له هغه همکار سره څنګه چلند وکړئ، چې فکر کوي رییس دی؟

د داسې یوه همکار لرل، چې په ریاست او ښکېل کېدو باندې مئین دی، په کار ځای کې ستاسو لپاره شرایط ستونزمنوي، په همدې دلیل باید له دا ډول همکار سره د چلند په غوره ډول باندې پوه واوسئ.
 
له هغه همکار سره غوره چلند، چې له ریاست سره مینه لري
په یوه اداري چاپېریال کې کار کول، ښایي د ځینو لپاره یو خوب وي، خو له هغه همکار سره خبرې اترې او بحث کول، چې تل یې خوښېږي، د رییس په څېر چلند وکړي، په بشپړه توګه پرېښانه کوونکي دي او نه شو کولای، چې د دا ډول فرد چلندونه وزغمو، ښایي تاسو هم له دا ډول همکارانو سره مخ شوي وئ. په دې لیکنه کې هوډ لرو، چې له هغه همکار سره، چې تصور کوي ستاسو رییس دی، په بایدونو او نبایدونو باندې رڼا واچوو، ترڅو له کومې ستونزې او شخړې پرته، له هغه سره په غوره شوني ډول چلند وکړئ.
 
په ریاست باندې له مئین همکار سره د چلند بایدونه
۱ ـــ هوښیار واوسئ
که داسې احساس کوئ، چې د همکار مو تل خوښېږي، ستاسو لپاره د رییس رول ترسره کړي، نو باید د تېر په پرتله په بشپړه توګه احتیاط وکړئ او هوښیارانه کړنې ترسره کړئ، فرصت مه ورکوئ، چې وغواړي ستاسو په کار باندې نیوکه وکړي او یا د رییس کړنې ترسره کړي، نو هڅه وکړئ، چې په کار ځای کې مو ځیرکتیا او هوښیاري زیاته کړئ.
 
۲ ـــ کلک او ټینګ واوسئ
له دا ډول فرد سره د چلند لپاره خپل ځان په بشپړه توګه ټینګ او کلک کړئ، ځینې کسان په تمه وي، چې په تاسو کې کمزوري ټکي پیدا کړي، نو هڅه وکړئ، چې خپل کمزوري ټکي په لاس مه ورکوئ او په ډېرې هوښیارۍ او ځیرکتیا سره د هغوی د ناسمو چلندونو پر وړاندې ودرېږئ.
 
۳ ـــ هغه ته وخت مه ورکوئ
دا ډول کسان ځانګړو شېبو ته په تمه وي، ترڅو وکولای شي، تاسو ته دستور درکړي، تر کومه ځایه چې کولای شئ، دې کسانو ته د دې زمینه مه برابروئ، ترڅو وکولای شي، ستاسو لپاره د رییس کړنې ترسره کړي.
 
۴ ـــ له هغه سره مقابله مه کوئ
کله چې همکار مو هڅه کوي، چې ستاسو لپاره د رییس کړنې ترسره کړي، نباید ورسره مقابله وکړئ، مقابله کول وضعیت لاپسې خرابوي او ستاسو ذهني سټرس زیاتوي، ځکه تل مو خوښېږي، چې کارونه یې جبران کړئ او په پایله کې ستاسو د شخصیت ارزښت را ټیټوي.
 
۵ ـــ له شوخ طبیعتۍ څخه د دفاعي وسلې په توګه کار واخلئ
د شوخ طبیعتۍ حس د دې سبب ګرځي، چې ستاسو ترمنځ رسمي حالت له منځه لاړ شي، په پایله کې دا فرد هڅه کوي، له تاسو سره خپل واټن وساتي، ځکه احساس کوي، د هغې شوخ طبعیتۍ په دلیل، چې تاسو یې لرئ، هغه جدي نه نیسئ او معمولاً ستاسو لپاره د رییس کړنې نه ترسره کوي، باید په یوې مُسکا سره هغه ته ښکاره کړئ، چې له بریده زیات تاسو ته نږدې نه شي.
 
۶ ـــ له لارښوونو څخه یې په اندازه ګټه واخلئ
د هغه له مهمو ټکو څخه ګټه واخلئ، خو په پای کې په خپله تصمیم ونیسئ، د هغو دستورونو په خاطر، چې تاسو ته یې درکوي، خبرو ته یې په ډېر دقت سره غوږ ونیسئ، خو غبرګون مه ښکاره کوئ، ښایي وړاندیز یې مناسب وي، خو وروستی تصمیم په خپله ونیسئ.
 
۷ ـــ له هغه سره په خصوصي توګه خبرې وکړئ
که همکار مو تل هڅه کوي، چې ستاسو لپاره د رییس کړنې ترسره کړي، نباید دا چلند یې د نورو په مخ کې هغه ته یاد کړئ، هڅه وکړئ، چې په خپل منځ کې یوه خصوصي فضا رامنځته کړئ او هغه ته د چای څښلو لپاره بلنه ورکړئ، له دې وروسته خپله ګیله او شکایت بیان کړئ.
 
۸ ـــ محدودیت وټاکئ
په کار ځای کې ستاسو او د همکار ترمنځ مو د محدودیتونو ټاکل ډېر اړین دي او د دې سبب ګرځي، چې هغه تر معیاري بریده تاسو ته نږدې شي، که هغه ستاسو محدودیتونه وپېژني، نو په بشپړه توګه ستاسو په کارونو کې له بریده زیات نه ښکېل کېږي.
 
۹ ـــ رییس مو خبر کړئ
که همکار مو تل د خپلې دندې لایحې ته پام نه کوي او نه پوهېږي، چې څه ډول چلند ولري او تاسو یې هم نه شئ پوه کولای، نو غوره ده، چې د هغه له دې چلند څخه رییس مو خبر کړئ، رییس کولای شي، چې هغه مجبور کړي، خپل دا کارونه پرېږدي.
 
په ریاست باندې له مئین همکار سره د چلند نبایدونه
۱ ـــ له هغه سره بحث مه کوئ
له همکار سره بحث کول اصلاً یوه ګټوره لاره نه ګڼل کېږي، بحث کول د دې سبب ګرځي، چې هغه لاپسې ټپي کړئ. دغه راز ستاسو د کار مسلکي حالت له منځه وړي، نو هڅه وکړئ، چې اغېزناکې خبرې ولرئ، بحث او شخړې ته مه داخلېږئ.
 
۲ ـــ هغه ته ورته چلند او ورسره مقابله مه کوئ
د ورته مقابلې په لټه کې مه اوسئ، هڅه وکړئ، تر کومه ځایه چې کولای شئ مقابل لوری په خپل حال پرېږدئ؛ مګر دا چې ستاسو په کار کې ګډوډي رامنځته کړي.
 
۳ ـــ په هغه پسې خبرې مه کوئ
په دې فرد پسې خبرې کول، هېڅکله اوضاع نه ښه کوي او د دې سبب ګرځي، چې نور هم ستاسو پر وړاندې ودرېږي، هر څنګه چې وي، بد عادت پرېږدئ، توپیر نه کوي، چې مقابل لوری مو څوک دی، هېڅکله په چاپسې خبرې مه کوئ، ځکه له دې کار څخه هېڅ پایله نه اخلئ.
 
۴ ـــ هر وړاندیز جدي مه نیسئ
معمولاً هغه همکار، چې هڅه کوي ستاسو لپاره د رییس ځای ډک کړي، خوښېږي یې، چې د هرې موضوع په اړه تاسو ته وړاندیز درکړي، اړینه نه ده، چې هر وړاندیز یې ومنئ، یوازې کولای شئ، په اړه یې فکر وکړئ او وروسته ترې بې پروا شئ.
 
۵ ـــ هغه د نورو پر وړاندې مه سپکوئ
د همکار سپکاوی تاسو ته هېڅ ګټه نه در رسوي، نو پام مو وي، چې شخصیت یې مه ځپئ، هڅه وکړئ، چې په بشپړې آرامۍ او د خپلو دندو په ترسره کولو سره، ستونزې حل کړئ.