د دې جملو ویل، غوسه ماشومان آرامه کوي

ماشومان هم د لویانو په څېر، کله وخت بده ورځ تجربه کوي، په پایله کې شونې ده، چې د چیغو غږ یې فضا ډکه کړي یا خپل ځان په ځمکه ځمکه ووهي او وژاړي، په دې وخت کې رولونه ډېر زیات اغېز لري، کولای شئ غږ مو لوړ کړئ او چیغې ووهئ یا دا چې د شور ماشور د خاموشه کولو او د ماشوم آرامه کولو لپاره له ځینو جملو څخه کار واخلئ.
 
په یاد مو وي، چې ماشومان نه شي کولای خپله غوسه کنټرول کړي او دا تاسو یاست، چې باید آرام یې کړئ، په پایله کې، پر ځای د دې، چې تاسو هم خپل کنټرول له لاسه ورکړئ او وضعیت له هغه څه څخه لا پسې خراب کړئ، کوم چې دی، ژوره ساه وباسئ او له خپل ماشوم سره خبرې وکړئ.
 
کلیمې کولای شي، ټپ جوړ کړي یا د دردونو درملنه وکړي، کلیمې کله وخت معجزه کوي او هغې مناسبې لهجې ته په پام سره، چې ادا کېږي، کولای شي د ماشوم د غوسې د له منځه تګ او د آرمتیا د رامنځته کولو په لاره کې مرسته وکړي، پام وکړئ، چې خبرې اترې له خپل ماشوم سره د والدینو د ښې اړیکې د لرلو لپاره، یوه له مهمو سټراټیژیانو څخه ده، نو څومره چې کولای شئ له کلیمو څخه ډېره زیاته ګټه واخلئ.
 
راځه، چې دواړه آرام واوسو، سمه ده؟
دا هر مور او پلار ته پېښېږي، چې د خپل ماشوم د غوسې له صحنې سره مخ شي، په داسې حال کې، چې چیغې وهي، لغتې واروي او له نورو ماشومانو سره شخړه کوي، دا صحنه والدین هم ډېر زیات غوسه او خجالت کوي.
 
ډېری وخت دا پېښه ستاسو په چیغو وهلو، په غېږ کې د ماشوم نیولو او د نورو له سترګو څخه د هغه په لیرې کولو سره پای ته رسېږي، خو په دې شرایطو کې، ماشوم یوازې  کوم څه ته چې اړتیا لري، درک کېدل دي، له دې امله د بل هر کار پرځای ژوره ساه وباسئ او ووایئ: «زویه/ لورې! زه هم غوسه یم، خو راځه، چې دواړه هڅه وکړو، آرام واوسو». په دې صورت کې ماشوم داسې احساس کوي، چې درک شوی دی او تاسو داسې څرګنده کړې ده، چې غواړئ له هغه سره مرسته وکړئ.
 
زه هم غوسه کېږم، خو خپله غوسه بل ډول ښکاره کوم
ماشوم د دې جملې پر وړاندې داسې احساس کوي، چې له هغه سره مو همدري کړې ده، هغه ډېر زیات غوسه دی او باید خپله غوسه تشه کړي، خو متوجه کېږي، چې باید بل ډول چلند وکړي. د ماشوم د غوسې پر وړاندې هغه ته مه وایئ، چې ماشوم شوی یې.
 
هغه ته ووایئ، چې په بشپړه توګه طبیعي ده، چې غوسه شې او موږ لویان هم غوسه کېږو، خو باید زده کړي، چې خپله غوسه په بل ډول تشه کړي، د بېلګې په توګه: ژوره ساه وباسي، د څو شېبو لپاره خپلې سترګي وتړي، نقاشي وکړي یا بل هر کار، چې په هغه شېبه کې یې ذهن ته راځي.
 
راځه، چې په ګډه د ستونزې لپاره دې یوه حل لاره پیدا کړو
معمولاً ماشومان هغه مهال غوسه او طبیعت یې خرابېږي، هغه څه چې غواړي، نه دي ور رسېدلي یا یو کار په سمه توګه نه شي ترسره کولای، که په دې شېبه کې دا جملې په خوله راوړئ، لکه: «ښه کوښښ دې ونه کړ» یا «د ژړا پرځای به دې کار په سمه توګه ترسره کړی و»، نو د هغه د غوسې له کنټرول سره به مو هېڅ مرسته نه وي کړي او حتا شونې ده، چې اوضاع لاپسې خرابه شي، په دې وخت کې ماشوم هڅوونکو، انګېزه بښونکو جملو او اعتماد په نفس ته اړتیا لري، که د عمل ډګر ته ور ودانګئ او ورسره مرسته وکړئ، ترڅو ستونزه حل کړي، غوسه به یې له منځه لاړه شي.
 
که په آرامه او له چیغو پرته خبرې وکړې، په غوره توګه پوهېږم، چې څه وایې
که کوم ماشوم غوسه دی او چیغې وهي، له شک پرته د والدینو ماغزه هم خرابوي او غوسه کوي یې، خو په دې وخت کې تاسو د مور یا پلار په توګه باید په خپلو اعصابو باندې کنټرول ولرئ، هغه ته ووایئ، کله چې چیغې وهي، نه پوهېږئ، چې څه وایي، مهمه ده، چې په دې شرایطو کې خپل ماشوم آرام کړئ او له هغه سره په آرامۍ خبرې وکړئ.
 
غوسه یې؟ په غېږ کې دې ونیسم ښه کېږې؟
کله وخت ماشومان هم د لویانو په څېر بده ورځ تر شا پرېږدي او د یوې پېښې په خاطر غوسه کېږي، په پایله کې چیغې وهي او کله وخت نه پوهېږي، چې څه غواړي، خو په دې شرایطو کې هغه څه ته چې اړتیا لري، درک کېدل او مینه ده، په دې شېبو کې کولای شئ ورته ووایئ، چې د غوسې د درملنې لپاره یې یو معجزه رامنځته کوونکي درمل لرئ او دا درمل په غېږ کې له کلک نیولو پرته بل څه نه دي، له دې امله هغه په غېږ کې ونیسئ او آرام یې کړئ.
 
ولې خپل د لوبو وسایل ګډوډوې؟ نه دې خوښېږي؟ پرې غوسه یې؟
ډېری ماشومان کله چې غوسه کېږي، د هغو څیزونو په ګډوډولو سره، چې په لاس کې یې دي او معمولاً خپل د لوبو وسایلو په وارولو سره، غبرګون ښکاره کوي، په دې وخت کې شونې ده، چې تاسو هم پرې غوسه شئ او غږ مو لوړ کړئ، خو له دې کار څخه د ډډه کولو لپاره، باید خپله ټوله هڅه وکړئ.
 
ماشوم غوسه دی او احتمالاً حتا په دلیل یې هم نه پوهېږي، له دې امله اړتیا لري، ترڅو یو څوک ورته ووایي، څه کوې، ترڅو متوجه شي، چې دا کار سم نه دی،  کله چې له هغه څخه پوښتنه کوئ، ولې خپل د لوبو وسایلو ګډوډوې، آیا پرې غوسه یې، دې ته یې پام کېږي، چې هغوی هېڅ ګناه نه لري او د هغه د غوسې مسؤول نه دي، په پایله کې دې ته یې پام کېږي، چې باید ګډوډ یې نه کړي.
 
وروستۍ خبره
د ماشومانو د غوسې پرمهال د دې جملو ویل، کولای شي مرسته کوونکي وي، تاوتریخوالی په هېڅ درد نه خوري او یوازې اوضاع لاپسې خرابوي او هېڅکله د ماشوم د آرامه کولو لپاره ښه ټاکنه نه ده، برعکس د مینې، محبت، همدردۍ څرګندونه او د ماشوم درک کول او دغه راز هغه ته درناوی کول، د ماشوم د آرامه کولو لپاره اغېزناک کارونه دي. ماشوم ستاسو په مرسته کولای شي په خپل ځان باندې واک پیدا کړي او خپله غوسه کنټرول کړي.