پلار څنګه کولای شي، له خپل ماشوم سره یووالی رامنځته کړي

په تېرو لس یا شلو وروستیو کلونو کې، له نوي زېږېدلي ماشوم سره د یو والي د رامنځته کېدو موضوع د پام وړ ګرځېدلې ده، د دې یووالي ستره برخه د مور او نوي زېږېدلي ماشوم په یووالي باندې متمرکزه شوې ده او د پلار رول ته په افتخاري بڼه کتل شوي دي، که څه هم د زېږون پرمهال د مور او نوي زېږېدلي ماشوم تړاو له یوه ځانګړي ارزښت څخه برخمن دی، خو د پلار او نوي زېږېدلي ماشوم تړاو هم له یوه ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی.
 
د دې اړیکې ارزښت هم د نوي زېږېدلي ماشوم او هم د پلار له خوا دی، یووالی د نږدې اړیکې په مانا دی، چې پرته له ځنډه له والدینو څخه د یوه او د نوي زېږېدلي ماشوم ترمنځ رامنځته کېږي. څېړونکو، چې د والدینو او نوي زېږېدلي ماشوم ترمنځ په یووالي باندې یې څېړنې کړې دي، دې پایلې ته رسېدلي دي، چې والدین له زېږون وروسته، له ځنډ پرته او یا له زېږون څخه څو موده وروسته، له نوي زېږېدلي ماشوم سره یووالی رامنځته کوي، په راتلونکو میاشتو کې له خپل ماشوم سره لاپسې صمیمي کېږي او دا په داسې حال کې ده، چې د والدینو او نوي زېږېدلي ماشوم ترمنځ په اوږد مهال کې د یووالي اغېزې لا هم د ارزونې وړ دي.
 
له ماشوم سره د یووالي رامنځته کول، هغه بهیر دی، چې ټول عمر په برکې نیسي او هغه اقدامات پکې شاملېږي، چې د ورځې، میاشتو او کلونو په لړ کې ترسره کېږي، ترڅو ستاسو، د  نوي زېږېدلي ماشوم او ماشوم ترمنځ نږدې اړیکې رامنځته شي. د یووالي رامنځته کول د هماغه زېږون په پیل کې، کولای شي، د اړیکو لپاره یو ښه پیل وي.
 
د جذب کېدو احساس
هغو څېړنکو، چې د پلار د یووالي د رامنځته کولو اغېزې یې تر څېړنې لاندې نیولې دي، د دې مطلب د تشریح کولو لپاره، چې څنګه د ماشوم شتون کولای شي، پلار له هغه څخه په پاملرنه کې ډوب کړي، د جذب کېدو اصطلاح کارولې ده.
 
جذب کېدل په دې مانا نه دي، چې پلار وغواړي د ماشوم لپاره کوم کار ترسره کړي، بلکې تر ډېره د هغه کار په مانا دی، چې ماشوم یې د خپل پلار لپاره ترسره کوي، هغه پلار، چې د خپل ماشوم له خوا جذب شوی دی، په بشپړه توګه د هغه په فرد پورې منحصرو ځانګړتیاوو کې ډوبېږي.
 
هغه داسې احساس کوي، چې ماشوم یې په بشپړه توګه له نورو ماشومانو سره توپیر لري او په شدیده توګه دې ته لېواله کېږي، چې په غېږ کې یې ونیسي؛ له هغه سره خبرې وکړي او په یو نه یو ډول ورسره اړیکه ټینګه کړي. ماشوم کولای شي، په خپلو والدینو کې ښه او بد حالت رامنځته کړي، جذب کېدل په لوړه کچه یو تړاو دی. د مارټین ګرینبرګ په نامه یو پوه وایي: چې نه یوازې نوی زېږېدلی ماشوم د پلار د ژوند یوه ستره برخه جوړېږي، پلار هم داسې احساس کوي، چې په ناڅاپي توګه ستر شوی دی او دغه راز د ستر کېدو، پوخوالي او ځواکمنېدو احساس کوي.
 
په عین حال کې د هغه شخصیت هم لوړېږي او تر هر وخته ډېر د یوه پلار په توګه په خپل هویت باندې پوهېږي.
 
د یووالي د رامنځته کولو لپاره، پلرونو ته ځینې سپارښتنې
حتا مخکې تر دې، چې ماشوم مو نړۍ ته راشي، د روغتون پرسونل، په ځانګړې توګه متخصص ډاکټر یا مسؤولې نرسې ته ووایئ، چې د شونتیا په صورت کې غواړئ، له زېږون وروسته، پرته له ځنډه، له خپل ماشوم سره څه وخت تېروئ او ورسره خواله کوئ.  
 
هغوی ته وړاندیز وکړئ، چې د ویټامین k د پېچکارۍ لګول او د سترګو مرهم له زېږون څخه وروسته تر یو ساعته وځنډوي، داسې چې تاسو وکولای شئ، له زېږون څخه یو ساعت وروسته، له خپل نوي زېږېدلي ماشوم سره، له اړیکې څخه خوند واخلئ.
 
دا ځانګړی وخت په هېڅ وجه له لاسه مه ورکوئ، د ماشوم له زېږون او د هغه له پاکولو څخه وروسته، هغه باید په مستقیمه توګه مور ته یې ورکړئ، چې په خپله غېږه کې یې ونیسي او تاسو درې واړه کولای شئ، چې د یو بل ترڅنګ له اوسېدو څخه خوند واخلئ او د خپلې کورنۍ رامنځته کېدل ولمانځئ.
 
د دې لومړني تړاو په لړ کې، ډېری نوي زېږېدلي ماشومان، د هوښیارۍ په بېساري آرام حالت کې وي، سترګې یې په بشپړه توګه خلاصې وي او د چاپېریال په اړه غبرګون ښکاره کوي، هغوی غواړي په چټکه توګه دا پیدا کړي، چې په چا پورې تړاو لري.
 
له هغې لس تر شل دقیقو وروسته، طبیعي ده، چې ماشوم د ژور خوب غېږې  ته پناه یوسي، دا د هوښیارۍ آرام حالت، د نوي زېږېدلي ماشوم د منلي اوسېدو لومړنی وخت دی، د ماشوم له زېږون څخه وروسته، دا د لومړني تړاو د رامنځته کېدو وخت نباید له لاسه ورکړئ، مګر دا چې روغتیایي ستونزې د دې کار مخه ونیسي.
 
د دې درګوني تړاو د مودې په اوږدو کې، له خپل نوي زېږېدلي ماشوم سره خبرې وکړئ، هغه ونازوئ او پرېږدئ، چې احساسات مو د څرګندېدو موکه پیدا کړي، د بېلګې په توګه: هغه ته ووایئ: «سلام ګرانه، زه دې پلار یم...» لکه څنګه چې له زېږون مخکې مو ورسره خبرې کولې، له هغه سره خبرې وکړئ، هماغه کلیمې په همغې لهجې سره بیان کړئ.