په پېښور کې چاودنه شوې او له امله يې شپږ تنه وژل شوي

 
د پېښور په بډه بېره سيمه کې چاودنه شوې، چې له امله يې شپږ تنه وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي. په چاودنه کې يو موټر په بشپړه توګه له منځه تللی. ټپيان ټول لېډي ريډينګ روغتون ته وړل شوي، چې په هغو کې دوې مېرمنې او يو ماشوم هم شته دي.