د هغو کسانو اوولس ځانګړتیاوې، چې تل او په هر ځای کې د خوښې وړ دي

که غواړئ، چې په هر ځای کې د ټولو د پام وړ واوسئ، کولای شئ له هغو اوولس تګلارو څخه، چې لاندې پرې رڼا اچول کېږي، ګټه واخلئ، ترڅو په هر ځای کې د خوښې وړ واوسئ، هرومرو زما په څېر له دې انسانانو څخه څو تنه یې پېژنئ، چې د ټولو پام خپل ځان ته را اړوي. هغه انسانان، چې نه شو کولای کاریز مایې وسنجوو، خو ټول له هغوی سره د هوساینې احساس کوي او جذبوي یې، هغوی څنګه دا کار ترسره کوي؟ د خدای ورکړې ډالۍ سره دې نړۍ ته راغلي دي یا په مطالعې او تمرین کولو سره په دې باندې پوه شوي دي، چې کوم څیزونه په نورو باندې ډېر اغېز لري او په خپل ژوند کې ترې کار اخلي؟ په احتمالي توګه دویم یې سم دی. زما په اند د دې انسانانو مهمې ځانګړتیاوې، د غوره کلامي اړیکو ټینګښت دی.
 
د همدې لپاره مو د دې مینه ناکو کسانو د اوولس کلامي عادتو لړلیک راوړی دی، په دې هیله، چې په ښه غور او دقت سره یې ولولئ او ګټه ترې واخلئ.
 
۱ ـــ په هرځای کې، چې کولای شي مؤدب واوسي، دي
له دې کلیمو څخه ګټه اخیستنه، لکه: «لطفاً»، «مننه کوم» ښایي په هرځای کې ورته اړتیا نه وي، خو که غواړئ، چې کاریزماتیک واوسئ، له هغو څخه ګټه اخیستنه به مو ډېره زیاته په ګټه وي.
 
۲ ـــ د نورو له کوچنیو مهربانیو څخه منندویي کوي
کله چې یو څوک د کوم څیز په خاطر له تاسو نه مننه کوي، د دې کلیمې ویل، چې «هیله کوم» ډېر زیات اغېز لري. مینه ناک انسانان د مننې له اورېدو څخه ډېر زیات خوشالېږي او په خبرو سره ځواب ورکوي.
 
۳ ـــ ستاینه یې رښتینې ده
په دې ځای کې «رښتینې» یوه کلیدي کلیمه ده. کاریزماتیک کسان رښتینې ستاینې په خوله راوړي، بېځایه ستاینې نه کوي او دغه راز د چاپلوسۍ عادت هم نه لري. که کوم څوک د ستایلو وړ وي له ستایلو څخه یې درېغ نه کوي.
 
۴ ـــ د زړه له کومې همدردي کوي
هغوی له دې عبارتونو څخه، لکه: «هرومرو دې ډېر زیات د غرور احساس وکړ» یا «کولای شم تصور وکړم، چې څومره غوسه شوې» ګټه اخلي؛ له دې امله هم د نورو افرادو له احساساتو سره ملتیا کوي او هم هغوی ته ارزښت ورکوي (بده نه ده، چې په دې راز باندې پوه شئ، چې د انسانانو خوښېږي، نور یې درک کړي!).
 
۵ ـــ له نورو سره ګټور معلومات شریکوي
ځینې کسان معلومات یوازې د خپل ځان لپاره غواړي، ځکه فکر کوي، چې دا کار یې د ځواکمنېدو سبب ګرځي، دا ډول انسان مه اوسئ. البته پام وکړئ، چې: واقعاً مینه ناک انسانان دې ته متوجه دي، چې «معلومات» له «آوازو» سره توپیر لري.
 
۶ ـــ نورو ته د مرستې وړاندیز کوي
ډېری کسان غواړي، چې له ټولنې سره مرسته وکړي، خو نه پوهېږي، چې له کومه ځایه یې پیل کړي. کاریزماتیک انسان په ډېرې آسانۍ سره د مرستې لپاره د یوه فرصت په لټه کې خپلې شاوخوا ته ګوري. په کورنۍ، ټولنه، د ورځني ژوند په هره شېبه کې (دا کار کولای شي د هغه چا لپاره د دروازې پرانیستل وي، چې په تاسو پسې راځي.)
 
۷ ـــ دا یې نه هېرېږي، چې د یوه ټیم غړي دي
د انډیوالۍ احساس کولای شي، ډېر سخت موقعیتونه د زغمل وړ وګرځوي. شوخ طبیعتي کولای شي، حتا دا موقعیتونه خوندور کړي. کاریزماتیک انسان په سختو او ستونزمنو موقعیتونو کې، دا ډول جملې په خوله راوړي: «کومه خبره نه ده، زموږ ټولو لپاره همداسې ده» له دې وروسته د نورو ترڅنګ د ټیم موخو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي.
 
۸ ـــ له ښو نومونو څخه ګټه اخلي
کاریزماتیک انسانان د نورو نومونه حافظې ته سپاري او په هغو موقعیتونو کې، چې له نومونو څخه ګټه اخیستنه افراد خوشاله کوي، کاروي یې. د ځینو نومونو تر لاسه کول، لکه: «ډاکټر»، «انجینر» او «استاد» وخت غواړي، نو ولې ترې ګټه وانخلو؟
 
۹ ـــ دوی په ځان باندې په رښتیني باور سره خبرې کوي
باټې نه وهي، خو له ننګونکو موقعیتونو سره په مخامخ کېدو کې، په ځانګړې توګه هغه څیزونه، چې د نورو په ژوند باندې اغېز لري، په ډېرې آرامۍ او په ځان باندې په باور سره موضوع ته نږدې کېږي. معمولاً کېدای شي، له خولې څخه یې دا ډول جمله واورئ: «ښه، وګورو چې څنګه دا ستونزه حل کولای شو.»
 
۱۰ ـــ نور یو بل ته ور پېژني
پوهېږئ، تر ټولو غوره څیز، چې یو څوک کولای شي په هم مهالې توګه دوو کسانو ته یې ووایي، څه دی؟ «اجازه راکړئ... تاسو ته یې در وپېژنم.» البته ظاهراً په دې ورځو کې د اړیکو د ټینګولو په لټه کې یو، خو کاریزماتیک انسانان هغه کسان دي، د خپلې اړیکیزې شبکې په جوړولو سربېره، له نورو سره هم مرسته کوي، ترڅو له ډېرو کسانو سره آشنا شي.
 
۱۱ ـــ نورو ته اجازه ورکوي، چې د خپل ځان لپاره تصمیم ونیسي 
واقعاً کاریزماتیک انسانان په خپل نظر باندې اعتماد لري، خو په عین حال کې متوجه دي، چې نور ښایي توپیري لیدلوری ولري او باید وکولای شي، د خپل ژوند تګلوری وټاکي. سر بېره پر دې، کاریزماتیک رهبران له دې څخه وېره نه لري، چې نورو ته اختیار ورکړي او پرې اعتماد وکړي، ترڅو هغه څیز ترلاسه کړي، کوم چې ترې غوښتل شوی دی.
 
۱۲ ـــ نورو ته وایي، چې پرې اعتماد لري
یوازې درې کلیمې «درباندې باور لرم». همدا ساده کلیمې کولای شي، د بریا الهام بښونکې واوسي. ټول خلک تائیدېدلو ته اړتیا لري، په عین حال کې دا تائیدېدل، د ویونکي فرد په اړه د مینې د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
 
۱۳ ـــ خپل وار نه هېروي
مینه ناک انسانان کله چې د یوه کار د ترسره کولو لپاره، څه آسانه وي او څه سخت، چې وار یې وي ترې نه ډارېږي او مخ پر وړاندې ګام پورته کوي، په بل عبارت، که څه هم هغوی نور ستایي یا بښونکي دي، خو په عین حال کې له یاده یې نه وځي، چې دا ځل یې وار دی، چې د سهارنۍ پیسې ورکړي.
 
۱۴ ـــ غوږ نیسي او غواړي چې پوه شي
مینه ناک انسانان فعال او رښتیني اورېدونکي دي، کولای شئ له هغوی سره د خپلو نظرونو او پېښو په اړه خبرې وکړئ یا له هغوی څخه لارښوونې ترلاسه کړئ او هغوی د پوښتنو په پوښتلو او د کلامي نښو په ورکولو سره، ښکاره کوي، چې په شېبه کې حاضر او حتا له موضوع سره لېوالتیا لري. وخت زموږ ټولو لپاره تر ټولو ارزښتمنه سرچینه ده، خو هغوی چمتو دي، چې خپل وخت ستاسو په واک کې درکړي.
 
۱۵ مسؤولیت منونکي دي
دا انسانان د خپلو کارونو او تېروتنو مسؤولیت مني او د هغو چارو کنټرول، چې باید د دوی تر څارنې لاندې وي، په خپل لاس کې اخلي؛ له دې امله باید ووایو، چې د اعتماد وړ کسان ډېر زیات مینه ناک دي.
 
۱۶ ـــ خپل ملاتړ څرګندوي
موږ له هغو انسانانو سره، چې زموږ ترڅنګ پاتې کېږي او داسې یو څه کوي، چې احساس وکړو، له موږ څخه ملاتړ کوي، مینه لرو. په اردو او نظامي کې، دې ته ویل کیږي "د یو بل د شپږو بجو هوا درلودل". هغه څوک در په یاد کړئ، چې د اړتیا په وخت کې یې له تاسو څخه ملاتړ کړی دی او راته ووایئ، چې په هغه شېبه کې څومره درته ښه ښکارېده؟
 
۱۷ ـــ تل پوښتنه کوي: «ولې نه؟»
مینه ناک انسان، تر ډېره خیالباف، مثبت فکر لرونکي او  عمل کوونکي دي. رابرټ اف کینډي دا انسان په ډېره ښه توګه ستایلي دي: «ځینې کسان داسې عادت شوي دي، ځینې څیزونه لکه څنګه چې دي، ورته وګوري او پوښتنه وکړي ولې؟ زه د هغو څیزونو خوب وینم، چې هېڅ شتون یې نه درلوده او پوښتنه کوم، چې ولې نه وي؟»