نیوزیلینډ په افغانستان کې دخپل ماموریت دوره تمدید کړه



دنیوزیلینډ لومړي وزیر جون کي خبر ورکړې دی ،چې موږ په افغانستان  کې دخپلو سرتېرو دماموریت  دوره  دیو کال لپاره  تمدیدکړه خو شمېره به ېې ترنیمایي راکمه شي .
ټاکل شوې وه ،چې دروان کال دمارچ په میاشت کې به دنیوزیلینډ دسرتېرو دندې پای ته  ورسیږي ، خو لومړي  وزیر ېې دا دیوکال لپاره تمدید کړه اوسمهال په افغانستان کې دنیوزیلینډ دسرتېرو شمېر 70 هغو ته رسیږي .
پردې سربېره دافغانستان  په بامیانو کې  ددې هېواد دبیارغونې ډله  140 کسیزه ډله  شتون لري .