د پلار دندې

تر کله چې ماشومان مو قانوني عمر ته رسېږي، موږ دنده لرو، چې په ژوند کې هغوی په بریالۍ توګه دې پړاو ته ورسوو، کله چې د پلار اوسېدو رول ته رسېږو، په ډېر احتمال سره هره ورځ له خپل ځانه دا پوښتنه کوو: آیا یو ښه پلار یم؟ د دې لیکنې په دوام د یوه ښه پلار په دندو او ځانګړتیاوو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره یې ولولئ.
 
ماشوم ته مو غوږ ونیسئ
له غوږ نیولو څخه موخه دا نه ده، کله چې ماشومان مو له تاسو سره خبرې کوي، یوازې خپل سر وښوروئ او مُسکا وکړئ. یو ډېر ښه پلار، کله چې ماشوم یې د یوې بې سره او بې پایه کیسې د ویلو په حال کې دی او دغه راز د یوه عجیب کارټون په اړه خبرې کوي، له خپل ماشوم سره د هغه د پام وړ موضوع په اړه داسې خبرې اترې رامنځته کوي، چې د هغه له ودې او خلاقیت سره مرسته کوي.
 
دا پلار په ستونزمنو وختونو کې او کله چې ماشوم یې د ژړا لپاره یوې اوږې ته اړتیا لري، ترڅنګ یې دی او چمتو دی، ترڅو د پلار په توګه په خپلو پندونو سره، د هغه له ودې سره مرسته وکړي.
 
مهربان واوسئ
په خپل ماشوم باندې مهربان واوسئ، په ځانګړې توګه کله چې لږ څه سترېږي، ماشومان مینې او محبت ته اړتیا لري، هغوی په ژبنۍ مینه باندې نه پوهېږي، د هغو ماشومانو لپاره، چې د خپل پلار له لوري هېڅ مینه نه ویني، د دې ویل، چې پلار درسره مینه لري، هېڅ مانا نه لري.
 
په دې باندې پوه شئ، چې ماشومان ډېره کمه مینه ناکه اړیکه، یانې د هغوی په غېږ کې نیول او دغه راز د هغوی ښکلول، په ښه توګه درک کوي، دا له خپلو ماشومانو سره ستاسو اصلي لاره ده، خو ځینې پلرونه داسې حس کوي، چې د احساساتو څرګندونه ښه نه ده او نه یې ترسره کوي، یو ماشوم هر وخت اړتیا لري، چې مینه حس کړي، هغه ماشوم، چې مینه یې پېژندلې وي، خوشاله دی او کله چې تاسو ویني، ستاسو په لور منډې وهي او ستاسو د غېږې په لور الوځي او غواړي، چې په غېږ کې یې ونیسئ.
 
له ماشوم سره مو خپله اړیکه پیاوړې کړئ
د خپل ماشوم ترڅنګ ستاسو حضور ډېر زیات اړین او مهم دی، خو کله چې د هغه ترڅنګ یاست، د اړیکې په ټینګښت کې ستاسو وړتیا هم ډېره زیاته مهمه ده، د دې لپاره، چې ماشوم ستاسو ترڅنګ له اوسېدو څخه خوند واخلي، اړتیا نه شته، چې یو هیجاني کار ترسره کړئ، یوازې بسنه کوي، چې له هغه سره د اړیکې د ټینګښت په لارې چارې باندې تمرکز وکړئ او اندېښنې او ستونزې یې درک کړئ.
 
هرومرو هره ورځ له خپل ماشوم سره اړیکه ټینګه کړئ، ترڅو د هغه له ستونزو، اوونیز پروګرام  او افکارو څخه خبر شئ.
 
له معمول سره سم پوښتنه مه کوئ "نن څه خبره وه؟"، بلکې حقیقتاً د هغه ځوابونه درته مهم وي.
 
کله چې اولاد مو په تنکۍ ځوانۍ کې وي، ښایي ونه غواړي، چې خپل پروګرام له تاسو سره شریک کړي، په دې صورت کې، کله وخت یې د وضعیت او حالت پوښتنه وکړئ، ترڅو پوه شي، چې په فکر کې یې یاست او نه غواړئ، چې په کارونو کې یې ښکېل شئ.
 
له ماشومانو سره په ګډه لوبې وکړئ
د مثبت وخت د تېرولو لپاره، کولای شئ، له ماشومانو سره ګډې لوبې ترسره کړئ، چې د دواړو لورو خوښېږي، د دې لپاره کولای شئ، د ماشومانو د پام وړ لوبو یو لړلیک جوړ کړئ او یا له بېلابېلو سرچینو څخه نوې لوبې زده کړئ، چې ماشومان د لوبو پرمهال خپل مهم رازونه او اندېښنې له تاسو سره شریک او دغه راز له تاسو سره مثبته اړیکه ټینګه کړي.
 
سفر، سیل او تفریح
کولای شئ د سیل او سفر لپاره ګډ پروګرامونه  ولرئ. د بېلابېلو ننګونو لپاره څو ورځني سفرونه ماشومانو ته د ساتیرۍ او خوند اخیستنې ترڅنګ، هغوی ته د  اړتیا وړ مهارتونو د ښوولو لپاره مناسب فرصت رامنځته کوي. همدا راز له ماشومانو سره په پارک او طبیعت کې د ګرځېدو او سیل لپاره، پروګرام جوړ کړئ.
 
خپلې ژمنې ته ژمن پاتې شئ
ډېری وخت داسې پېښ شوي دي، چې ماشومان مو له دې امله خواشیني کړي دي، کومه ژمنه مو چې ورسره کړې ده، د عمل جامه مو نه ده ور اغوستې، ډېری پروګرامونه او نندارې، چې ویلي مو وو، پکې ګډون کوئ، دا کار مو نه دی ترسره کړی. دا چې ژمنه وکړئ او پوره یې نه کړئ، ښه ده، چې هېڅ ژمنه ونه کړئ. اعتماد یو ارزښتمن څیز دی او ډېر په آسانۍ سره له منځه ځي، هڅه وکړئ، خپلو ژمنو ته په ژمن اوسېدو سره، خپل اعتماد وساتئ.
 
د ماشوم لپاره بېلګه واوسئ
پلرونه د خپلو ماشومانو لپاره اصلي بېلګه دي، څه یې درک کړي او څه یې درک نه کړي، هغه لور، چې خپل وخت له یوه مینه ناک پلار سره تېروي، د یوه ځوان د درنښت وړتیا لري او د خپل ژوند له شریک سره د چلند له څرنګوالي سره آشنا کېږي. پلرونه د رښتینولۍ، عاجزۍ او مسؤولیت منلو په ښودلو سره، خپلو اولادونو ته د ژوند درس ورکوي.
 
د خپلو ماشومانو د ژوند اړتیاوې پوره کړئ
پلار د کورنۍ د سرپرست په توګه دنده لري، چې د خپلو ماشومانو لپاره ښه او مناسب ژوند رامنځته کړي، څه د کور او خوړو له پلوه، څه د مینې، خوندیتوب او پام له پلوه.
 
د راتلونکې په اړه فکر وکړئ
ماشومان د ژوند د تشکیل لپاره چمتو کړئ، د ښه پلار یوه مهمه دنده دا ده، چې خپلو اولادونو ته داسې شرایط برابر کړي، چې د واده او دغه راز د کورنۍ د تشکیل لپاره کور پرېږدي.
 
د مسؤولیت منل
خپلو ماشومانو ته د مسؤولیت منل ور زده کړئ، هغه ماشومان، چې هڅه کوي د مسؤولیت له پېټي څخه وتښتي، ژر یا په ځنډ سره ماتې خوري، یو ښه پلار باید دا ډاډ ترلاسه کړي، چې ماشوم یې پوهېږي، چې له خپلو تېروتنو سره څنګه چلند وکړي، اصلاح یې کړي او مخ پر وړاندې حرکت وکړي.