د مور او پلار اوسېدو په اړه لس غوره ټکي

په کورني ژوند کې د توازن رامنځته کول یو ډول هنر ګڼل کېږي، په ځانګړې توګه له ماشومانو سره د اړیکې ټینګول، چې د ارواه پېژندنې پوهې ته اړتیا لري، راځئ، چې په دې اړه لا ډېر پوه شو.
 
په دې لیکنه کې په لسو هغو مهارتونو باندې رڼا اچول کېږي، چې کولای شي اړیکې ته مو له ماشومانو سره بدلون ورکړي.
۱ ـــ د خپل ماشوم ځواکمن ټکي وپېژنئ
له هغوی څخه ګټه واخلئ، ترڅو په هغوی کې د ارزښتمن اوسېدو احساس رامنځته شي، چې په پای کې له هغوی سره مرسته کوي، ترڅو په نفس باندې اعتماد یې پیاوړی شي او د ژوند خنډونه له مخې لیرې کړي. که د ماشوم وړتیاوې په پام کې ونیول شي او زیان ونه ویني، مخکې له مخکې به ستاسو د سپارښتنو اورېدو او درک کولو ته لېواله وي.
 
۲ ـــ د سزا اغېز هېڅکله د هڅونې او مکافاتو له اغېز سره سیالي نه شي کولای
د دې پرځای، چې د خپل ماشوم په کمزورو ټکو باندې تمرکز وکړئ، د هغه د بالقوه استعدادونو راڅرګندېدو او پاللو ته زمینه برابره کړئ. کله چې ماشوم مو هڅوئ، هغه مو د هغو استعدادونو د کشفولو برخې ته، چې کولای شي، خپلې نیمګړتیاوې پرې جبران کړي، سوق کړی دی.
 
۳ ـــ له منفي احساسي غبرګونونو څخه په کلکه ډډه وکړئ
منفي احساسي غبرګونونه، لکه: غوسه، رټل، او ملنډې وهل، که ماشوم د خپل ځان په کنټرولولو کې ستونزه لري، ستاسو منفي لید اوضاع لاپسې خرابولی شي، د کوچنیو وړاندیزونو لپاره له نرمې لهجې څخه کار واخلئ.
 
۴ ـــ ماشومان مو له یوبل سره مه پرتله کوئ
که چېرې ماشوم مو داسې تصور وکړي، چې خور یا ورور یې په ده باندې غوره والی لري، په هغه کې داسې یو سیالیز (رقابتي) احساس رامنځته کېږي، چې د عمر تر پایه به ورسره لاس و ګرېوان وي او په کورنۍ کې به ډېرې زیاتې ستونزې رامنځته شي. په ماشومانو کې دا ډول احساس رامنځته کړئ، چې له ټولو سره یو شان مینه لرئ.
 
۵ ـــ د اړتیا په وخت کې د مرستې غوښتنه وکړئ
له ماشوم سره ژوند ډېرې لوړې او ژورې لري، د ماشوم روزنې د تګلارو د منفي اړخونو درک کول او د اړتیا په وخت کې د مرستې غوښتل، ستاسو د اروایي روغتیا ضمانت کوي او مرسته کوي، ترڅو د خپل ماشوم د سترولو له تجربې څخه خوند واخلئ.
 
۶ ـــ ماشومان مثبتې پاملرنې ته اړتیا لري
که چېرې د یوې کورنۍ یو غړی مثبتې پاملرنې ترلاسه نه کړي، نو هڅه به وکړي، چې منفي پاملرنې ترلاسه کړي، ځکه په هر لوري کې وي، پاملرنه، پاملرنه ده، حتا منفي پاملرنه او البته هره پاملرنه له دې څخه غوره ده، چې یو څوک نالیدلی ونیول شي. په یاد ولرئ، چې له خپل ماشوم سره اړیکه ټینګه کړئ، مینه او پام تر ټولو غوره مرهم دی.
 
۷ ـــ له انټرنېټ څخه د ماشومانو په ګټه اخیستنه باندې نظارت ولرئ
مجازي چاپېریالونو ته د ماشومانو لاسرسی، کله وخت کولای شي، ډېر زیات خطرونه رامنځته کړي. په کمپیوټر کې یې داسې پروګرامونه انسټال کړئ، چې له لارې وکولای شئ د هغوی له خوا کتل شوي وېب سایټونه او چټونه بررسي کړئ.
 
۸ ـــ ومنئ، چې وخت بدل شوی دی
 ستاسو د رخصتۍ د ورځو سهارنیو استرحتونو او لټیو خپل ځای د فوټبال لوبو ته پریښی دی، په دې حالت کې په یاد ولرئ، چې باید له یو بل سره وخت تېر کړئ، له کورنۍ سره شپني او د اوونۍ د وروستۍ ورځو لیده کاته، د اړیکو د خوندیتوب لپاره له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دي.
 
۹ ـــ یوه غوره بېلګه واوسئ
داسې تصور وکړئ، چې ماشوم د کاپي کولو یوه کوچنۍ دستګاه ده، هر هغه څه چې تاسو ترسره کړئ، هماغسې به یې تقلید کړي. که له خپل ځانه مناسب چلندونه ښکاره کړئ، هغوی ته اجازه ورکوئ، چې ستاسو په څېر چلند وکړي، په خپلو چلندونو باندې بیا کتنه او مرور وکړئ، خو نه د خپلو ماشومانو پر وړاندې.
 
۱۰ ـــ هېڅکله ماشوم مو مه خوشې کوئ
د ماشوم ټولې ستونزې مو په ښه خوی، ښه چلند او پشتکار سره د حل کولو وړ دي، حتا تر ټولو یاغي تنکي ځوانان هم د والدینو په ملاتړ سره کولای شي، په تر ټولو فوق العاده او بریالیو افرادو باندې بدل شي. ستاسو د ماشوم راتلونکي رازونه او پر هغوی باندې ستاسو د اغېز څرنګوالی، ستاسو د کورنۍ ټول حقیقتونه تشکیلوي. خپله ټوله هڅه وکړئ، آرامتیا مو وساتئ او د لوبې له ډګره مه بهر کېږئ. هغه خوند او پایله چې تر لاسه به شي، حیران به مو کړي او دا مو مکافات دي.