر هېواد، قوم، ژبې، رنګ او توکم وي باید د نورو انسانو درد او ستونزه د ځان درد وګڼي او د همدې نظر په رڼا کې حرکت وکړي.