حزب اسلامي دسولې عالي شورا سره خپلې خبرې ناکامه وبللې


په اروپا کې دسولې دجرګګۍ غړی او دحزب اسلامي دسیاسي تګلارو ممثل قریب الرحمن سعید وايي : په اسلام اباد کې دحزب اسلامي له غړو سره دسولې دعالي شورا دغړو کتنه چندانی ګټوره نه وه ځکه موږ پخوا دستونزې دحل په موخه 15 فقره ییزه پروګرام وړاندې کړې دی او له دې زیات څه نه لرو او زموږ له انده همدا دحل وړ لار ده .
حزب اسلامي دافغاني رسنیو هغه راپورونه رد کړل ،چې ویلې په نږدې راتلونکې دحزب اسلامي یو پلاوی دخبرو لپاره پلازمینې کابل ته راځي .