دا موارد څرګندوي، چې په یوه زهرجنه کورنۍ کې ستر شوی یاست

غوسه، ناکراري، پرېښاني او اندېښنه، د رښتینو احساساتو پټول او په نفس باندې کم اعتماد، هغه ځانګړتیاوې دي، چې ځینې زهرجنې کورنۍ یې خپل ماشوم ته لېږدوي. 
په دې لیکنه کې د افرادو د شخصیت په رامنځته کېدو باندې د زهرجنې کورنۍ اغېزې تر څېړنې لاندې نیول کېږي، دا څېړنه له موږ سره مرسته کوي، ترڅو خپله دنننۍ نړۍ په ښه توګه درک کړو، د خپلې وېرې، پرېښانۍ او اندېښنو په دلایلو باندې پوهېدل، زموږ له درملنې سره مرسته کوي او ژوند مو ښه کوي. 

د افرادو د شخصیت په رامنځته کېدو باندې د زهرجنې کورنۍ اغېز
د ماشومتوب په دوران کې د اولادونو د احساساتو په اړه د والدینو بې پروایي او ځان غوښتنه، د هغوی د شخصیت په رامنځته کېدو باندې ډېره زیاته اغېزه کوي. 

له کنټرول کېدلو څخه وېرېږئ
تر ډېره داسې رامنځته کېږي، چې والدین په زهرجنو کورنیو کې هڅه کوي، چې د کورنۍ نور غړي کنټرول کړي، دا یو طبیعي چلند نه دی او په اوږد مهال کې په عاطفي ځور باندې بدلېږي، دا چلند د دې سبب ګرځي، چې داسې احساس وکړئ، چې په خپلو شاوخوا خلکو باندې ډېر کم اعتماد لرئ، دغه راز تاسو د نویو اړیکو له لرلو څخه لیرې کوي، دا احساس چې تل د کورنۍ له خوا کنټرولېږئ، کېدای شي، ستاسو د اروایي فشار سبب شي. 

په ټولنیزو تعاملاتو او په نورو باندې په اعتماد کولو کې ستونزه لرئ 
کله چې یو شخص په کړکېچنه فضا کې، د کنټرول کوونکو او نورو ذهني ځورونو په شاوخوا کې سترېږي، احساسات یې تر اغېزې لاندې راځي. ځینې والدین ښایي ونه شي کولای، د خپلو اولادونو لپاره اړین ملاتړ رامنځته کړي. په بله سناریو کې کېدای شي، فرد په داسې یوه کورنۍ کې ژوند وکړي، چې داسې احساس کوي، چې تل باید پام او ډېر احتیاط وکړي. 

په آسانۍ سره ماتې نه شي منلی 
هغه ماشومان، چې په یوه زهرجنه فضا کې سترېږي، کېدای شي تل داسې احساس وکړي، چې همېشه ښه نه دي یا حتا بې ارزښته دي. هغوی له بریده زیاتو غوښتنو سره مخ کېږي او که د خپلو والدینو تمې یې نه وای پوره کړې، تل رټل کېدل. دا افراد اصولاً له ټیټ شخصیت څخه برخمن دي او خپل ځان ته ارزښت نه ورکوي. 

د هویت کمښت، د افرادو د شخصیت په رامنځته کېدو باندې د زهرجنې کورنۍ یوه له اغېزو څخه ده
کله چې د خپلې اروایي روغتیا په اړه خبرې کوو، په کورنۍ کې د درنښت وړ ګرځېدل، زموږ لپاره یو حیاتي لامل دی، دا مورد د مینه لرلو او اړیکه لرلو په اندازه مهم دی. که د ماشومانو او والدینو ترمنځ اړیکه له سپکاوي ډکه وي، کېدای شي ماشوم له خپلې دنننۍ نړۍ، هویت او شخصیت سره ستونزه پیدا کړي، دا تجربې د پرېښانۍ او خپګان په څېر د منفي اغېزو سبب ګرځي. 

په خپل ځان باندې ډېره نیوکه کوئ 
ټیټ شخصیت یو له یادګارونو څخه دی، چې له والدینو څخه اولادونو ته پاتې کېږي، دا ماشوم تل احساس کوي، چې احمق او بې استعداده دی او د دې وړتیا نه لري، چې کوم غوره څیز ترلاسه کړي. دا ماشومان په هر هغه کار کې، چې ترسره کوي یې، په خپل ځان باندې نیوکه کوي، شک لري او د کار د بدو پایلو په اړه فکر کوي. 

د احساساتو ځپل، د شخصیت په رامنځته کېدو باندې د زهرجنو والدینو یوه له اغېزو څخه ده
هغه والدین چې په ژبني او فزیکي توګه خپل ماشوم ته زیان رسوي، احساسات یې نالیدلي نیسي. سربېره پر دې، که ماشومان هڅه وکړي، خپل احساسات څرګند کړي، کېدای شي د کورنۍ د لا ډېر بد چلند سبب شي. په پایله کې ماشومان عادت کېږي، چې خپل درد، ځور او غوسه پټه کړي، د خپل ژوند په تګلوري کې، کېدای شي په خپلو احساساتو باندې د نورو احساساتو ته لومړیتوب ورکړي. 

تر ډېره پرېښانه یاست
هغه ماشومان، چې په زهرجنو کورنیو کې ستر شوي دي، تر ډېره په پرېښانۍ، ناکرارۍ او خپګان باندې اخته کېږي، دا مورد د کورنۍ د بې ثباتۍ، د بد جسمي او روحي چلند او د خوندیتوب نه شتون له امله رامنځته کېږي. هغه ماشومان، چې په پرېښانۍ باندې اخته دي، د تمرکز له ستونزو سره مخامخ کېږي، هغوی ښایي د هڅونې منلو، ناکرارۍ، اندېښنې، خپګان او کړکېچ احساس تجربه کړي.