په دې لس ټکو سره، خپله غوسه کنټرول کړئ

غوسه کېدل هغه پېښه ده، چې هرڅوک ورسره مخ کېږي، خو ځینې بېخي له بریده زیات غوسه کېږي، تر هغه بریده، چې خپل شاوخوا کسانو ته زیان رسوي، په دې حالت کې د دې افرادو لپاره کومه لاره شتون لري؟
 
د دوو همکارانو ترمنځ بحث رامنځته شوی دی، ناڅاپه یو یې له بریده زیات غوسه کېږي او چیغې وهي، یو کس خپلې مېرمنې ته داسې خبرې کوي، چې وروسته نه شي کولای، له خپلو هغو خبرو څخه دفاع وکړي، دا ټول یانې کله چې غوسه شئ، نه شئ کولای، خپل ځان کنټرول کړئ او همدا کړنه د ډېری ستونزو ریښه ده. په دې لیکنه کې د غوسې د کنټرول په لارو چارو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
د غوسې د کنټرول تګلارې
د دې حالت د کنټرولو لپاره ځینې لارې چارې شتون لري، چې لاندې پرې مرور کېږي.
 
۱ ـــ له خبرو کولو مخکې فکر وکړئ
ډېری وخت په ډېرې هوساینې سره ځینې خبرې کوئ او ډېر ژر یې له کولو څخه پښېمانه کېږئ، نه پوهېږئ، چې څه څیز د دې سبب ګرځي، چې هغه خبرې وکړئ. که چېرې له غبرګون څخه مخکې له خپل ځان سره ژمنه وکړئ، چې لږ فکر وکړئ، صبر وکړئ او خپل ځان ته فرصت ورکړئ، نو مسایل له هغه څه څخه لا ډېر نه پېچلي کوئ، کوم چې دي.
 
۲ ـــ په آرامتیا کې، خپلې خواشینۍ  بیان کړئ
هر کله چې آرامتیا مو په هغه بریده کې ده، چې کولای شئ، پرته له دې چې کوم چا ته زیان ورسوئ، احساسات مو بیان کړئ او خواشینۍ مو څرګندې کړئ، غوره ده، چې له نورو سره خبرې وکړئ، ترڅو هغوی ته ووایئ، چې څه څیزونه مو ځوروي.
 
۳ ـــ لږ ورزش کول د غوسې د کنټرول یوه له تګلارو څخه ده
بدني فعالیت کولای شي، ستاسو د سټرس له کمښت سره مرسته وکړي، که داسې احساس کوئ، چې غوسه مو د ډېرېدو په حال کې ده، په پلي مزل کولو او یا منډې وهلو، له خپل ځان سره مرسته وکړئ.
 
۴ ـــ شونې حل لارې مشخصې کړئ
تر ډېره ستاسو تمرکز په دې باندې وي، چې د څه څیز له امله غوسه شوی یاست، د دې پرځای د مسئلې په حل باندې تمرکز وکړئ، آیا غوسه مو د خپل زوی د نامنظمې خونې له امله ده؟ آیا هره شپه د ماښامنۍ د خوړلو لپاره باید خپل خاوند ته په تمه پاتې شئ؟ خپل ځان ته د دې یادونه وکړئ، چې غوسه یوازې حالت او وضعیت خرابولی شي، د حل لارې په لټه کې اوسئ.
 
۵ ـــ  د هغو خبرو په اړه ډېر فکر وکړئ، کومې چې په «ما» ویلو سره پیلېږي
د خپلې ستونزې د بیانولو لپاره له هغو عبارتونو څخه، چې په «ما» ویلو سره پیلېږي ګټه واخلئ، تر ټولو ډېر د احترام وړ چلند دی، چې کولای شئ له خپل ځان څخه یې څرګند کړئ، د دې پرځای چې ووایئ، «ته هېڅکله د کور کارونه نه ترسره کوې»، د زه ډېره خواشینې یمه، چې د لوښو او دسترخوان له ټولولو پرته له کوټې څخه بهر شوې، عبارت څخه ګټه واخلئ.
 
۶ ـــ د شخړې د پرېښودو لپاره، له شوخ طبیعتۍ څخه ګټه واخلئ
له هغه څه سره په مخامخ کېدو کې، چې تاسو غوسه کوي، له شوخ طبیعتۍ څخه ګټه واخلئ، که څه هم په دې حالت کې هم باید پام وکړئ، چې له پېغور ورکوونې څخه ډډه وکړئ، چې پیغور ورکوونه کولای شي، د نورو احساسات ټپي او وضعیت لا پسې بدتر کړي. د غوسې پرمهال ټوکې کول، کولای شي له شخړې ډکه فضا تر یوه بریده ماته کړي.
 
۷ ـــ د آرامتیا د مهارتونو تمرین، د غوسې د کنټرول یوه لاره ده
کله چې د غوسه کېدو په حال کې یاست، د خپل ځان لپاره د آرامتیا مهارتونه پیل کړئ. د ژورې ساه ایستنې تمرین، دوه رکعته نفل لمونځ کول، لیکل او د یوګا ترسره کول، د شدیدې غوسې د مخنیوي لپاره مثبت کارونه دي.
 
۸ ـــ د لنډې مودې لپاره له بحث څخه واټن واخلئ
یوه آرام ځای ته لاړ شئ، سترګې مو وتړئ او په آرامتیا کې د هغو څیزونو په اړه، چې تصور یې درته په زړه پورې دی، فکر وکړئ، د هغه څه په ستایلو باندې مرور وکړئ، چې خوښېږي مو، ستاسو د خوښې وړ د غره څوکه څه ډول ده؟ الوتونکي څنګه ښکاري؟ دا کړنه کولای شي، د غوسې پرمهال ستاسو له آرامتیا سره مرسته وکړي.
 
۹ ـــ له دوستانو څخه د مرستې غوښتنه، د غوسې د کنټرول یوه له لارو څخه ده
کله وخت اړتیا لرئ، چې له خپلو دوستانو سره خبرې وکړئ او له هغوی څخه مرسته وغواړئ، هېڅ ستونزه نشته، چې خپل احساسات څرګند کړئ او له کوم چا سره د خپل حالت په اړه خبرې وکړئ. غوسه هېڅ څیز نه شي سمولای، په دې باندې پوه شئ، چې ژر له خپل ځان سره مرسته وکړئ، مشوره وکړئ او په خپلو نیمګړتیاوو باندې باور وکړئ.
 
۱۰ ـــ له متخصص څخه مرسته وغواړئ
د ځینو کسانو لپاره د غوسې کنټرولول آسانه کار نه دی، که څه هم دا چاره د ځینو لپاره ننګونکې ده، په ځینو مواردو کې چې افراد نه دي توانېدلي، چې خپله غوسه کنټرول کړي، له متخصص څخه د مرستې غوښتنه یو بدیهي او اړین کار دی.