د ارزښتمنو کارمندانو د ساتلو لپاره یوه ګټوره تګلاره

مدیرانو خبر واوسئ: تاسو باید د خپلو کارمندانو د ساتلو لپاره مبارزه وکړئ، دا د استعدادونو لپاره یوه دوامداره جګړه ده، لکه څنګه، چې د کار بازار ښه کېږي او شدت پیدا کوي، مخکې تر دې، چې سیالان (رقیبان) مو ستاسو غوره استعدادونه د ځان کړي، نو چمتو واوسئ، چې لپاره یې ژر تر ژره اقدام وکړئ، خو د ښو کارمندانو ساتنه څنګه شونې ده؟ د ارزښتمنو افرادو د ساتلو په جګړه کې، کومو څیزونو ته اړتیا ده؟
 
له خپلو کارمندانو سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د استعداد لرونکو کارمندانو د همکارۍ د دوام په خاطر، انګېزه بښونکې مرکې ترسره کړئ، دا منظمې غوندې، تاسو ته لاندې معلومات، لکه: څه څیز غوره کارمندانو ته انګېزه ورکوي او هغوی په سازمان کې ساتي، حتا که په نورو ځایونو کې هغوی ته د لوړ معاش وړاندیز وشي، په لاس درکوي، ځکه د غوره استعدادونو په اړه پلټنه ترسره کېږي او هغوی ته به د لوړ معاش وړاندیز وشي. په یاد ولرئ، چې دا هغه جګړه ده، چې شتون لري او تاسو له نورو څخه د مخکې کېدو لپاره، معلوماتو ته اړتیا لرئ.
 
له دې امله زړور واوسئ، ځکه نباید د منفي فیډبک له اورېدو څخه وډار شئ، د همکارۍ د دوام لپاره انګېزه بښونکې مرکې، په شرکت کې د کړنو د ارزونې په توګه عمل کوي او د بدو عادتونو د سمون او  اصلاح لپاره یوه لاره ګڼل کېږي، چې ښایي د دې سبب شي، ښه افراد مو له لاسه ورکړئ.
 
په دې لیکنه کې په پنځو دلیلونو باندې، چې پر بنسټ یې شرکتونه باید د همکارۍ د دوام په خاطر انګېزه بښونکې مرکې ترسره کړي، رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې لیکنه تر پایه ولولئ.
 
۱ ـــ د انګېزو پېژندنه
د همکارۍ د دوام په خاطر انګېزه بښونکې مرکې مشخصوي، چې د فرد لپاره څه څیز ارزښت لري. ځینې مدیران په تېروتنې سره د ټولو کارکوونکو لپاره له یوه فورمول څخه ګټه اخلي.
 
کار کوونکي له بېلابېلو څیزونو څخه منندویي کوي او که مدیران وغواړي هغوی وساتي، باید په دوامداره توګه دا خبرې اترې ولري، څوک څه غواړي او څنګه کولای شي، چې هغه هیلې پوره کړي.
 
۲ ـــ د ناخوښۍ او نا رضایتۍ د نښو درک کول
د همکارۍ د دوام مرکې باید هغه مهال ترسره شي، چې مدیر یو ښه، استعداد لرونکی او ځواکمن فرد وپېژني، دا چاره کولای شي، د کارمند له ۶۰ څخه تر ۹۰ لومړیو ورځو کې وي. مدیران کولای شي، په مناسبو وختونو کې د دې مرکو په ترسره کولو سره، د کارکوونکو اړتیاوې درک کړي او د هغوی د ناخوښۍ له نښو څخه خبر شي.
 
۳ ـــ له حیرانولو څخه مخنیوی کول
د همکارۍ د دوام د مرکې اصلي موخه، د استعدادونو ساتل دي او له شرکتونو سره مرسته کوي، کله چې یو کارمند د شرکت د پرېښودو هوډ لري، دې مسئلې ته یې ژر پام شي، دا چاره مدیرانو ته د بدلون د رامنځته کولو او د شرایطو د ښه کېدو لپاره کافي وخت په لاس ورکوي او د ارزښتمن کارمند د له لاسه ورکولو له امله د ګوذار مخه نیسي، په پایله کې کمپنیانې د کارمند له کمښت سره نه مخامخ کېږي او نور کار کوونکي د کاري ځواک د کمښت له امله ډېر کار کولو ته نه اړ کېږي.
 
۴ ـــ له کارکوونکو سره تعامل
ډېری شرکتونه په دې باور دي، چې د ساتلو ترټولو پیاوړې وسیله دا ده، چې کارمندان په دې باندې پوه کړي، چې دوی ارزښت لري او شرکت او سازمان په دوی باندې حساب کوي. کله چې مدیران د خپل او د شرکت د وخت یوه برخه په دې باندې لګوي، په دې اړه چې څه څیز کارمندان خوشاله کوي، بحث وکړي، دا چاره کارمندانو ته یو داسې احساس ور په برخه کوي، چې د شرکت لپاره ارزښتمن دي او مدیران هغوی او دغه راز د هغوی لېوالتیاوو ته اهمیت ورکوي. توپیر نه کوي، چې په دې شرکت کې یې څو میاشتې یا څو کلونه کار کړی وي، د همکارۍ د دوام انګېزه بښونکې مرکې، کارمندان بوختوي او هغوی ته انګېزه ورکوي، همدا انګېزه او د خوځښت احساس، نه یوازې له شرکت سره د هغه د همکارۍ د دوام سبب ګرځي، بلکې د هغه ګټورتوب هم زیاتوي.
 
۵ ـــ د اعتماد تر لاسه کول
د همکارۍ د دوام لپاره انګېزه بښونکې مرکه، د ګمارونکو او په کار باندې د نویو ګمارل شویو کارکوونکو ترمنځ، چې له خپل ځانه ښې وړتیاوې ښکاره کوي، د اعتماد په رامنځته کېدو کې ستره مرسته کوي. که هغه استعداد لرونکی کارمند، چې ډېره کمه موده کېږي، له شرکت یا سازمان سره یې همکاري پیل کړې ده، د سازمان د پرسونل او مدیر په اړه یې اړین اعتماد نه وي ترلاسه کړی، له دې څخه یو غوره غوښتلیک یې ترلاسه کړی وي، نو طبیعي ده، چې له دې شرکت سره به خپلې همکارۍ ته د پای ټکی کېږدي او نوی غوښتنلیک به ومني، خو که د انګېزه بښونکو ناستو په لړ کې، هغه ته په یوه خوندي چاپېریال کې د خپلو اندېښنو د بیانولو لپاره فرصت ورکړل شي، نو دا اعتماد رامنځته کېږي او وفاداري به له ځانه سره ولري.