هغه احساسات، چې له والدینو څخه اولادونو ته لېږدېږي

والدین باید له ماشومانو سره په خپلو چلندونو باندې پام وکړي، ځکه ماشومان له هغوی څخه بېلګه اخیستنه کوي او د والدینو بد احساسات او چلندونه، ماشومانو ته لېږدېږي.
 
لکه څنګه، چې پوهېږئ ماشومان له خپلو الدینو څخه بېلګه اخیستنه کوي، له دې امله کله، چې د هغوی پر وړاندې یاست، باید په خپلو چلندونو باندې ډېر زیات پام وکړئ او هره خبره په خوله را نه وړئ او تر ټولو مهمه دا چې احساسات مو په ناخبره توګه ماشوم ته لېږدېږي، چې په دې لیکنه کې هوډ لرو، دا احساسات تاسو ته در وپېژنو، ترڅو تر ډېره پرې پام وکړئ.
 
غوسه
د غوسې درې ډولونه شتون لري. ډېره شدیده غوسه، مجهوله غوسه او ځپونکې غوسه، چې دا ټولې په ماشوم باندې منفي اغېزې لري. د بېلګې په توګه: که له والدینو څخه یو یې د غوسې اوسېدو په خاطر چیغې ووهي، په بشپړه توګه ماشوم یې هم دا چلند زده کوي او له هغه څخه د خپلې غوسې د څرګندولو لپاره ګټه اخلي، کورنۍ باید هڅه وکړي، هغه چلندونه، چې د غوسې د را څرګندېدو سبب ګرځي، کنټرول کړي.
 
د ګناه احساس
کله چې تاسو له خپل ځان څخه ځینې چلندونه ښکاره کوئ، په خپل ماشوم کې د ګناه احساس را منځته کوئ، د بېلګې په توګه، لکه دا جملې: که واقعاً له ما سره مینه لرې، نو پخلنځی پاک کړه، هغه لور، چې خپلې مور ته ارزښت ورکړي، د کور په کارونو کې له هغې سره مرسته کوي.
 
دا په ماشوم کې د ګناه د احساس د رامنځته کولو دودیزې بېلګې دي او یو ډول شدیده ورانونکې کړنه ګڼل کېږي او تاسو باید هڅه وکړئ، د دې جملو پرځای، غوښتنه مو په بشپړه ساده او واضحه توګه بیان کړئ.
 
شرم
د کورنۍ له خوا شرموونکي الفاظ، لکه: په کافي اندازه ښه نه یې او یا ته احمق یې، د دې سبب ګرځي، چې د ماشوم احساساتو ته زیان ورسېږي، له بده مرغه په ماشومانو کې د شرم حس روزل کېږي او د دې سبب کېږي، چې په هغه کې یو غیر واقع بینانه معیار رامنځته شي او وروسته د هغه په ځان باندې باور په نښه کوي.
 
بې وزلي او بېوسي
د قرباني رول لوبول اصلاً ښه چلند نه دی، په دې شرایطو کې معمولاً والدین له هغه زیان څخه، چې په تېر کې یې لیدلی دی، د خپل بد چلند لپاره د یوې بهانې په توګه ترې کار اخلي.
د بېلګې په توګه: پلار خپل زوی ته وایي: زه هره شپه په غوسه کېږم، ځکه مور دې زه پریښی یم یا زه تل ناسالم خواړه خورم، ځکه ماته څوک پام نه کوي، دا هغه بهانې دي، چې په ماشوم کې د بېوزلۍ او بېوسۍ حس د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
 
نا خوندیتوب
د زده کوونکي تر ټولو لومړی ښوونځی او چېرته چې هغه پکې ډېر څیزونه زده کوي، کور او کورنۍ دي، خو شونې ده ماشوم په دې چاپېریال کې ناخوندیتوب زده کړي، د ناخوندیتوب حس د دې سبب ګرځي، چې تل وېره ورسره وي او په هغه کې د یوه ناسم چلند د رامنځته کېدو سبب شي او راتلونکې به یې هم تر اغېزې لاندې راولي.
 
اندېښنه
اندېښنه هغه احساس دی، چې په ډېرې آسانۍ سره ستاسو ماشوم ته لېږدېږي او د مغز یا بدن یو اخطار ورکوونکی چلند دی او د موټر د تېلو په څېر زموږ په وجود کې رامنځته کېږي، چې غواړي کارونه مو په منفي بڼه پرمخ یوسي. اندېښنه په ماشوم کې د منفي چاپېریال او بد احساس د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
 
ځان غوښتنه
د ځان غوښتنې حس معمولاً په کورنیو کې ماشوم ته لېږدېږي، کله چې ماشوم د دې شاهد وي، چې مور او پلار یې حاضر نه دي، د هغه لپاره یو بل ومني، له هغوی څخه د ځان غوښتنې حس زده کوي، دا چلند به د هغه په راتلونکې باندې هم اغېزه وکړي، نو پام مو وي، چې ماشوم ته ځان غوښتونکي چلندونه ور زده نه کړئ.
 
نیوکه
که تل په خپل ماشوم باندې، د هغو څیزونو په اړه یې، لکه، څه چې اغوندي، ظاهر یې، کړنې او دوستان یې نیوکه وکړئ، په بشپړه توګه په هغه کې هم دا چلند رامنځته کوئ، په ماشوم باندې له بریده زیاته نیوکه، چې خپله ماشوم هم تل نیوکه وکړي، په بشپړه توګه ناسم چلند دی.
 
انزوا
بېلابېل کسان د توپیري دلایلو لپاره انزوا (یوازېتوب) ټاکي، چې شونې ده، په دې دلایلو کې وېره، خپګان، بې لېوالتیایي او پریشاني شامل وي. هغوی د دې پرځای، چې له دې منفي احساساتو سره مخامخ شي، هڅه کوي، چې خپل ځان له نورو څخه پټ کړي، ماشومان هم له خپلو والدینو څخه دا چلندیزه بېلګه او احساس زده کوي، چې لږ لږ په هغوی کې ریښه ځغلوي.
 
حسادت
ماشومان کولای شي، له خپلو والدینو څخه حسادت زده کړي، کله چې والدین د خپلو ماشومانو پر وړاندې داسې ظاهرېږي، چې چلند یې له حسادت څخه ډک دی او د خپلو منفي کارونو لپاره حسادت بهانه کوي، ماشومان هم له هغوی څخه دا حس زده کوي، چې یو زیان رسونکی چلند دی.