تاسو کولای شئ له ماشومانو څخه د دې کارونو په زده کولو سره، ژوند د ماشومتوب د دوران په اندازه خوږ کړئ.
هغه کارونه، چې باید له ماشومانو څخه یې زده کړو
په دې لیکنه کې مو ستاسو لپاره اوولس موارد چمتو کړي دي، ترڅو د دې کارونو په کولو سره؛ خپل ژوند ته تر یوه بریده پورې بدلون ورکړئ، ترڅو نړۍ د ماشومتوب د دوران په اندازه درته خوږه شي. له تاسو څخه هیله کوو، چې دا لیکنه له پیله تر پایه ولولئ او دا کارونه له ماشومانو څخه زده کړئ.
کوم کارونه باید له ماشومانو څخه زده کړو؟
تاسو نه شئ کولای، چې یو ځل بیا په ماشوم باندې بدل شئ، خو کولای شئ د ماشومتوب د دوران دا د نه باور وړ معنوي خوی او عادت وساتئ، کله چې ستاسو له نظره نړۍ نا پېژاندې ده، تل لېواله یاست او غواړئ، چې په یوه ورځ کې په ټوله نړۍ باندې څېړنې وکړئ او خوښېږي مو، چې هغه ورځ دومره اوږده وي، چې د خپلو ټولو پوښتنو ځوابونه پیدا کړئ، خو د وخت تېرېدل به دا لېوالتیا په یو بل څه باندې بدل کړي.
۱ ـــ منډې وهل
ماشومان موږ ته د دې یادونه کوي، چې هېڅکله د ورزش کولو لپاره منډې نه وهي او یوازې د خوښۍ او هوساینې لپاره دا کار ترسره کوي.
۲ ـــ د ډنډیلین ګل خرابول
هڅه وکړئ، دا چې یو ډنډیلین ګل مو پیدا کړ، له ځنډ پرته یې په لاس کې ونیسئ او له منځه یې یوسئ، ترڅو په هوا کې خپور شي، دا کار که څه هم ډېر ماشومانه دی، خو تاسو ته یو ښه احساس درکوي.
۳ ـــ تصور وکړئ
داسې تصور وکړئ، چې په کوټه کې د فرش او موکېټ پرځای اور غورځونه ده او تاسو د دې لپاره، چې ونه سوځېږئ، باید له یوې کوچ څخه بل کوچ ته ټوپ ووهئ. ډېری لویانو دا تصور هېر کړئ دی او حتا نه شي کولای، چې بېرته یې په یاد راوړي.
۴ ـــ له حیواناتو سره مینه وکړئ
ماشومان له حیواناتو سره مینه لري، په احتمالي توګه تاسو هم له حیواناتو سره مینه لرئ، خو وروستی ځل، چې تاسو د هغو په اړه یو کتاب لوستی او یا ژوبڼ ته تللی یاست، دقیقاً څه وخت و؟
۵ ـــ نقاشي او خرابول وکړئ
ښایي نور ستاسو له دې کار سره ستونزه ولري، خو نقاشي له یوې اوږدې او ستړې ورځې وروسته د لوبو کولو لپاره یوه اغېزناکه لاره ده. ماشومان که ستړي هم وي، خو تل چمتو دي، ترڅو په دېوال باندې نقاشي وکړي.
۶ ـــ په تخت باندې ټوپونه وهل
ماشومان کله چې د خوب لپاره چمتووالی نیسي هم له لوبو کولو څخه لاس نه اخلي، دومره په تخت باندې ښکته او پورته ټوپونه وهي، ترڅو په بشپړه توګه خپله انرژي له لاسه ورکړي. کله وخت ګټه لري، چې لویان د خوندیتوب مواردو په پام کې نیولو سره، دا کار ترسره کړي.
۷ ـــ په ساحل کې لوبې او آرامتیا
د سمندر ساحل هغه ځای دی، چې له ډېرې ګڼې ګوڼې او ستونزو پرته کولای شي، آرامتیا بښونکی وي، خو تر دې خوندور کار دا دی، چې تاسو په شګلن ساحل کې لوبې وکړئ او وکولای شئ خپله د شګو کلا جوړ کړئ.
۸ ـــ د ورګې له مور څخه مه وېرېږئ
لویان فکر کوي، چې حشرات او د ورګو میندې د ځمکې پرمخ بد او کرکجن حیوانات دي، خو په حقیقت کې دا په فرد پورې منحصر موجودات دي، چې د ځمکې پرمخ شتون لري، له دې امله ماشومان د هغو د پلټنې په اړه خوشالېږي.
۹ ـــ د کتاب یو ځل بیا لوستل
د ماشومانو خوښېږي، چې یو کتاب څو څو ځله ولولي او هر ځل یې چې لولي، سربېره پر دې، چې پوهېږي په هغه کتاب کې څه لیکل شوي دي، خو په رښتیني ډول حیرانېږي او دې ته پاتې کېږي، چې ګواکې د لومړي ځل لپاره یې لولي. بده نه ده، چې لویان هم زده کړي، چې ځینې عادي او تکراري څیزونو ته د نویو مسایلو په توګه وګوري.
۱۰ ـــ لوبه
د ماشومان لپاره ژوند یوه دوامداره لوبه ده؛ حتا کله چې د هغوی شاوخوا ته د لوبو وسایل نه شته، هرومرو یو شی پیدا کوي او هغه په یوې نوې او ځانګړې تګلارې سره، چې خپله یې ټاکي د لوبې په وسیله باندې یې بدلوي او له هغه سره لوبې کوي، نو هڅه وکړئ، چې له ځانه داسې یو لوی شخص جوړ کړی، چې خپل شاوخوا چاپېریال ته نامحدود لید ولري.
۱۱ ـــ د کلیزې لمانځل
د ماشومانو په څېر د خپلې کلیزې لپاره ورځې وشمېرئ، هڅه وکړئ، چې د خپلې کلیزې لمانځغونډه جوړه کړئ او د دې لمانځغوندې له هرې شېبې څخه خوند واخلئ.
۱۲ ـــ د پوکاڼۍ لوبې وکړئ
واقعاً توضیحاتو ته اړتیا نه شته، چې لوبې څومره کولای شي، ستاسو په روحیه باندې مثبته اغېزه وکړي.
۱۳ ـــ د الوتنې خوند
لویان، چې کله په الوتکه کې کېني؛ اندېښنه لري او یا ټوله لاره ویده وي، خو ماشومان په دې حالت کې فکر کوي، چې د یوه الوتونکي په څېر په آسمان کې د الوتنې په حال کې دي او ترې خوند اخلي.
۱۴ ـــ پوښتنه وکړئ
تر دې دمه مو لیدلي دي، چې د "ولې" کلیمه د ماشومانو له خولې څخه وغورځېږي او یا له پوښتنې کولو څخه ستړي شي، خو که ماشومان یې تاسو ته در زده کوي، د نړۍ ډېر رازونه شتون لري، چې تاسو یې په اړه پوښتنه نه ده کړې، د بېلګې په توګه: د آسمان رنګ ولې آبي دی؟
۱۵ ـــ سړوبی «آیسکریم» وخورئ
آیا په دې باندې پوهېږئ، چې ماشومان د سړوبي له خوړلو څخه خوند اخلي او خوند یې هغه مهال ډېرېږي، چې په سړوبي باندې خپله ټوله څېره او جامې ککړوي.
۱۶ ـــ خپل ځان بوخت کړئ
دې ته مو باید پام وي، چې ماشومان د بوختیا لپاره کومې وسیلې ته اړتیا نه لري؛ د لوبو یوه وسیله یا یو کتاب او یا یو بایسکل، شتون یا نه شتون یې، نه شي کولای د ماشوم د بوختیاوو مخه ونیسي، په هر حال ماشومان به د بوختیا لپاره یو څیز پیدا کړي؛ د بوختیا لپاره د یوه دلیل په لټه کې مه اوسئ.
۱۷ ـــ نوي ملګري پیدا کړئ
کله چې ماشوم ښوونځي ته ځي، تر ټولو لومړی کار چې کوي، د ملګري موندل دي، دا د ماشوم لپاره اړین دی، چې ستر شي یا په آزاده توګه د اړیکې لرل او خبرو کول زده کړي، خو لویان تل له اړیکو څخه وېره لري. هڅه وکړئ، چې له خپلو سرو لیکو څخه بهر دوستان پیدا کړئ او له نورو سره ماشومانه اړیکه ټینګه کړئ.
وروستي