ناسم القاب څه دي؟

ناسم القاب څه دي؟ ولې خلک ناسم القاب کاروي؟ د ناسمو القابو له کارولو وروسته، ماشومان څنګه او د څه شي احساس کوي؟ په ماشومانو د ناسمو القابو کارولو منفي اغېزې؟ مخه یې څنګه نیول کېدای شي؟

ناسم القاب؛ یعنې ماشومانو ته بدې ردې ویل، ماشومان ته په نورو، مغرضانه، نېخ لرونکو نومونه اواز- غږ کول.

ماشومانو ته په داسې الفاظ غږ کول، چې ناسم وي، بد وي، نېخ لرونکي وې او د ماشومانو د درد، رنځ سبب وگرځي- کیږي.

د ښې پوهېدنې لپاره به راشو، د ناسمو القابو ځینو بېلگو ته:
ړوند یې لاره نه وینې؟ دا شکل دې د انسان نه دی؛ څومره کغاز یې؛ ته به کله انسان جوړېږې؟ سم لیونی یې؛ ډېر ساده یې؛ پک سرې، تنگ سترگې، سر دې سم نه دی، غوږونه دې سم نه دي؛ دا او دې ورته لغاتونه، الفاظ او القاب ماشومانو ته کارول چې تر ډېره بریده له ناپوهۍ سرچینه اخلي.

ولې خلک، ماشومانو ته بد القاب کاروي؟
ددغو ډول الفاظو کارول، په ځانگړې ډول په افغانۍ ټولنه کې، یو رواج او عادت موندلای. له خپگان پرته د کورنۍ ډیری غړي، خپلو ماشومانو، زامنو، لورگانو، ورېرو ته په همدې بدو نومونه غږ کوي او هله دوی ځان ډېر په حقه بولي چې، له ماشومانو څخه په ناارادي ډول کوم غلط کار ترسره شي، بیا نو دوی ته زمینه د خبرو- بدو الفاظو- القابو برابره شي او خپله ټوله غوصه په همدې ماشومانو باندې سړه کړي.

دا کار حتا د ټولنې تحصیل کرده قشر هم کوي او له دغو خبرو یو ډول خوند اخلي. ځینې وخت، استادانو ته متوجې شوی یم، چې خپلو زده کوونکو ته بد القاب کاروي.

پر ماشومانو یې بدې اغېزې څه دي؟ 
د دغه ډول القاب له کارولو وروسته، ماشومان پر خپل ځان باور له لاسه ورکوي، منفي احساس کوي، ځان ورته کم ښکاري، په کور کې د تنهایۍ احساس خپلوي، ځان په کور بوج- لار گڼي، حتا ژوند یې ډېر نړولای، خربولای شي؛ خو ډیری وخت ددې القابو نتیجه د ماشومانو د لویوالي پر مهال را څرگندیږي، کله چې دوی لوی شي، هغه نښې نښکانې پکې له ورایه ښکاره کیږي. یا کم جرئته وي، په ځان لاور نلري، خبرې د زده کوونکو پر وړاندې نشي کولای، له استاد پوښتنه نشي کولای، ځکه چې ماشومتوب کې د پلار، مور، ورور، استاد له خوا دوی ته بد الفاظ ویل شوي- ویل کیږي، کارول شوي.

حل لاره یې څه ده؟
بناً؛ د ناسمو القابو پر ځای، خپلو ماشومانو ته د وقار او درناوي په نومونه غږ وکړئ. د غږ کولو پر مهال، له جان، قربان، قدردان، گران کلیمو استفاده وکړئ. دا ستاسې مسؤلیت او د ټولو ماشومانو حق دی.

تر څو ماشومان، د ارزښتمندۍ احساس وکړي. په خپل ځان یې باور زیات شي. ځان ته په ارزښت قایل او دا باور ورسره پیدا شي، چې گنې مهم دی. همدا ماشومان دې، چې سبا ورځینې لویان جوړیږي.

که د ماشومانو، ماشومتوب کې سمه او سالمه روزنه، تربیه او پالنه وشي، راتلونکی یې پخپله سازېدلای- جوړېدلای شي.

ماشومان د هغې تنکۍ لختې مثال لري، چې هر څنگه یې وغواړو، تاوولای شو.
خپلو ماشومانو ته وخت ورکړئ، ارزښت ورکړئ، ښه کارونه یې وستایئ، توجو ورته وکړئ، تر څو د مهموالي احساس پکې پیاوړی شي.