له خپل ماشوم سره هېڅکله دا ډول چلند مه کوئ

مسؤولیت منونکي والدین چمتو دي، چې هر څه وکړي، ترڅو د خپلو ماشومانو لپاره یو بریالی او خوشاله ژوند جوړ کړي؛ خو هغوی کله وخت ځینې ناسم چلندونه کوي، چې د ماشوم لپاره یې له ځان سره زیانونه لري.
 
ماشومان د خپل زېږون له دوران څخه تل د خپلو والدینو د چلندونو د تحلیل او تجزیې په حال کې دي، له دې امله هر ناسم چلند یې ښایي د هغه د ذهن تګلوري ته په ناسم لوري لارښوونه وکړي او راتلونکې یې تر اغېزې لاندې راولي.
 
له هغه ځایه، چې د هر فرد راتلونکې د ماشومتوب له دوران څخه اغېزمنه ده، نو غوره ده، چې له ماشومانو سره په خپلو خبرو او چلندونو باندې پام وکړئ. د دې لیکنې په دوام د والدینو په هغو ناسمو چلندونو او د ماشومانو په راتلونکې ژوند کې د هغوی په اغېزو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
ماشومانو ته د احساساتو نه څرګندول  
ماشومان د خپل شاوخوا چاپېریال او خلکو له پېژندلو وروسته، مور او پلار د خپل ژوند مهم افراد ګڼي؛ په دې حالت کې، که چېرې ماشوم د خپل مور او پلار له لوري کافي مینه او لېوالتیا تر لاسه نه کړي، څه رامنځته کېږي؟ په ډاډ سره ویلی شم، چې شخصیت یې تر پوښتنې لاندې راځي؛ داسې چې نور به له خپل ځان سره هم مینه ونه لري. د فکر دا بڼه کولای شي په راتلونکې کې یې خپل ظاهر ته په لید باندې هم اغېزه وښندي، له دې امله تل په خپلو غړو او څېره باندې نیوکه کوي او تصمیم نیسي، ترڅو د خپل ځان د بدلون لپاره ډېرې جراحۍ وکړي.
 
ځینې نور د خپلو چلندونو د اصلاح او سمون پرځای، تل د ماشومانو چلندونه تر ذره بین لاندې بررسي کوي، هغوی هڅه کوي، ترڅو خپلې ټولې عاطفي نیمګړتیاوې په خپلو ماشومانو باندې جبران کړي، په همدې دلیل هغوی تر خپل کنټرول لاندې راولي، آیا واقعاً د هر فرد خوښېږي، چې تل تر کنټرول لاندې وي؟، نو غوره ده، چې له خپلو ماشومانو سره خپل واقعي احساسات شریک کړو.
 
د والدینو په وسیله د هر څه کنټرولول
میندې او پلرونه کله وخت هېروي، چې ماشوم یې ستر شوی دی او کولای شي خپله د خپل ځان لپاره تصمیم ونیسي، که تاسو تل وغواړئ، چې خپل ماشومان تر کنټرول لاندې ولرئ، هغوی له احساسي پلوه نه سترېږي او په راتلونکې کې نه شي کولای، چې له خپلو شاوخوا خلکو سره اړیکه ټینګه کړي، په حقیقت کې نه شي کولای، چې یو روغه او سالمه عاطفي اړیکه ولري، ځکه په یوازې توګه تصمیم نه شي نیولای او یوازې د خپل ځان په اړه فکر کوي، همدا موضوع د دې سبب ګرځي، چې هغوی تل له نورو سره د نظر اختلاف ولري.
 
له ماشومانو څخه د تصمیم نیونې ځواک اخیستل
کله چې میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو لپاره تصمیم نیسي، په حقیقت کې له هغوی څخه د اختیار او خپلواک اوسېدو ځواک اخلي، هر ماشوم باید وکولای شي په خپله د خپل ژوند لپاره تصمیم ونیسي، البته دا په دې مانا نه ده، چې مور او پلار دې هېڅ ښکېلتیا پکې ونه لري، باید له لیرې څخه څارنه او ملاتړ ولرئ.
 
که ماشومان د تصمیم نیونې ځواک ونه لري، په یوازې توګه نه شي کولای، چې ستونزې حل کړي، په دې شرایطو کې، هغوی حتا په ستروالي کې هم د تصمیم نیونې لپاره د بل فرد تایید ته اړتیا لري، د وخت په تېرېدو سره نه شي کولای، په نړۍ کې خپل اصلي ځای او مقام پیدا کړي، ځکه هېڅ وخت نه پوهېږي، چې په دقیقه توګه له ژوند څخه څه غواړي.
 
د هغوی پر وړاندې هېڅکله شخړه مه کوئ
هغه ماشومان، چې تل د خپلو والدینو د شخړو او لانجو شاهدان دي، په ستروالي کې له خپل ځانه دوه ډوله چلندونه څرګندوي: یا دا چې له بحث کولو څخه بېزاره دي او په شدیده توګه ترې لیرې والی اختیاروي او یا دا چې تل غواړي نور وځوروي، په دې شرایطو کې نجونې هڅه کوي، هلکانو ته ښکاره کړي، چې له هغوی څخه ځواکمنې دي او هلکان هم د خپل پلار چلند بېلګه نیسي.
 
له ماشومانو څخه د نا منطقي غوښتنې پایلې
له هغه ځایه، چې ماشومان په خپل مور او پلار باندې اعتماد لري، خپله ټوله هڅه کوي، ترڅو د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه رد نه کړي، خو که په دې لاره کې له ماتې سره مخ شي، خپل ځان رټي او دې باور ته رسېږي، چې د هغوی د مینې وړتیا نه لري.
 
له دا ډول والدینو سره ژوند کول، ستونزمن دي؛ ځکه اولادونه یې تل باید د هغوی د غیر واقعي غوښتنو او تمو د پوره کولو په لټه کې وي، په حقیقت کې هغوی تل غواړي، چې د بریا په تګلوري کې مخکښ واوسي او که ماتې وخوري، نو خپه او زړه تورن کېږي. دا ډول چلند په پیل کې مور او پلار او وروسته اولادونو ته زیان اړوي او له ژوند څخه د هغوی د خوند اخیستلو مخه نیسي.
 
ماشومانو په ځانګړې توګه لور ګانو ته د پلار نه پاملرنه کول
توپیر نه کوي، چې ماشوم مو لور وي یا زوی، د کورنۍ یو تر ټولو اصلي غړو په توګه ستاسو نه پاملرنه، په ستروالي کې د هغه په شخصیت باندې منفي اغېزه کوي، د ماشوم زړورتیا او شخصي وده، تر ډېره بریده په پلار پورې تړاو لري، په دې شرایطو کې که ستاسو ماشوم د پلار له خوا اړینه پاملرنه ترلاسه نه کړي، څه پېښېږي؟
 
زامن معمولاً د خپل پلار د چلندونو تقلید کوي او لورګانې د یوې رومانټیکې اړیکې په ټینګولو کې له ستونزې سره مخ کېږي. دا مهمه موضوع دلته مانا پیدا کوي، چې نجونې معمولاً هغه نارینه ټاکي، چې په بشپړه توګه پلار ته یې ورته وي؛ له دې امله طبیعي ده، چې له سردرګمۍ سره لاس و ګرېوان کېږي او یا د ټولو نارینه و په اړه بدبیني پیدا کوي.
 
د ماشومانو د احساساتو ځپل
کله وخت والدین، خپل ماشومان د ځینو چلندونو په دلیل، چې له خپل ځان څخه یې څرګندوي، رټي. په پیل کې باید په دې باندې پوه شئ، که هر څومره زیات یو فرد خپل احساسات کنټرول کړي، نو ګوښه ناستی او منزوي کېږي، دا ډول کسان نه شي کولای، چې په ستروالي کې، په ډېرې هوساینې سره خپل احساسات له نورو سره شریک کړي او یا د غوسې پرمهال، په بد ډول له حده تېری، ښکنځلې او نورو ته زیان رسوي، نو غوره ده، چې په خپل چلند سره، داسې شرایط رامنځته کړئ، ترڅو ماشومان وکولای شي، په ډېرې هوساینې سره خپل احساسات څرګند کړي.