هغه مهم درسونه، چې کولای شئ له ماتې څخه یې زده کړئ

د سترې ماتې تجربه، چې ستاسو ذهن یې له منفي احساساتو څخه ډک کړی دی او تاسو ناهیلی کوي، په ژوند کې د بریا پر وړاندې له خنډونو څخه دی، خو په دې سربېره، کولای شئ له خپلې ماتې څخه مهم درسونه زده کړئ.
 
ډېری کسان له ماتې څخه د مخنیوي لپاره، هر کار یې چې په توان پوره وي، نو ترسره کوي یې، د ژوند ناخوالې، په منفي انرژیو سربېره، چې له خپل ځان سره یې لري، له مثبتو اړخونو څخه تشې نه دي، په حقیقت کې د نړۍ ځینې بریالي کسان، یوازې د هغو درسونو په دلیل، چې له خپلو تېرو ماتو څخه یې اخیستي دي، بریا ته رسېدلي دي.
 
آیا په دې وروستیو کې مو ستره ماتې تجربه کړې ده؟ په دې لیکنه کې له ماتې څخه په مهمو درسونو باندې رڼا اچول کېږي، چې د هغو په زده کولو سره، خپل ځان لپاره بریالی ژوند جوړوئ.
 
لومړی درس: ماتې تاسو ته دا در زده کوي، چې هېڅکله د بریا ضمانت نه شي کېدای
د نوې تجربې د ازمویلو پرمهال، چې د آنلاین کارو بار رامنځته کول، د خپلې خوبیزې دندې د ترلاسه کولو لپاره اقدام، د یوه وېبلاګ رامنځته کول یا حتا د یوې نوې اړیکې پیلو دي، په دې چارو کې ټول انسانان د بریا په لټه کې دي.
 
د بېلګې په توګه: ځینې کسان تل له دې سره لېوالتیا لري، چې خپل شخصي کاروبار رامنځته کړي، خو هېڅکله یې دا کار نه دی ترسره کړی، ځکه ډاډه نه دي، چې آیا بریا ته به ورسېږي او که نه، هغوی مناسب وخت ته په تمه پاتې کېږي، چې له بده مرغه هېڅکله به را ونه رسېږي، په حقیقت کې د بریا تمه، د هغوی د کار د پیلولو مخه نیسي.
 
له بلې خوا هغه کس، چې ماتې یې تجربه کړې ده، په دې باندې پوهېږي، چې هېڅکله د بریا ضمانت نه شې کېدای، کله وخت ماتې د بهرنیو لاملونو له امله، چې ستاسو له کنټرول څخه بهر دي، رامنځته کېږي.
 
کله چې یوه ستره ماتې مو تر شا پریښې ده، دې ته مو پام کېږي، چې ستاسو له هڅې سره سره، ښایي هر څه په ناسمه توګه پرمخ لاړ شي، خو تاسو زده کوئ، چې اجازه ور نه کړئ، له ماتې څخه وېره، ستاسو د هڅې او پشتکار مخه ونیسي.
 
د رامنځته شویو ناکامیو تجربه، په ژوند کې تاسو هڅوي، چې په خپلو خوبونو پسې لاړ شئ، دا تجربه تاسو ته در زده کوي، تر کله چې پایلې ته نه یاست رسېدلی، خپلې هڅې ته دوام ورکړئ، دا هماغه څیز دی، چې د ماتې له مهمو درسونو څخه د لومړي درس په توګه، په پای کې د بریا سبب ګرځي.
 
دویم درس: ماتې تاسو ته در زده کوي، چې ماتې ومنئ
کله چې ماتې خورئ، په بنسټیزه توګه دا طبیعت دی، چې تاسو ته وایي، یو کار شتون لري، چې په سمه توګه یې نه ترسره کوئ.
 
د بېلګې په توګه: که په پوهنتون کې بریالي نه شئ، دا ماتې کولای شي تاسو ته ووایي، چې خپلو زده کړو ته مو په بشپړه توګه پام نه دی کړی، په همدې ترتیب، که د سوداګرۍ په برخه کې بریالي ونه اوسئ، د بریا نه شتون کولای شي تاسو ته ووایي، چې ځینې سوداګریز لاملونه شتون لري، چې په پام کې مو نه دي نیولي.
 
د ماتې له مهمو درسونو څخه دا ټکی په پام کې ولرئ، که چېرې کارونه له بدلون پرته، په هماغه پخوانۍ بڼه ترسره کړئ، بیا به هم له ماتې سره مخامخ شئ.
 
دا په دې مانا ده، چې په ماتې باندې د غلبه کولو لپاره، باید د خپلې تګلارې په اړه یو څه ته بدلون ورکړئ، تاسو باید خپلې ماتې ته وګورئ او ووینئ، چې څه تېروتنه مو کړې ده او له دې وروسته تصمیم ونیسئ، چې د بریا لپاره کوم بدلون رامنځته کړئ، په دې کار سره، ماتې تاسو ته در زده کوي، چې په ماتې باندې د غلبه کولو لپاره یوازینۍ لار، د بدلون منل دي.
 
درېیم درس: د بریا نه شتون کولای شي، د انګېزې د رامنځته کولو لپاره یوه ستره سرچینه وي
د ځینې کسانو په اند، ماتې د دوی انګېزه را کموي او فرد ته د منفي حس د لېږدېدو سبب ګرځي، په دې حالت کې د هغو افرادو لپاره، چې د فکر سمه بڼه لري، ماتې کولای شي، د غوره انګېزې سرچینه وي.
 
مایکل جورډن د بسکټبال یو افسانوي لوبغاړی، د دې افرادو یوه غوره بېلګه ده. د مایکل جورډن په پنځلس کلنۍ کې له دې سره ډېره زیاته مینه وه، چې د ښوونځي د بسکټبال په ټیم کې وي، له بده مرغه د بسکټبال د ټیم روزونکي فکر نه کاوه، چې هغه دې، د دې ارزښت ولري، چې د ښوونځي د بسکټبال په ټیم کې وي، مایکل د دې پرځای، چې اجازه ورکړي دا چاره د هغه خوبونه له منځه یوسي او د حرکت مخه یې ونیسي، نو هوډ یې وکړ، چې روزونکي ته به په هغه ټیم کې د حضور وړتیا ور وښیي، هغه په ډېرې انګېزې سره، تر کومه ځایه یې چې کولای شو، تمرین یې وکړ، په پای کې هغه د ښوونځي په ټیم کې خپل ځان ته ځای جوړ کړ او هر وخت د بسکټبال د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.
 
دا د ذاتي انګېزو هغه بېلګه ده، کومه چې د هغې موخې د نه ترلاسه کولو له امله رامنځته کېږي، چې تاسو یې په اړه ډېر لېوال یاست.
 
د مایکل جورډن په څېر تاسو هم کولای شئ، پر ځای د دې، چې اجازه ورکړئ، د تل لپاره خپل ځان ماتې خوړونکی وګڼئ، له ماتې څخه د مهمو درسونو په زده کولو سره، خپل ځان د یوې انګېزې په سرچینه باندې بدل کړئ، اجازه ورکړئ، موخې ته د نه رسېدو درد مو دې ته اړ کړي، ترڅو خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره ډېرې هڅې وکړئ.
 
څلورم درس: ماتې وروستی پړاو نه دی
له یوې سترې ماتې وروسته، داسې احساس کېږي، چې نړۍ مو پای ته رسېدلې ده، احساس کوئ، خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره انګېزه نه لرئ، په حقیقت کې له ماتې وروسته، ډېری خلک خپل ژوند په بشپړه توګه خوشې کوي.
 
په دې حالت کې، که چېرې کوم څه شتون لري، چې کولای شئ د نړۍ د ځینو بریالیو له ژوند څخه د ماتې مهم درسونه زده کړئ، په دې باندې پوه شئ، چې ماتې وروستی پړاو نه دی.
 
کله چې سټیو جابز له هغه شرکت څخه بهر شو، کوم چې په هغه ګراج کې یې کار پیل کړی و، چې د ده پلار له خوا جوړ شوی و، داسې احساس کېده، چې د هغه لپاره نړۍ پای ته رسېدلې ده، جابز ځان ماتې خوړونکی ونه ګاڼه، نور شرکتونه یې جوړ کړل او په پای کې یو ځل بیا د عامل مدیر په توګه را وګرځېده، له دې وروسته هغه د خپل شرکت پانګه یو میلیارد ډالرو ته ورسوله او همداسې خپل کار ته یې دوام ورکړ.
 
داسې ډېر بریالي کسان شتون لري، چې د خپلې بریا په تګلوري کې ناکام پاتې شوي دي، هغه څه، چې د دوی له ماتو څخه یې زده کولای شئ، دا دي، چې ماتې د لارې پای نه دی، کېدای شي په خپلو ماتو باندې غلبه وکړئ او هغو سترو بریاوو ته ورسېږئ، چې تصور مو یې هم نه کاوه.
 
په دې باندې پوهېدل، چې لا هم کولای شئ، خپل ځان ته ارزښت ورکړئ او یو ځل بیا بریالی شئ، تاسو ته په نفس باندې اعتماد درکوي، چې د بریا لپاره یو له مهمو مهارتونو څخه دی.
 
پنځم درس: ماتې تاسو ته در زده کوي، چې هره نظریه د څارلو ارزښت نه لري
کله وخت تاسو ماتې نه تجربه کوئ؛ ځکه خپل ټوله هڅه مو نه ده کړې، بلکې په دې دلیل دی، چې ناسمه نظریه مو څارلې ده، کله چې هر څه ستاسو په خوښه مخ ته لاړ شي، ښایي له بریده زیات خوشبین واوسئ او وغواړئ د هرې هغې آیډیا پر بنسټ عمل وکړئ، چې ذهن ته مو راځي.
 
له ماتې څخه مهم درسونه، تاسو ته د دې یادونه کوي، چې هره نظریه، چې ستاسو ذهن ته راځي، ښه نظریه نه ده، د ماتې تجربه تاسو ته در زده کوي، چې خپلې آیډیاوې فلټر کړئ، بشپړه ارزونه ترسره کړئ او یوازې د هغو آیډیاو پر بنسټ عمل وکړئ، چې هیله بښونکي دي.
 
د بېلګې په توګه: کله چې سټیو جابز په ۱۹۹۶ ز کال کې اپل ته را وګرځېده، دا شرکت په ګونډو و، یو له شدیدو اقداماتو څخه، چې جابز د شرکت د پخوانۍ ګټې د بېرته را ګرځولو لپاره ترسره کړ، د لسګونو آیډیاوو را کمول وو، چې شرکت پرې کار کاوه.
 
وروستۍ خبره
ماتې یوه دردونکې تجربه ده، چې هېڅوک نه غواړي تجربه یې کړي، په دې حالت کې، واقعیت دا دی، چې ماتې حتمي ده. تر کله چې تاسو د یوه کار لپاره د هڅې په حال کې یاست، چې مخکې مو هېڅکله نه دی ترسره کړی یا خپلو هیلو ته دوام ورکوئ، نه شئ کولای، چې په بشپړه توګه د ماتې مخه ونیسئ.
 
له هغه درد سره سره، چې له ماتې سره مل دی، دا په دې مانا نه دی، چې ماتې د سپینو زرو پوښ نه لري. که پام وکړئ، په مثبتې موضوع باندې د ماتې د بدلون لپاره، کولای شئ، له ماتې څخه مهم درسونه زده کړئ.