درس ته د ماشوم د لېواله کولو لپاره پنځلس لارې

تاسو له ماشوم سره په ملتیا کولو او د درسي موادو په جذاب کولو کې، کولای شئ، درس ته د ماشوم په لېواله کولو کې بریالۍ کړنې ترسره کړئ، ماشومان د خپل تجسس او لوبیز طبیعت لرلو له امله ښایي د درس لوستلو پر وړاندې له خپل ځانه مقاومت ښکاره کړي.
 
موږ د پلار او مور په توګه تمه لرو، چې ماشوم مو د ژوند په ټولو برخو کې ښې کړنې ترسره کړي، په دې حالت کې، کله وخت د دې تمې په خاطر، ښایي ماشوم تر فشار لاندې راشي، دا تمې کله وخت، له ځینو فعالیتونو په ځانګړې توګه له درس لوستلو څخه د هغوی د بېزارۍ سبب ګرځي، له دې امله پرته له دې، چې هغه تر فشار لاندې راولو، څه وکړو، چې ماشوم درس لوستنې ته لېواله شي؟ په دې لیکنه کې په هغو ټکو باندې رڼا اچول کېږي، کوم چې درس لوستنې ته د ماشوم له لېواله کولو سره مرسته کوي.
 
درس لوستنې ته د ماشوم د لېواله کولو څرنګوالی
په نننۍ نړۍ کې، چې د ټولو خوښېږي، تر ټولو غوره واوسي، موږ د والدینو په توګه تر فشار لاندې راځو، چې ماشوم درس لوستنې ته وهڅوو، د دې لیکنې په دوام درس لوستنې ته د ماشوم د لېواله کولو په تړاو له غوره تګلارو سره، له تاسو سره یو.
 
۱ ـــ له ماشوم سره د درس لوستنې په اړه فکر وکړئ
تر ټولو غوره کار، چې د والدینو په توګه یې د خپلو ماشومانو لپاره ترسره کړئ، دا دی، کله چې درس لوستنه پیلوي او مطالعه کوي، تاسو یې هم تر څنګ واوسئ، په دې وخت کې په موبایل یا لېپ ټاپ باندې له کار کولو څخه ډډه وکړئ، پرځای یې دفتري کارونه وکړئ، یا کتاب ولولئ.
 
۲ ـــ په زده کولو باندې ټینګار وکړئ، نه په نمرو باندې
که څه هم ښې نمرې ښي دي، که مو ولیدل، چې د ماشوم مو ټوله هڅه د ښو نمرو اخیستلو لپاره ده، نو وې هڅوئ، چې په زده کولو باندې تمرکز وکړي، د دې موخې لپاره، له هغه څخه د فعالیتونو په اړه یې او دا چې په درسي صنف  کې یې څه زده کړي دي، پوښتنې وکړئ.
 
۳ ـــ په خپل ماشوم باندې مهربان واوسئ
په خپل ماشوم باندې فشار مه راولئ، چې ښې نمرې ترلاسه کړي، په هغه باندې مهربان واوسئ او هڅه وکړئ، چې مسایلو ته د هغه له لیدلوري وګورئ او کوښښ وکړئ، چې د درس لوستنې په تړاو خپل ماشوم په سمې تګلارې سره مسؤول کړئ، ځکه هر ډول منفي چلند کولای شي، چې د هغه د سرغړونې سبب شي او یا مقاومت وکړي او تاسو وننګوي.
 
۴ ـــ له هغه سره خبرې وکړئ
د هغو کارونو په اړه، چې ماشومان یې په درسي صنف کې ترسره کوي، خبرې وکړئ، له هغه څخه پوښتنه کول، د دې سبب ګرځي، چې هغه تر ډېره په خپل صنف کې هوښیار واوسي، له هغه څخه د ښوونکي او دغه راز د خپلې خوښې کار په اړه یې پوښتنه وکړئ.
 
۵ ـــ د درس لوستنې لپاره پروګرام جوړ کړئ
هرڅه، چې د یوه مشخص پروګرام او سیستم پر بنسټ ترسره شي، مثبته پایله لري او دا چاره د درس لوستنې په اړه هم صدق کوي، د دې لپاره، چې ماشوم درس لوستنې ته لېواله کړئ، د هغه لپاره یو پروګرام جوړ کړئ او ورته ژمن واوسئ، یوازې د کورنۍ دندې په ترسره کولو باندې تمرکز مه کوئ، بلکې یو وخت په هغو درسونو باندې د مرور لپاره هم په پام کې ونیسئ، کوم چې په ټولګي کې ترلاسه شوي دي.
 
۶ ـــ د مطالعې لپاره مناسبه فضار رامنځته کړئ
درس لوستنې ته د ماشوم لېواله کول، ښایي آسانه کار نه وي، باید ځیر واوسئ، چې د زده کوونکي شاوخوا ته  هېڅ حواس ګډوډونکي څیزونه، لکه: د ټلویزیون غږ، د خور او یا ورو شور ماشور شتون ونه لري، د ماشوم پام ډېر ژر خرابېږي او شونې ده، چې په ډېر کوچني غږ سره یې تمرکز له منځه لاړ شي.
 
۷ ـــ له ښوونکي سره یې خبرې وکړئ
که مو پام شوی وي، چې ماشوم مو په یو ځانګړي درس کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان دی یا د هغه درس په اړه کمه لېوالتیا ښکاره کوي، په دې اړه یې له ښوونکي سره خبرې وکړئ. والدین او ښوونکي تل کولای شي، درسي موضوعاتو ته د ماشوم د لېوالتیا د روزلو په اړه ښې سټراټیژیانې پلې کړي.
 
۸ ـــ د خپل ماشوم د زده کولو سبک وڅارئ
ډېره زیاته مهمه ده، چې پوه شئ، ماشوم مو څه ډول زده کړه کولای شي؛ اورېدونکې، لیدونکې یا عملي. غوره ده هڅه وکړئ، د خپل ماشوم له دې ځانګړتیاوو سره سم ښوونیز پروګرامونه وټاکئ.
 
۹ ـــ په ګډه مطالعاتي موخې وټاکئ
دا ډېره ښه او په زړه پورې نظریه ده، چې داسې موخې وټاکئ، چې په هڅې او کوښښ سره د لاسته راوړلو وړ دي. په ګډه په درس پورې اړوندې  لنډ مهالې، منځ مهالې او اوږد مهالې موخې مشخصې کړئ، ترڅو هغه تل انګېزه لرونکی پاتې شي او تاسو هم وکولای شئ، چې پرمختګ یې څارئ.
 
۱۰ ـــ نظریاتو ته یې غوږ ونیسئ
درس لوستنې ته د ماشوم لېواله کولو لپاره، ډېره زیاته مهمه ده، چې په دې اړه یې نظریاتو ته غوږ ونیسئ او ورته درناوی وکړئ، حتا که کله وخت داسې احساس کوئ، چې تېروتنه کوي، هغه ته د تصمیم نیونې په اجازه ورکولو سره، په ځان باندې باور یې پیاوړی کړئ، ماشوم ته مو ووایئ، چې د خپلو استدلالونو لپاره، منطقي دلایل وړاندې کړي.
 
۱۱ ـــ مرسته وکړئ، چې له ماتې څخه درس واخلي
ماتې د ژوند یوه برخه دي او نه د نړۍ پای، حتا که ماشوم مو کمې نمرې هم واخیستې، له رټلو او پرتله کولو څخه یې ډډه وکړئ، دا کار د دې سبب ګرځي، چې د بې ارزښتۍ احساس وکړي، له خپل ماشوم سره خوا خوږي وکړئ او ورته ووایئ، چې غوره ده، له خپلو تېروتنو څخه درس واخلي.
 
۱۲ ـــ ماشوم مو ډېر بوخت کړئ
غوره ده، چې درس لوستنې ته د ماشوم د لېواله کولو لپاره، هغه په ځینو مسایلو کې لکه: د کتاب، د لیکلو مواد  او دې ته ورته نورو موادو د اخیستلو په مسایلو کې ښکېل کړئ، په دې صورت کې ماشوم مو د لا ډېر مشارکت احساس کوي او دا چاره کولای شي، له درس لوستنې سره د هغه لېوالتیا زیاته کړي.
 
۱۳ ـــ له نصیحت کولو څخه ډډه وکړئ
ټول والدین د خپلو ماشومانو ښېګڼه غواړي او دا هیله کېدای شي، هغوی ته د وینا کولو سبب شي، څه سمه او څه ناسمه ده، د دې کار له ترسره کولو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې په پای کې د ماشوم د نه لېوالتیا سبب ګرځي، د دې پرځای، چې هغه ته بد دستور ورکړئ یا دغه راز د هغه لپاره یوه وینا ترتیب کړئ، ماشوم ته مو یو مشخص دستورالعمل وړاندې کړئ.
 
۱۴ ـــ لاسته راوړنې یې وګورئ
هر څوک له مهرباني او ستاینې څخه خوند اخلي او ماشومان هم له دې قاعدې څخه مستثنی نه دي، ډېره زیاته مهمه ده، چې د ماشوم کوچنۍ لاسته راوړنه وستایئ، دا نه یوازې هغه خوشاله کوي، بلکې هغه ته د ښه کېدو انګېزه ورکوي.
 
۱۵ ـــ مطالعاتي عادت رامنځته کړئ
درس ته د ماشوم د لېواله کولو لپاره، باید په هغه کې لوستلو ته یو عادت رامنځته کړئ. تر ډېره لیدل کېږي، چې ځینې ماشومان له مطالعې څخه خوند اخلي، درس لوستل یې خوښېږي هم، د بېلګې په توګه: په کور کې د مطالعې او پرمختګ یو مناسب چاپېریال رامنځته کړئ او یا دا چې په کور کې منظم مطالعاتي پروګرامونه ولرئ.
 
وروستۍ خبره
ماشوم ته مو اجازه مه ورکوئ، چې په سټرس یا غوسې باندې اخته شي، که په هغه باندې فشار راولئ یا خپله پرېښانۍ او اندېښنه هغه ته ولېږدوئ، ښایي په پای کې درس لوستنې ته خپله ټوله لېوالتیا له لاسه ورکړي. ماشوم مو وهڅوئ او په هر پړاو کې د هغه په خپل نفس باندې د اعتماد پیاوړي کولو لپاره ګام پورته کړئ.