ولسمشر کرزی هندوستان ته روان دی

د خبرونو له مخې ولسمشر حامد کرزی په روانه اوونۍ کې هندوستان ته په رسمی سفر روان دی. تمه کيږي ، چې نوموړی په هندوستان کې له لومړي وزير من موهن سنګ او ولسمشرې پراتيبا پاتېل سره پر کتو سربېره د سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو په اړه کنفرانس کې ګډون وکړي او د کنفرانس اساسي وينا ورکړي.