ماشومان څنګه لمونځ ته لېواله کړو؟

لمونځ او دیني لارښوونو ته د ماشومانو د جذبولو اغېزناکې لارې کومې دي؟ په نننۍ ټولنه کې ډېری میندې او ښوونکي ډېرې پوښتنې لري او دا چې  دیني لارښوونو ته د ماشومانو د جذبولو د اغېزناکو تګلارو په اړه ډېرې خبرې کېږي، زموږ تمرکز په لنډو لارو دی، په دې لیکنه کې په څو لنډو تګلارو باندې رڼا اچول کېږي، چې والدین کولای شي له هغو څخه په ګټه اخیستنې سره، خپل ماشوم لمونځ ته لېواله کړي.  
 
بېلګه منل
د ودې په ارواه پوهنه کې د مطرحو اغېزناکو او ژر لېږېدونکو تګلارو له جملې څخه، د بېلګې منلو تګلاره ده، که مور او پلار مخکې تر دې، چې وغواړي خپل ماشوم له اسلامي آدابو سره آشنا کړي، لومړی دوی په خپله باید په نبوي اخلاقو باندې سمبال وي او په خپل ژوند کې یې پلي کړي وي، ماشوم چې دوی ته وګوري، نو له دوی څخه به تقلید وکړي او پرې عمل به وکړي، ځکه ماشوم له یو تر اووه کلنۍ پورې، پرته له دې، چې د یوه کار په فلسفه باندې پوه شي، تکراروي یې او دا موضوع په ټولو ټولنو کې منل شوې ده او حتا په لویانو کې هم خپل اغېز لري.
 
د روحاني فضا جوړول
هغه ماشوم، چې په یوه روحاني او داسې یوه کورنۍ کې نړۍ ته راځي، چې په هغې کې  د الله (ج) ذکر ډېر کېږي او دغه راز نبوي اخلاق کې پکې پلي دي، هېڅکله اړتیا نه لري، چې د لمانځه ځانګړې زده کړې ورکړل شي، ځکه هماغه د زېږون په پیل کې یې په غوږونو کې اذان او اقامت ویل کېږي او هغه ته د «صلوه»، «فلاح» او «خیرالعمل» په لور بلنه ورکول کېږي، په هغه کور کې، چې والدین د لمونځ د ادا کولو لپاره پورته کېږي او د کور ټول غړي په دیني آدابو باندې باور لري او ورته ژمن دي، څنګه امکان لري، چې اولاد یې لمونځ او د الله (ج) ذکر ونه کړي؟
 
د ماشوم ځیرکو پوښتنو ته ځواب ورکول
د ماشوم ځیرکتیا یوه طبیعي ځانګړنه ده، چې هغې ته ځواب ورکول، سره له دې، چې په ماشوم کې اروایي آرامتیا رامنځته کوي، والدینو ته هم یو مناسب فرصت په لاس ورکوي، ترڅو وکولای شي په هغه کې سم او مناسب چلندونه رامنځته کړي. په دې اساس کله چې ماشومان له خپلې مور څخه د اعتقادي مسایلو او لمانځه په اړه پوښتنې کوي، زموږ لپاره یو مناسب فرصت رامنځته کېږي، ترڅو وکولای شو، د مناسبو ځوابونو په ورکولو سره یې وروزو.
 
مستقیمه روزنه
مور او پلار باید دا ومني، لکه څنګه چې د ماشوم د مادي اړتیاوو په پوره کولو کې مسؤولیت لري، د هغه د معنوي اړتیاوو په پوره کولو کې هم مسؤول ګڼل کېږي.
والدین دنده لري، چې په درې کلنۍ کې ماشوم ته د توحید کلمه ورزده کړي، په اووه کلنۍ کې دې اودس او  لمونځ ور زده کړي او په لمانځه دې ودروي.
 
په جومات کې حضور پیدا کول
د انسان کتنې د انسان په روزنه کې یو له اغېزناکو لاملونو څخه دی، قرآن عظیم الشان په بېلابېلونو آیتونو کې انسان لیدلو او فکر کولو ته بلي. د لیدلو او باور کولو ترمنځ مستقیمه اړیکه شتون لري، باید داسې یو کار وکړو، چې ماشوم په جومات کې د جمعې د لمانځ په لیدلو سره، په جومات کې په جماعت سره د لمانځه ادا کولو ته چمتو شي، په جومات کې د جمعې په لمانځه کې ګډون کول کولای شي، له لمونځ ادا کولو سره زموږ د ماشوم مینه او لېوالتیا زیاته کړي.
 
د لمونځ ښکلي کول  
انسان یو ښکلا خوښونکی موجود دی او په ښکلاوو پسې ځي او دا ځانګړتیا الله (ج) د انسان په وجود کې رامنځته کړې ده، په ځانګړې توګه ماشوم او تنکی ځوان، چې د لویانو په پرتله ډېر له ښکلاوو سره مینه لري، د نجونو لپاره د یوه ښکلي جاینماز او ټیکري په اخیستلو یا جوړولو سره او دغه راز د هلکانو لپاره د ښکلي جاینماز او ښکلو جامو په اخیستلو سره، کولای شو په هغوی کې له لمانځه ادا کولو سره مینه او لېوالتیا زیاته کړو، هر څومره چې والدین وکولای شي، له لمانځه ادا کولو سره ښکلاوو ته تړاو ورکړي، په هماغه اندازه به بریالي وي.
 
هڅونه
لکه څنګه چې قرآن عظیم الشان انسانانو ته امر کوي، چې ښې کړنې ترسره کړي او له بدو کړنو څخه پرهېز وکړي، د مور او پلار او ښوونکي خبرې هم باید همداسې وي، د قرآن عظیم الشان په ځینو ځایونو کې د جنت ژمنه شوې ده، چې عبادت ته د هڅونې یو ښکاره بېلګه ده. مور او پلار هم په بېلابېلو تګلارو، لکه: ماشوم  ته د هغه د اړتیا وړ د لوبو وسایلو په اخیستلو او د غه راز هغه پارک ته د بیولو په ژمنه کولو سره کولای شي، هغه لمونځ ادا کولو ته وهڅوي، البته دا هڅونه نباید داسې وي، چې ماشوم د خپلو اړتیاوو پوره کېدل د لمانځه پایله وګڼي، چې دا د هڅونې په چاره کې یو جدي زیان دی.